د هجرت پيل، د ثور غار کې او د مدینې په لور | نبوي سیرت ۲۰ برخه

د هجرت پيل

وروسته له هغې چې د عقبې دويم بيعت ترسره شو، او اسلام وتوانيد له كفر او جهالت نه ډكې بيديا كې د ځان لپاره مېنه ومومي او د فتحې په درشل پښه کيږدي. -په رښتيا چې دا د دعوت له پيل نه د اسلام لويه سوبه او لاسته راوړنه وه _ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مسلمانانو ته د هجرت كولو اجازه وركړه.

دغه وخت د هجرت معنى د ځان د احتمالي نجات او خلاصون پخاطر د ټولو ګټو او مصلحتونو تر پښو لاندې كول، او هر راز مالي قرباني په ځان منل وْ. هر هجرت كوونكى به پدې ښه پوهيده چې سر يې هم په باوري توګه په امن ندى، كيداى شي د لارې په سر او يا پاى كې ووژل شي، راتلونكې يې هم مجهول او نامعلوم دى، خداى خبر چې سبا به له څه ډول مشكلاتو او كړاوونو سره مخ كيږي.

مسلمانانو د هجرت سفر پيل كړ، دا ټول تكليفونه يې په ځان ومنل، مشركينو هم د خطر په درك كولو سره زيار ايسته د دوى د هجرت مخه ونيسي، راځئ پدې اړه لاندې خبرې واورو:

  1. لومړنى مهاجر ابو سلمه وْ- ابن اسحاق وايي: نوموړي د عقبې له دويم بيعت نه يو كال وړاندې هجرت كړى وْ – كله چې ده د هجرت اراده وكړه، نو خپله ښځه او زوى هم يې له ځان سره روان كړل، خو خسرگنۍ يې ورته وويل: د خپل ځان په هكله څه نه شو درته ويلى، خو دا ستا ښځه چې زمونږ خپله ده، څنګه يې درسره پريږدو چې ليرې وطن ته يې بوزې؟ همدا وه چې ښځه يې ورنه ستنه كړه. پدې وخت كې د ابو سلمه كورنۍ په غوسه شوه او ويې ويل: مونږ هم خپل ماشوم نه پريږدو چې له مور سره يې ستاسې سره وي. د دواړو قبيلو خلكو ماشوم ونيو يو له بل نه يې را كاږه تر څو د ماشوم لاس ووت او بيا د ابو سلمه كورنۍ واخيست، او ابو سلمه يوازې د هجرت لاره ونيوه لاړ. ښځه به يې هر سهار له كوره وته او ابطح نومې ځاى ته به تلله او ترماښامه به يې هلته ژړل، پوره يو كال يې همداسې بده ورځه وه. بالاخره يې د خپلوانو له جملې نه ديوه تن زړه ورباندې وسوځيده او نورو ته يې وويل: دا مسكينه پريږدىْ، له زوى او ميړه نه مو جدا كړيده! نو دوى ورته وويل: كه غواړې خپل ميړه ته ورشې، تلى شې، لاړه شه، همغه وه چې دې خپل زوى د ميړه له پلرګنۍ نه بيرته راواخيست، او د مدينې په لور وخوځيده. هو، دې اوږد سفر ته يې چې تقريباً پنځه سوه كيلو متره اوږد و په يوازې صورت ملا وتړله. لاړه پسې لاړه تر څو تنعيم ته ورسيده هلته عثمان بن طلحه بن ابې طلحه وليده، د حال احوال له پوښتنې وروسته ورسره روان شو تر څو قباء ته ورسيدل هلته يې ورته وويل: ميړه دې دلته دى، ورشه ، او دى پخپله بيرته مكې ته روان شو. (1)

2- هغه وخت چې صهيب د هجرت نيت وكړ، د قريشو كفارو ورته وويل: ته چې كله دلته راغلې يو حقير او ناداره سړى وې، همدلته د مال او شتمنۍ خاوند شوې، اوس غواړې دلته ګټلى مال له ځان سره يوسې، دا كله هم نه شي كيدلى. صهيب په ځواب كې ورته وويل: كه زه خپل مال تاسې ته دركړم، نو بيا مې پريږدىْ چې ولاړ شم؟ دوى وويل: هو. ده ورته وويل: ځه زما مال ستاسې شو. دا خبره رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ورسيده نو ويې فرمايل: صهيب ګټه كړى، صهيب ګټه كړى. (2)

3- عمر بن الخطاب، عياش بن ابي ربيعه او هشام بن العاصي بن وائل يو ځاى سره وټاكه چې سهار به هملته سره غونډيږي بيا به مدينې ته هجرت كوي، خو سهار عمر او عياش راغلل او هشام ورنه وګرزول شو. او كله چې دوى دواړه قباء ته ورسيدل ابوجهل او ورور يې حارث راغلل او عياش ته يې وويل: مور دې قسم خوړلىْ چې تر هغې به نه سر موږمنځوى او نه به سيورې ته كيني تر څو يې ته نه وې ليدلى، نو د عياش زړه پرې وسوځيد ورته خفه شو.- د دوى درى واړو مور يوه وه – پدې وخت كې عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: عياشه! دوى غواړي تا له خپل دين نه واړوي، متوجه اوسه، مور دې كه له سپږو نه په عذاب شي حتماً به خپل سر ږومنځ كړي، او كه ګرمي يې پسې واخلي خوامخوا به سيورې ته ځي. خو عياش تصميم ونيو چې له دوى سره بيرته مكې ته لاړ شي، تر څو د خپلې مور قسم ريښتونى كړي، نو عمر ورته وويل: اوس چې دا اراده لرې، نو دا زما اوښه درسره بوزه، دا ډيره ښه ارامه او چټكه اوښه ده، مه ورنه كوزيږه كه چيرې دې د خلكو له طرف نه څه شكمن حركت وليد فوراً را تښته. بيا درى واړه روان شول، په لاره كې ابو جهل ورته وويل: قسم په خداى چې دا زما اوښه سركشه ده، څه كيږي كه زه هم ستا سره سپور شم؟ عياش وويل: سيي ده، اوښې يې ودرولې بيا يې چو كړې، په همدې وخت كې دواړو (ابوجهل او حارث) ناڅاپي حمله ورباندې وكړه راويې نيو، ټينګ يې وتاړه، او مكې ته يې يووړ، هلته يې خلكو ته وويل: تاسې هم له خپلو بې عقلانو سره داسې چلن وكړي لكه څرنګه چې مونږ له خپل دې جاهل سره وكړ. (1)

