د هاضمې ستونزه لرئ؟ په لاندنیو ټکو عمل وکړئ

د هاضمې ستونزه لرئ؟ په لاندنیو ټکو عمل وکړئ

د هاضمې خرابوالی یو له هغو ناروغیو څخه دی چې انسان له ستر خنډ سره مخ کوي او په زیاته کچه د زیات او یا هم له مهال ویش پرته د خوړو خوړلو له امله رامنځ ته کیږي.

دلته مو له یو شمیر هغو لارو سره چې په طبیعي ډول د هاضمې خرابوالی څخه مخنیو کولی شي معرفي کوو:

۱- پروسېس شوي خواړه په لږه اندازه استعمال کړئ.

۲- خپل د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره وساتئ.

۳- ډیر زیات حرکت وکړئ.

۴- له مضر غوړ څخه ځان وساتئ.

۵- هغه خواړه چې خپل ترکیب کې زیاته اندازه فایبر لري استعمال کړئ.

۶- د بدن مناسبه اندازه وزن وساتئ.

۷- خواړه په مکمل ډول له ژولو وروسته تیره کړئ.

۸- میده شوې خواړه او یا نرمه خواړه زیاته استعماله کړئ.

۹- پر خپل وخت او مهال ویش پر بنسټ خواړه وخورئ.

۱۰- له ذهني فشار څخه د ځان ژغورلو او یا خلاصون هڅه وکړئ.

۱۱- د خواړه خوړلو پر مهال ساړه مشروباتو له څښلو څخه ځان وساتئ.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب