د نېکمرغۍ راز
یو وخت په یوه ښار کي یو نېک تاجر اوسېده، چي یو ځوان زوی یي درلود او همیشه به یي له غم، خفګان او بدۍ څخه شکایت کاوه.
تاجر غوښتل خپل زوی ته د نیکمرغۍ راز وښیي، نو یي لازمه وبلله چي خپل زوی د وخت مشهور حکیم ته واستوي ترڅو د نیکمرغۍ راز ورته وښیي.
ځوان زوی يي حکیم ته د ورتګ پر مهال ډیر پیاده مزل وکړ، کله چي د حکیم ماڼۍ ته ورسید، نو یوه لویه، لوړه او په ونو او ښایسته باغچو احاطه شوي ماڼۍ يي ولیده، داسي لکه د جنت یوه برخه چي وي.
ځوان چي کله د حکیم ماڼۍ ته ننوت، نو د حکیم شاوخوا یوه لویه ګڼه ګوڼه وه، دخپل نوبت تر رارسیدو پوري یي ډیر انتظار وکړ.
ځوان خپله مسئله حکیم ته وړاندي کړه، او ورڅخه یي وپوښتل: کولای شې ماته د نیکمرغۍ له راز څخه خبر راکړې؟
حکیم د ځوان د آګاهۍ او بېدارۍ لپاره چوپ شو… او له لږ فکر کولو وروسته یي ځواب ورکړ: اوس له ما سره کافي وخت نشته ترڅو دا راز تاته وښیم، البته کولای شې بهر لاړ شې او د ماڼۍ په اطرافو کي سیر او د باغونو سیل وکړې، وروسته له دوو ساعتونو څخه بېرته ماته راشه ترڅو د نیکمرغۍ راز درته وښیم، خو پدې شرط چي د غوړیو نه ډکه یوه څمڅه درسره واخلې او په داسي حال کي یي واپس بېرته راوړې چي یو څاڅکی هم ورڅخه نه وي توی شوی.
ځوان بهر شو او د ماڼۍ په اطرافونو او ناحیو کي یي ګرځېدل پیل کړل.
له بشپړو دوو ساعتونو وروسته حکیم ته واپس راغی.
حکیم ورڅخه وپوښتل: آیا د ماڼۍ په منځ کي دي هغه ښایسته او له ګلونو ډکه باغچه ولیده؟
ځوان ځواب ورکړ: نه
حکیم بیا ورڅخه وپوښتل: ایا هغه د ماڼۍ ښایسته کتابخانه چي له قیمتي کتابونو څخه ډکه ده ولیده؟
ځوان ځواب ورکړ: نه
حکیم بیا وپوښتل: ایا هغه ښایسته او ارزښتمندي تحفې چي د ماڼۍ طرفونه ورباندي ډک وو ولیدې؟
ځوان بیا ځواب ورکړ: نه
حکیم ورڅخه وپوښتل: ولي؟
ځوان ځواب ورکړ: په ساده ګۍ سره! ځکه چي ما د غوړيو د توییدو له ویرې د غوړیو له څمڅۍ نه هیڅ سترګې پورته نه کړې نو ما په ماڼۍ کي زما شاوخوا هیڅ ونه لېدل.
حکیم ورته وویل: بیرته وګرځه! او څه چي مي درنه وپوښتل هغه ټول وګوره او بېرته ماته راشه!
ځوان هم هماغسي وکړل څنګه چي حکیم ورته امر کړی وو.
ځوان د ماڼۍ د ښایست او ښکلا له لیدلو وروسته بیرته حکیم ته راوګرځېد.
حکیم ورڅخه وپوښتل: راته ووایه اوس دې څه ولیدل؟
ځوان په داسې حال کي چي ژر ژر یې ساه اخیستله د هغه زینت او ښکلا کیسه شروع کړه کوم يې چي لیدلی وه.
حکیم د ځوان په لاس کي د غوړیو څمڅې ته وکتل، ویي لیدل چي غوړي له څمڅې څخه توی شوي دي، نو ځوان ته یي وویل: وګوره! زویکیه! همدا د نیکمرغۍ راز دی.
پدې نړۍ کي چي موږ ژوند کوو الله تعالی موږ ته ډیر نعمتونه او ښکلاوي پیدا کړې دي، بلکي موږ اکثره وخت له هغو څخه نا خبره یو او نه یي وینو، او د دې سبب دادی چي موږ په وهمونو او کوچنیو مسائلو مشغول یو.
نیکمرغي دا ده چي نعمتونه وشمیرې، اندازه یي کړې او غوږ ورته کیږدې.
خپلو کوچنیو وهمونو ته پاملرنه مه کوه! نو څرنګه چي د نعمتونو او ښکلاوو طرف ته پاملرنه او توجه وکړې، نو ژر ده چي ټول غوړي به له څمڅۍ څخه توی شي، چي همدا وهمونه او غمونه دي.
د الله تعالی نعمتونه وشمېره او
د خالق جل جلاله شکر ادا کړه!…
د عالمیانو پالونکي لره حمد او ثنا ده…
ژر ده چي ته به د ځمکي پر سر یو ځل بیا ژوند وکړې!
که خطا درنه وشوه نو عذر وړاندې کړه او بخښنه وغواړه!
کله چي خوشحال شوې عبرت او پند واخله!
سخت او غلیظ کېږه مه!
او ډېره مهمه دا ده چي په ځان کي بغض، حسد، دښمني او بدۍ مه ساته!
له الله تعالی سره اوسه، الله تعالی به له تا سره وي.
【كن مع الله يكن معك】
ژباړه: سید احمد روحاني