دا ډول وْ له هجرت كوونكو سره د مشركينو چلن، خو سربيره پردې هم مسلمانان يو په بل پسې له مكې نه ووتل او د عقبې له دويم بيعت نه يوازې دوى مياشتې او څو ورځې تيرې شوې وې چې په مكه كې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)، ابوبكر، علي او له هغو مسلمانانو نه پرته چې مشركينو په زور نيولي وو، بل مسلمان نه وْ پاتې شوى. ابوبكر او علي (رضي الله عنهما) د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په امر دلته پاته شوي وو، رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) د سفر تياري نيولې وه، خو پدې انتظار وْ چې كله به ورته د وتو امر كيږي. (2)

امام بخاري له حضرت عايشي (رضي الله عنها) نه روايت كوى فرمايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مسلمانانو ته وويل: [‏أني أريت دار هجرتكم، ذات نخل بين لابَتَيْن‏]‏ ما ته ستاسې د هجرت ځاى راښودل شويدى، د لارې د دوو غرونو تر مينځ يوه نخلستاني علاقه ده. پدې پسې مسلمانانو مدينې ته هجرت وكړ، د حبشې مهاجرين هم ټول مدينې ته راغلل، ابوبكر (رضي الله عنه) هم مدينې ته د سفر تياري ونيوله، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏[‏على رِسْلِك، فاني أرجو أن يأذن لي‏]‏‏.‏ لږ څه صبر وكړه، هيله ده ما ته هم د هجرت اجازه راكړل شي. نو ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: زما پلار له تا قربان، آيا ته ددې اميد لرې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[‏نعم‏]‏ هو زه اميد لرم. نو ابوبكر (رضي الله عنه) هم پاتې شو تر څو له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره ملګرى شي. ده دوې اوښې هم برابرې كړې وې او پوره څلور مياشتې يې د سمر ونې پاڼې وركړې او ښې يې وساتلې. (3)

د دار الندوه يا د قريشو د پارلمان غونډه

كله چې قريشو وليدل د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) اصحاب مهاجر شول، اولادونه او څه اندازه مالونه يې د مدينې اوس او خزرج ته يوووړل، نو يو ځل يې په زړونو كې بې ساري غم او غويه را وپاريده. اور ورباندې بل شو، خپل ديني او اقتصادي وجود يې په خطر كې وليد، ځكه دوى محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ښه پيژانده او پوهيدل چې هغه څومره عظيم او موْثر لارښود دى. پدې هم پوه وو چې اصحاب (رضي الله عنهم) څومره د صبر، استقامت خاوندان او قرباني ته تيار كسان دي، د اوس او خزرج قوت او زور يې هم ليده او پدې هم پوره باوري وو چې ددې دواړو قبيلو مشران او د عقل خاوندان ددې توان او استعداد لري چې خپل مينځي دښمنۍ ختمې كړي او يو بل ته د ورورۍ او همكارۍ لاس وركړي.

د مدينې استراتيژيك موقعيت يې هم له سترګو پټ نه وْ، او پدې خبر وو چې دا علاقه د هغه تجارتي لارې لپاره د څومره اهميت درلودونكې ده كومه چې د سرې بحيرې په غاړه له يمن نه تر شام پورې غزيدلې ده. د مكې خلكو به هر كال شام ته د (250) زرو طلايي دينارونو په بيه تجارت درلود د طائف او نورو ځايونو د اوسيدونكو تجارت لدينه جدا وْ، او ښكار ده چې ددې لارې امن او آرامې د دوى د تجارت لپاره ډيره ضروري وه. خو دا هم بايد ووايو چې قريشو په مدينه كې د اسلامي دعوت له ځاى په ځاى كيدو او د دوى په مقابل كې د هغه ځاى د خلكو له راپاريدو نه هم غټ خطر احساساوه، دا ټول خطرونه يو ځاى د قريشو سترګو ته ودريدل، نو پدې لټه كې شول چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په لاس را پيدا شوى خطر بالكل او په پوره توګه له مينځه يوسي.

د عقبې له دويم بيعت نه تقريباً دوې نيمې مياشتې وروسته د پنجشنبې په سهار د نبوت د څوارلسم كال د صفر مياشتې په (26) مه چې د (622)م كال د سپتمبر مياشتې له (12) مې سره سمون خوري (1) د قريشو پارلمان (دارالندوه) پخپل تاريخ كې له ټولو نه خطرناكه غونډه پرانيستله (١)، پدې غونډه كې د قريشو د ټولو قبيلو استازو برخه واخيسته، تر څو د اسلامي دعوت د ستر لارښود د له مينځه وړو او اسلامي ډيوې د وژلو لپاره لارې چارې ولټوي او پدې هكله پريكنده فيصله وكړي. پدې غونډه كې د قريشو له استازو نه لاندنيو مشهورو كسانو برخه اخيستې وه:

1_ ابو جهل بن هشام د بني مخزوم له قبيلې نه.

2_ جبير بن مطعم، طعيمه بن عدي، او حارث بن عامر د بني نوفل بن عبد مناف نه.

3_ د ربيعه زامن شيبه او عتبه، او ابو سفيان بن حرب له بني عبد شمس بن عبد مناف قبيلې نه.

4_ نضر بن حارث له بني عبدالدار قبيلې نه، دا همغه سړى دى كوم چې پر رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) يې د اوښې پريوان وراچولې وْ.

5_ ابو بختري بن هشام، زمعه بن اسود او حكيم بن حزام له بني اسد بن العزى قبيلې نه.

6_ د حجاج زامن نبيه او منبه له بني سهم قبيلې نه.

7_ اميه بن خلف له بني جمح قبيلې نه.

ټول د وعدې سره سم راغلل، كه ګوري چې شيطان د يوه مخور مشر په شكل كې په دروازه كې ولاړ دى، قيمتي چپنه يې اغوستې، دوى ورته وويل: دا مشر څوك دى؟ ده ورته وويل: زه د نجد قبيلې يو مشر يم ستاسې د غونډې خبر مې واوريد، راغلم تر څو ستاسې خبرې واورم، او كيداى شي پدې هكله ښه مشوره دركړم. دوى ورته وويل: ډير ښه، راځه، او پدې ترتيب هغه هم په غونډه كې شريك شو.

له مناقشې وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د وژلو پريكړه

د پارلمان غړي ټول حاضر شول، خبرې او مناقشې پيل شوې، هر چا خپله طرحه وړاندې كوله، ابو اسود وويل: راځئ محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له خپل وطن نه وشړو، هر چيرته چې ځي لاړ دې شي، زمونږ څه كار ورسره نشته، خو دده په اخراج به زمونږ مشكل حل شي او اړيكې به مو بيرته سره ټيڼې او وحدت به مو قائم شي.

خو نجدي سپين ږيري وويل: نه دا سيي نظر ندى، تاسې نه ګورىْ چې محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) څومره بليغ او منطقي شخصيت دى، د هغه زړه وړونكې او خوږې خبرې نه وينىْ، او دا نه ګورىْ چې هغه د نورو زړونه څه ډول ځانته راكاږي، نو ددې ويره موجوده ده چې هغه يوى بلې عربي قبيلې ته لاړ شي، او هغوى د ځان پيروان وګرزوي، بيا به پر تاسې حمله وكړي او دلته پخل وطن كې به مو تس او نس كړي او بيا به خپله رايه درباندې تحميل كړي، بهتره دا ده چې پدې هكله نور فكر وكړىْ او بل پلان جوړ كړىْ.

ابو البختري وويل: هغه د اوسپنې په پنجرو كې بند كړىْ، تر څو د پخوانيو شاعرانو زهير او نابغه په څير مړ شي. د نجد مشر بيا وويل: نه دا هم چندان سيي نظريه نده، ځكه كه تاسې هغه بند هم كړىْ، هغه به خپل ارشادات خپلو اصحابو ته رسوي، كيداى شي هغوى حمله وكړي او له قيد نه يې آزاد كړي، بيا به يې پيروان ډير شي او پر تاسې به برلاسي ومومي، نو يوه بله لاره وګورىْ.

پارلمان دا دواړه پيشنهادونه رد كړل، خو دا ځل د مشركانو مشر او د مكې غټ مجرم ابو جهل داسې ظالمانه وړانديز وكړ چې ټولو ورسره موافقه وكړه. او هغه داسې وْ چې ابو جهل وويل: زه دده په هكله داسې نظر لرم چې تاسې يو به يې هم نلرئ، دوى ورته وويل: وايه ستا څه نظر دى؟ ده وويل: چې مونږ بايد له هرې قبيلې نه يو يو غښتلى، تكړه او د ښه نسب خاوند ځوان غوره كړو، دوى ټولو ته تورې وركړو او دده (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مرګ لپاره يې ورواستوو، ټول به يو ځاى ورباندې ګوزار وكړي او په قتل به يې ورسوي، نو مونږ به ورنه بيغمه شو، كه داسې وكړو خون به يې په ټولو قبيلو وويشل شي او عبدمناف به هم ددې وس ونلري چې له ټولو قبيلو سره جګړه وكړي، نو مجبور به شي ديت اخيستل ومني او مونږ به يې ديت وركړو. نجدي مشر وويل: ددې سړي خبره او نظريه د منلو وړ ده، زما نظر هم دا دى (1). نو د پارلمان ټولو غړو دا نظريه او وړانديز ومانه، او تصميم يې ونيو چې دا طرحه به ژر او فوراً عملي كوي، او په همدې سره غونډه پاى ته ورسيده.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) هجرت

كله چې قريشو د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د وژلو ظالمانه فيصله وكړه، نو جبريل (عليه السلام) وحي راوړه، رسول (عليه السلام) يې د قريشو لدې توطئې نه خبر كړ، او دا يې ورته وويل چې الله تعالى د هجرت اجازه دركړيده، د هجرت كولو وخت يې ورته وټاكه او داسې يې ورته وويل: نن پخپل ځاى مه ويده كيږه. (1)

نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په همدې غرمه كې د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى تر څو د هجرت په هكله پلان جوړ كړي. عائشه (رضي الله عنها) وايي: ټكنده غرمه وه مونږ د ابوبكر (رضي الله عنه) په كور كې ناست وو، چې يو كس آواز وكړ، دا دى رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راغى سر يې پټ كړيدى. دا داسې وخت وْ چې عادتاً به هغه (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پدې وخت كې زمونږ كره ته راته. ابوبكر وويل: زما مور او پلار دې ورنه قربان شي، قسم په خداى چې د كوم مهم كار لپاره راغلى دى.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راغى او له اجازې وروسته كور ته را ننوت، ابوبكر ته يې وويل: ‏[‏أخرج مَنْ عندك‏]‏‏.‏ دا حاضرين وباسه. ابوبكر (رضي الله عنه) ورته وويل: زما پلار له تا قربان يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! دا خو ټول ستا اهل دى. ده وفرمايل: ‏[‏فأني قد أذن لي في الخروج‏].‏ ما ته د هجرت اجازه شويده، نو ابوبكر ورته وويل: اې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پلار مې درنه قربان، آيا ما درسره ملګرى كوې، زما لپاره به د ملگګرتيا شرف وي؟ رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: هو. (2)

د هجرت له پلان جوړولو وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) بيرته خپل كورته لاړ، او د شپې انتظار يې يوست.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د كور محاصره

د قريشو مجرمانو مشرانو ټوله ورځ پدې تيره كړه چې د مكې پارلمان (دارالندوه) پريكړه به څنګه عملي كوي، او له تيارۍ وروسته يې ددې کار د عملي کولو لپاره يوولس مشران وټاكل چې نومونه يې دا دي:

1- ابو جهل بن هشام. 2- حكم بن ابې العاص.3- عقبه بن ابې معيط.4- نضر بن حارث.5- اميه بن خلف.6- زمعه بن اسود.7- طعيمه بن عدي. 8- ابو لهب. 9- ابې بن خلف.10- نبيه بن حجاج.11- منبه بن حجاج. (١)

ابن اسحاق وايي: كله چې د شپې تياره خوره شوه، هغوى ټول د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تر كور راتاو شول او ددې انتظار يې يوست چې هغه ويده شي او دوى حمله ورباندې وكړي. (٢)

مشركانو پوره باور درلود چې د دوى دا توطئه به حتما كاميابيږي، تر دې حده چې ابو جهل د كبر او غرور په حالت كې خپلو ملګرو ته مخ كوي او وايي: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وايي كه تاسې دده پيروى وكړى،ْ نو د عربو او عجمو پاچايان به شىْ، او بيا به له مرګ نه وروسته بيا راژوندي شئ، او هلته به د اردن د باغونو په شان باغونه دركړل شي، او كه داسې مو ونه كړل- دده دين مو ونه ما نه – نو بيا به دده له لاسه ستاسې په مينځ كې قتل و قتال وشي، او چې بيا را ژوندي كړى شي، نو بيا به په اور كې سوځىْ (٣)!!

د توطئې د پلي كولو وخت نيمه شپه ټاكل شوى و، هغوى ټول بيدار او ويښ ولاړ وو، د ټاكل شوي وخت انتظار يې يوست، خو الله تعالى تر ټولو لوى او غالب ذات دى، د ځمكې او آسمان پاچايې له ده سره ده څه يې چې اراده وي همغه كوي، هغه پناه وركوونكې دى، چا ته چې پناه وركړي هيڅوك هغه ته ضرر نه شي رسولى، او كه وغواړي څوك را ګير كړي، نو بيا د هغه خلاصون نشته. پدې ترتيب سره غالب الله تعالى خپل رسول وساته، د قرآنكريم لاندينى آيت چې لدې پيښې وروسته را نازل شوى دا موقف داسې تشريح كوي:

( (وَ إِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ)). (الانفال: 30)
] او ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې مكر فريب به كاوه له تا سره كافرانو لپاره د دې چې بندي كړي تا يا ووژني تا، يا وباسي تا (له مكې نه) او پټ فريب كوي دوى (له تا سره) او جزا د قريب وركوي الله (دوى ته) او الله بهتر د جزا وركوونكو د مكر دى.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) خپل كور پريږدي

سره لدې چې قريشو د خپل وحشيانه پلان د تطبيق لپاره پوره تياري نيولې وه، خو بيا هم له فاحشې ناكامۍ سره مخ شول. په همدې سخت او مشكل وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ابو طالب زوى علي (رضي الله عنه) ته وويل: ته نن شپه زما په بستره كې ويده شه، او دا زما شين حضرمې چادر درباندې واچوه (1) ويده شه تا ته به د هغوى له لاسه هيڅ ضرر در و نه رسيږي. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به په همدې چادر كې ويده كيده. (2)

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ووت، د دوى له مينځه تير شو، او يو موټى شګلنه خاوره يې واخيسته او د دوى پر سرونو يې وروشنله، الله تعالى د هغوى سترګې ورباندې ړندې كړې او ويې نه ليده او ده مبارك دا آيت تلات كاوه: ( (وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدّاً وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدّاً فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لا يُبْصِرُونَ)) (يس: 9). [او ګرځولى مو دى په مخ د دوى كې سد (ديوال) او له وروسته د دوى ديوال، پس پټې كړې مو دي (سترګې د دوى) پس دوى هيڅ نه ويني.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ټولو مشركانو پر سرونو خاوره واچوله، او سيخ د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى، له هغه ځاى نه دواړه د شپې له مخې د يوې كړكۍ له لارې ووتل د يمن په طرف روان شول ترڅو غار ثور ته ورسيدل (3). هلته محاصره كوونكي د ټاكل شوي وخت د رارسيدو انتظار باسي، خو د وخت له رارسيدو لږ شيبه مخكې پخپله نامرادۍ او ناكامۍ پوه شول. يو سړى ورته راغى او ورته ويې ويل: د څه انتظار باسىْ؟ دوى ورته وويل: د محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) انتظار باسو. ده ورته وويل: نامراده شوىْ، ناكام شوىْ، هغه خو در نه تللى، او ستاسې پر سرونو يې خاورې در اچولې، هغه پخپله لار تللى. دوى وويل: قسم په خداى مونږ خو ندى ليدلى، سرونو ته يې لاس كړ او خاورې يې ورنه پاكې كړې.

خو د دروازې له چاك نه يې د ننه وكتل، كه ګوري چې علي (رضي الله عنه) ويده دى، دوى وويل: قسم په خداى هغه دى محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) تر اوسه لا ويده دى. هغوى تر سهاره منتظر وو تر څو سهار شو او علي ( رضي الله عنه) له ځايه پاڅيد، دوى هغه را ونيو او د محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله يې معلومات ورنه وغوښتل. ده ورته وويل: زه د هغه په هكله هيڅ معلومات نلرم. (١)

له كور نه تر غاره

رسول (صلى الله عليه وسلم) د نبوت د څوارلسم كال د صفر مياشتې په (27) مه شپه چې د (622م) كال د سپتمبر مياشتې له 12/ 13 (٢) سره سمون خوري له خپل كور نه ووت، د ابوبكر (رضي الله عنه) كورته ورغى، او له هغه ځاى نه دواړه د كور له وروستۍ كړكۍ نه لدې ويرې نه چې ورباندې سهار نه شي په ډيره چټكۍ ووتل.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پدې پوهيده چې مشركين به يې په لټه پسې را وزي او لومړنۍ لار چې دوى به يې نيسي هغه دشمال خوا ته د مدينې لويه لاره ده، نو ده پخپل حكمت سره ددې مقابله يعنى د جنوب لاره ونيوله، دا لاره يمن ته تللې وه، تقريباً پنځه ميله مخكې لاړل تر څو د ثور غره ته ورسيدل. دا ډير لوړ، سخت او د لويو لويو تيږو درلودونكې غر دى.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دواړه پښې لوڅې وې بلكه دا هم ويل كيږي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د پښو په سرو (ګوتو) تله تر څو د پلونو اثر يې پاتې نه شي او پدې سره يې پښى زخمې شوې. په هر حال ابوبكر (رضي الله عنه) د غره له لمنې نه د غره په څوكه كې تر واقع غار پورې چې په تاريخ كې د ثور غار په نامه ياديږي رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په بيړه، بيړه په خپله شا يووړ. (1)

په غار كې

كله چې غار ته ورسيدل ابوبكر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! ته به تر هغې پورې غار ته نه ننوزې تر څو زه پكې ننوتلى نه وم او كتلى مې نه وي، ځكه كه هلته څه مضر شى وي، نو لومړى به زه ورسره مخامخ شم. ابوبكر (رضي الله عنه) غار ته ننوت او جارو يې كړ، ټول سوري يې د خپل لنګ په ټوټو پټ كړل، يوازې دوه سوري (سوړې) پاتې شول چې هغه يې هم پخپلو پښو بند كړل پښې يې پكې كيښودلې بيا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: مهرباني وكړه غار ته را ننوزه. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) غار ته تشريف يووړ او هلته يې د ابوبكر (رضي الله عنه) په غيږ كې سر كيښود او ويده شو. ابوبكر (رضي الله عنه) له يوه سوري نه په پښه څه شي وچيچه، او ددې له ويرې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) راويښ نه شي هيڅ ونه خوځيد، خو اوښكې يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پر مبارك مخ را تويې شوې هغه را ويښ شو او ورته ويې فرمايل:څه خبره ده ابوبكره؟ ده ورته وويل: څه شي وچيچلم زما مور او پلار له تا قربان شه! نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هغه ځاى خپلې مباركې لاړى (زيړى) واچولې او پدې سره د ابوبكر (رضي الله عنه) درد ورك او آرام شو. (2)

دوى دواړه درې شپې يعنى د جمعې، هفتې او يكشنبې شپې په غار كې پټ وو (3).

د ابوبكر زوى عبدالله (رضي الله عنهما) به د شپې له دوى سره ويده كيده. عائشه (رضي الله عنها) وايي: عبدالله (رضي الله عنه) تنكى، پوه او زيرك ځوان وْ سهار د وخته به له دوى نه راووت، او داسې وخت به مكې ته رارسيده چې ګومان به كيده شپه يې همدلته تيره كړيده.

او قريشو به چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په خلاف كومې خبرې كولې، ټولې به يې اوريدلې ځان به يې ورباندې پوهاوه او بيا به د شپې په تياره كې دوى ته ورتله او دا خبرې به يې ورسولې. د ابوبكر (رضي الله عنه) غلام (عامر بن فهيره) به رمه پووله، او كله به چې شپه پخه شوه، نو رمه به يې د غار خولې ته راوستله، او د غار دواړو ملګرو به شيدې څښلې او ارام به ويده كيدل، او عامر به بيا سهار وختي رمه بيرته بيوله. هغه دا درې واړه شپې همداسې كول (١) او د سهار له خوا به يې رمه په هغه لاره بيوله په كومه به چې عبدالله بن ابوبكر (رضي الله عنهما) تللى وْ تر څو د هغه پلونه ړنګ كړي اثر او نښه يې پاتې نه شي. (٢)

د قريشو منډې ترړې

هلته د توطئې د تطبيق د شپې په سهار قريش له خپلې ناكامۍ او د رسول (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) له نجات نه باوري شول نژدي وو چې ليونيان شي، لاره ورنه ورك شوه، لومړى خو يې علي (رضي الله عنه) راونيوه ښه يې وواهه، كعبې ته يې يووړ او هلته يې بندي كړ تر څو د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په هكله معلومات ورنه واخلي. (٣) او كله يې چې له علي (رضي الله عنه) نه څه بود (تر لاسه) نكړل، نو د ابوبكر (رضي الله عنه) كور ته ورغلل دروازه يې ور وټكوله د ابوبكر لور اسماء (رضي الله عنها) راووته، دوى ورته وويل: پلار دې چيرته دى؟ دې ځواب وركړ، والله كه خبره وم چې پلار مې چيرته دى. پدې ځواب سره خبيث ابوجهل داسې كلكه څپيړه وركړه چې د غوږ لښتۍ يې ايسته ولويده. (٤)

قريشو د يوې عاجلې او فوق العاده غونډې په نتيجه كې فيصله وكړه چې بايد د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري د نيولو لپاره يې ټول وسايل او امكانات په كار واچول شي، نو فوراً يې له مكې نه د باندې وتلې ټولې لارې تر كلكې وسله والې څارنې لاندې ونيولې، او اعلان يې وكړ هر چا كه هغوى دواړه مړه يا ژوندي دوى ته راوستل، نو دوى به د هريوه په بدل كې سل اوښان جائزه وركړي. (١)

ددې لويې جائزې له اعلان نه وروسته ټولو خپلې هڅې ګړندۍ كړې، پلي او سپاره او پل پيژوندونكې يوې خوا بلې خوا ته خواره شول، غرونه، دښتې، خوړونه او درې يې پلټلې، خو ټول نامراده وو او هيڅ يې په لاس نه ورتلل.

ځنې پلټونكي ان د غار خولې ته ورغلل، خو الله پخپل كار كې غالب او برلاسى دى. امام بخاري له انس او هغه له ابوبكر (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: زه له نبي (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره په غار كې وم، كله مې چې سر راپورته كړ كه ګورم چې د خلكو پښى راته ښكاريږي، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته مې وويل: كه د هغوى كوم يو هسې لاندې وګوري نو مونږ به ويني. ده وفرمايل: ‏[‏اسكت يا ډبا بكر، اثنان، الله ثالثهما‏]‏، وفي لفظ‏:‏ ‏[‏ما ظنك يا ډبا بكر باثنين الله ثالثهما‏]‏‏.‏ چپ يا ابوبكره! مونږ دوه يو دريم مو الله دى، او په بل لفظ كې راځي: ابوبكره! د هغو دوو كسانو په هكله څه ګومان كوې چې دريم يې الله دىگ. (3)

دا يوه معجزه وه چې الله تعالى خپل رسول پرې مشرف كړ، پلټونكي بيرته نا مراده ورنه وګرځيدل پداسې حال كې چې دده (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او هغوى تر مينځ يوازې څو قدمه فاصله وه او بس.

د مدينې په لار

كله چې د لټې او پلټنې هلې ځلې غلى شوې، او قريش له دريو ورځو مسلسلو خو بې نتيجې منډو، ترړو نه وروسته څه نا څه آرام شول. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې له غار نه د وتو تياري ونيوله.

دوى له مخكې نه له عبدالله بن اريقط الليثي سره چې په صحرايي لارو پيژندنه كې يې خاص مهارت درلود د پيسو په مقابل كې مدينې ته د رسولو خبره كړې وه. نوموړى هغه وخت لا مشرك وْ، خو دوى ته د اعتماد وړ وْ خپلې اوښې يې ورته سپارلې وې او دا وعده يې ورسره كړې وه چې درې ورځې وروسته به د غار خولې ته راځي. همدا وه چې عبدالله بن اريقط د دوشنبې په شپه د هجرت د لومړي كال د ربيع الاول په لومړۍ نيټه چې د (622م) كال د سپتمبر له (16) مې سره سمون خوري اوښې د غار خولې ته راوستې. ابوبكر (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته وويل: پلار مې له تا قربان شه يا رسول الله! له دې دوو اوښو نه يوه د تا، او هغه بهتره اوښه يې ور وړاندې كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ورته وويل سيي ده خو په بيه.

پدې وخت كې اسماء بنت ابې بكر (رضي الله عنهما) ورته د لارې توښه راوړه، خو ددې د تړلو لپاره يې څه نه وْ ورسره راوړي، او كله چې دوى د سفر اراده وكړه اسماء (رضي الله عنها) څه پيدا نكړل چې هغه توښه پكې وتړي، نو فوراً يې د خپلې ملا كمربند دوه ځايه كړ، په يوه ټوټه يې خوراك وتاړه او بله يې تر ملا كړه او په دې سره ذات النطاقين وبلله شوه. (١)

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) روان شول، عامر بن فهيره هم ورسره وْ او لارې پيژندونكي_ عبدالله بن اريقط د بحر د غاړې (ساحل) لاره غوره كړه او همداسې مخكې لاړل.كله چې له غار نه ووتل لومړى د جنوب پلو ته د يمن په لور لاړل، بيا د بحر د غاړې په خوا د غرب (لويديز) لوري ته راوګرځيدل او مخكې لاړل تر څو داسې لارې ته ورسيدل چې عام خلك به نه ورباندې تلل، بيا د شمال لوري ته وګرځيدل او د سرې بحيرې غاړې ته نژدې په داسې لار روان شول چې له كوم يوه سړي پرته بل هيڅوك هم نه ورباندې تلل.

ابن اسحاق د هغو ځايونو نومونه ذكر كړيدي له كومو نه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په دې سفر كې تير شويدى. هغه وايي: لارې پيژندونكي لومړى هغوى د مكې په لاندينۍ برخه كې بوتلل، بيا د ساحل په لاره روان شول او د عسفان په لاندينۍ برخه كې يې لاره غوڅه كړه، بيا د امج په لاندينۍ برخه كې روان وو او كله چې له قديد نه تير شول،نو بيا يې لاره غوڅه كړه، همداسې مخكې د خرار په لاره لاړل بيا په ثنيه المره او ورپسې په لقفا او بيا د لقف له بيابان نه تير شول، ورپسې يې د مجاح بيابان (دښته) ونيوه، بيا د مجاح له ګرزندي (موړ) نه پورې وتل او د ذي الغضوين ګرزندى يې ونيو په ذي كشر ورننوتل او داسې په جداجد بيا په اجرد، ذاسلم او د اعداء له لارې د تعهن په دښته او مخكې په عبابيد او داسې په فاجه بالاخره په عرج راكوز شول، بيا د ركوبه په ښۍ خوا كې له ثنيه العائر نه تير شول، او د رئم په وادۍ كې راكوز شول او مخكې د قبا (1) په لور لاړل.

اوس راځئ د لارې په دوران كې واقع شوې ځنې پيښې تر نظر تيرې كړو:

1- بخاري روايت كوي چې ابوبكر الصديق (رضي الله عنه) وايي: كله چې د شپې (له غاره ووتلو) نو دا ټوله شپه او سبا ورځ تر غرمې مو مزل وكړ، دغه وخت لاره بالكل خالي وه هيڅ لاروى هم نه ليدل كيده، كه ګورو چې يوه لويه پرښه ده او په سيوره يې تر اوسه لا لمر نه وْ راغلى، مونږ همدلته واړول. ما پخپل لاس رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته ځاى برابر كړ، او يو پوستين مې ورباندې اوار كړ او ورته ومې ويل: دلته ويده شه يا رسول الله (ص)! زه به د شا او خوا څارنه او مراقبت كوم. رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ويده شو او ما څارنه كوله، پدې وخت كې مې يو شپون وليد چې رمه يې د پرښې په خوا را روانه كړيده، غواړي زمونږ په شان دلته واړوي، ما ورته وويل: ته د چا يې؟ هغه د مكې يا د مدينې د كوم سړي نوم واخيست. ورته ومې ويل: ميږې دې شيدې لري؟ ده وويل: هو. ورته و مې ويل : آيا لوشې يې؟ و يې ويل: هو، يوه ميږه يې راونيوه تر څو ويې لوشي. ما ورته وويل: دا تى يې له خاورو، ويښتانو او نورو شيانو نه پاك كړه، بيا يې په يوه لوښي كې شيدې راولوشلې. له ما سره يوه چرمې بدنۍ وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به اوبه ورنه څښلې او اودس به يې ورباندې كاوه. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ته راغلم، خو مناسبه مې ونه ليده چې راويښ يې كړم، هملته ورته ولاړم تر څو راويښ شو، نو فورا مې په شيدو لږ اوبه ورواچولې تر څو لاندينۍ برخه يې يخه شوه او ورته ومې ويل: مهرباني وكړه شيدې وڅښه يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)! رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) دومره شيدې وڅښلې چې زه ډير پرې خوښ شوم، بيايې وفرمايل: د حركت وخت ندى؟ ما ځواب وركړ: هو د تګ وخت دى، بيا روان شوو. (2)

2- پدې سفر كې د ابوبكر (رضي الله عنه) عادت دا وْ چې په رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پسې به وروسته په اوښه سپور وْ. او څرنګه چې له عمره پوخ ښكاريده نو د خلكو توجه به هم همده ته وه، او د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په څيره كې د ځوانۍ نښې ډيرې وې، نو د خلكو زياته توجه به نه وه ورته. او همدا وجه وه چې كله به له چاسره مخامخ شول نو لومړى به يې له ابوبكر (رضي الله عنه) نه پوښتنه كوله چې دا سړى څوك دى؟ ابوبكر (رضي الله عنه) به يې په ځواب كې ويل: دا زما لارښود دى، اوريدونكي به داسې ګومان كاوه چې دا لار ښيي په کومه چې روان دي، خو دده مراد به هغه د خير او دين لاره وه. (١)

3- سراقه بن مالك چې د هغوى په لټه پسې وتلى وْ وايي: زه د خپل قوم بني مدلج له خلكو سره ناست وم چې له دوى نه يو سړى راغى راته ودريده او ويې ويل: اې سراقه! ما همدا اوس له ساحل سره څو كسان وليدل، فكر كوم چې هغه محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې دي. سراقه وايي: زه پوه شوم چې دا كسان همدوى دي، خو ده ته مې وويل: دا هغوى نه شي كيدلاى، او دا تا چې څوك ليدلي هغه فلانى او فلانى دي چې زمونږ له مخې تير شول، بيا څه وخت همدلته مجلس كې پاتې شوم، وروسته پاڅيدم او كور ته لاړم. خپلې وينځې ته مې امر وكړ، چې آس وباسي او هلته د غونډۍ شا كې راته انتظار وکړي. ما خپله نيزه راواخيسته او د كور له وروستنۍ دروازى نه پداسې حال كې ووتلم چې د نيزې څوكه مې په ځمكه لګوله او پورتنۍ خوا مې يې هم كښته نيولې وه، آس ته ورغلم ورباندې سپور شوم او پوه شوم چې هغه مې د معمول په شان په منډو منډو مخكې وړي ان تر دې چې دوى ته ورلنډ شوم، دلته مې آس بودري وكړه او زه ورنه راپريوتم، بيا راپورته شوم توبرې ته مې لاس كړ او د فال غشي مې ورنه راوايستل، فال مې ورباندې واچوه چې آيا دوى ته زيان ور ورسوم او كه نه؟ نو هغه غشي راووت چې زما خوښ نه وْ، خو ددې غشي پروا مې ونكړه، په آس سپور شوم او په چټكۍ سره يې دوى ته دومره ورلنډ كړم چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د قرائت آواز مې واوريد. هغه خپل قرائت كاوه هيڅ بل طرف ته يې التفات نه كاوه، خو ابوبكر (رضي الله عنه) ډير يوې خوا بلې خواته كتل، پدې وخت كې زما د آس پښې ان ترګونډو په ځمكه كې خښې شوې زه هم ورنه ولويدم، بيا مې آس وواهه او هغه په ډير مشكل سره خپلې پښې راوايستلې كله چې نيغ ودريد، نو د پښو له نښانو نه يې د دود په شان ګرد پورته شو، دلته مې بيا په غشو فال واچوه، بيا هغه غشى راووت چې زما نه وْ خوښ، نو د امان غږ مې ورباندې وكړ. هغوى راته ودريدل، ما په آس پښه ورواړوله او ورغلم او هغه وخت چې زه له دوى نه منع كړى شوى وم، نو دا خبره مې په زړه كې پخه شوې وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) به غالب او امر به يې برلاسى كيږي، ورته ومې وويل: ستا قوم ستا په سر جايزه ټاكلې ده، او لدينه مې هم خبر كړ چې خلك دده په هكله څه نيت او اراده لري، او خپل زاد او توښه مې ور وړاندې كړه، خو هغوى څه ورنه وانخستل نه يې تكليف راكړ او نه يې د څه سوال رانه وكړ، يوازې دومره يې راته وويل: چې حال پټ ساته. ما ورته وويل: د امن خط راته وليكه، نو عامر بن فهيره ته يې د خط ليكلو امر وكړ، هغه د پوستكي په يوه ټوټه خط وليكه، بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) مخ په وړاندې لاړ. (1)

پدې هكله له ابوبكر (رضي الله عنه) نه هم يو روايت را نقل شويدى هغه وايي: مونږ روان شوو، او خلك زمونږ په لټه كې وو، خو له سراقه پرته هيچا هم و نه موندو، او كله چې د سراقه آس را لنډ شو ما وويل: يا رسول الله! دا دى دا پلټونكى راورسيده ده وفرمايل: (لا تحزن ان الله معنا) (2)

سراقه بيرته مكې ته ستون شو او خلك لا په تپ او تلاش كې وو، ده ورته وويل: ما مكمل او پوره احوال درته راوړى، نور دلته ستاسې هلې ځلې بې ګټې دي، پدې خوا كې چې څه لازم وْ هغه وشول. (او پدې سره يې خلك راستانه كړل، نوموړى د ورځې په پيل كې د هغوى په لټه پسې وتلى وْ،خو د همدې ورځې په پاى كې د هغوى نګهبان او ساتونكى ګرزيدلى وْ. (3).

4- پدې سفر كې يې د خزاعيه كورنۍ د ام معبد نومې ښځې په دوو خيمو هم ګذر وشو. نوموړې مشهوره او تكړه ښځه وه، زياتره به څرخ په لاس د خيمې په خوله كې ناسته وه، او چې څوك به ورتلل نو د خوراك او څښاك بند وبست به يې ورته كاوه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ملګري يې د څه شي غوښتنه ورنه وكړه، دې ورته وويل: قسم په خداى كه مو څه درلودلى نو ستاسې په ميزبانۍ كې به مو كوتاهي نه واى كړې، زمونږ ميږې هم ډيرې ليرې دي. دغه كال هم ډير وچ وْ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وكتل او د خيمې په كنج يې يوه ميږه وليده، نو يې وفرمايل: ‏[ما هذه الشاۍ يا ډم معبد‏؟‏‏]‏دا څه ډول ميږه ده؟ اې ام معبد! دې وويل: دا د ډيرې كمزورۍ له امله له رمې پاتې شويده. هغه (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏[هل بها من لبن‏؟‏‏]‏شيدې كوي؟ دې وويل: دا له پښو لويدلې او شيدې؟! ده ورته وفرمايل: ‏[ډتډذنين لى ډن ډحلبها‏؟‏‏] اجازه راكوې چې ويې لوشم؟ دې وويل: مور او پلار مې له تا قربان، كه لازم وينې نو ويې لوشه!

نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) پخپل مبارك لاس د هغې غولانځه مسحه كړه، بسم الله يې وكړه او دعا يې ولوستله، يو ځل يې غولانځه ډكه شوه، او پښې يې سره ليرې كړې، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د ام معبد هغه لوى لوښى وغوښت كوم چې د يوه ټولګي لپاره بس وْ، ميږه يې پكې ولوشله تر څو په مورګو يې ځګ ودريد، بيا يې ام معبد ته شيدې وروڅښلې تر څو ښه مړه شوه، بيايې خپل ملګري ماړه كړل په پاى كې يې پخپله وڅښلې، او ورپسې يې ميږه بيا ولوشله تر څو لوښى ښه ډك شو او له دې سره يې پريښود او دوى وخوځيدل.

لږ ساعت وروسته ابو معيد له خپلو كمزوريو، سستو او ډنګرو وزو سره راورسيد، او كله يې چې شيدې وليدلې، حيران شو، خپلې ښځې ته يې وويل: دا شيدې له كومه شوې؟ رمه خو ليرې ده، او په كور كې هم شيدې وركوونكې ميږه نشته. دې ورته وويل: قسم په خداى همدا اوس يو ډير مبارك سړى رانه رخصت شو، چې دا او داسې خبرې يې وې، او حال يې داسې او داسې وْ. ده وويل: هو فكر كوم دا هغه څوك دى چې قريش يې لټوي، نو اې ام معبد راته معرفي يې كړه او نښې يې راته ووايه! دې هم پخپله بليغه ژبه د هغه عظيم صفات داسې ورته بيان كړل كه ته به وايې همدا اوس يې په مخ كې ولاړ دى، د كتاب په پاى كې به دا بيان رانقلوو. ابو معيد وويل: قسم په خداى چې دا د قريشو هماغه ملګرى دى د كوم په هكله چې دوى مختلفې خبرې كوي، زه د هغه د ملګرتيا اراده لرم، او د امكان په صورت كې به حتماً دا كار سرته رسوم.
له بلې خوا هلته مكه كې يو داسې آواز پورته شو چې ټول خلك يې اوري، خو ويونكى يې نه ښكاري دا آواز داسې وْ:

جزى الله رب العرش خير جزائه      رفقين حـلا خيمـتي ام معبد
هـما نـزلا بالبر و ارتحـلا به      و افلـح من امسى رفيق محمد

فيـا لقصـي ما زوى الله عنكم      به من فعال لا يجازى و سؤدد

ليهـن بني كعـب مـكان فتاتهم      و مقعـدها للمـؤمنين بمرصد
سلـوا اختـكم عن شاتها و انائها      فانكم ان تسـالوا الشاة تشهد

[ ترجمه: د عرش مالك الله دې دوو هغو ملګريو ته بهترينه جزا او بدله وركړي كوم چې د ام معبد خيمې ته راغلي وو، دوى دواړه هلته په خير او نيكۍ راغلي وو او بيرته په خير او نيكۍ سره ولاړل، او بريالي دي هغه څوك چې د محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) ملګرتيا كوي، اې قصي! الله تعالى له هغه سره څومره بې مثاله كارنامې او سردارى له تاسې نه يووړه (او يا: مباركې دې وي تا قصي ته چې الله (جل جلاله) د محمد (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په واسطه له تاسې نه يې ساري سرداري وانه خستله). بنو كعب ته دې د دوى د سياه سرې كور او د موْمنانو د نګهداشت ځاى مبارك وى، تاسې له خپلې خور نه ددې د ميږې او لوښي په هكله پوښتنه وكړئ، كه تاسې له هغه ميږې نه هم وپوښتىْ نو هغه به هم شاهدي ووايي.]

اسماء (رضي الله عنها) وايي: مونږ نه و خبر چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) كومې خوا ته تللى، تر څو د مكې له لاندينۍ برخى نه يو جن (پيرى) راغى او دا پورتني ابيات يې وويل، خلك ورپسې ورغلل او ورپسې ورتلل آواز يې اوريده خو هغه يې ليده نه، تر څو هغه د مكې له پورتنۍ برخې نه ووت. اسماء (رضي الله عنها) وايي: كله مو چې دا خبرې واوريدلې نو پوه شوو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د مدينې لوري ته تللى دى. (1)

5- رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) د لارې په اوږدو كې له بريده بن حصيب اسلمي سره هم مخامخ شوى وْ. نوموړى د خپل قوم مشر وْ او د قريشو له طرفه د اعلان شوې لويې جايزې ګټلو په طمعه د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) په لټه پسې وتلى وْ، خو كله چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) سره مخ شو او د هغه مباركې خبرې يې واوريدې، نو په همغه ځاى د خپل قوم له اويا كسانو سره يو ځاى په اسلام مشرف شو، بيايې خپله پګړۍ را خلاصه كړه او د بيرغ په څير يې د نيزې په څوكه كې ټينګه كړه، پدې سره يې دا اعلانول غوښتل چې دا دى د امن او سلامتيا پاچا را روان دى تر څو دا دنيا په عدل او انصاف سره ودانه كړي. (2)

وعن عبد الله بن بريدة أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يتفاءل ولا يتطير، فركب بريدة في سبعين راكبًا من أهل بيته من بني سهم، فلقى النبي صلى الله عليه وسلم، فقال له‏:‏ ‏[ممن أنت‏؟‏‏]‏ قال‏:‏ من أسلم، فقال‏:‏ لأبي بكر‏:‏ سلمنا، ثم قال‏:‏ ‏[مِنْ بني مَنْ‏؟‏‏]‏ قال‏:‏ من بني سهم‏.‏ قال‏:‏ ‏[خرج سهمك‏].

له عبد الله بن بريده‏ نه روايت دى چې رسول (صلى الله عليه وسلم) به بد شګوني نه کوله هر څه يې په نيک فال نيول، د خپل قوم بني سهم له اويا سپرو کسانو سره ووت، کله چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مخ شو، پوښتنه يې ترې وکړه: له کوم قوم نه يې؟ ده وويل: له اسلم نه. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: په امن شوو. بيا يې وفرمايل: له کومې کورنۍ نه. ده وويل: له بني سهم نه. رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: برخه دې ووته.

6- د هجرت په لاره زبير (رضي الله عنه) هم د رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) په ملاقات مشرف شو، زبير (رضي الله عنه) چې له يوې ډلې مسلمانو تاجرانو سره له شام نه راګرزيدلى وْ، رسول الله (صلى الله عليه و اله وصحبه وسلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) ته يو يو جوړ سپينې جامې هديه كړې. (١)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب