د نکټايي طبي اضرار

د CNN په یورپوټ کی ویل شوی، چی نوی تحقیقاتو ښودلی چی دنکټایی تړل کومه چی ډاکټران یی هم تړی، کڅه هم کله کله په ظاهره کی څه فیش اوموډ هم لری، خوکله کله داسی دمختلفو جراثیمو اومیکروبونو دتولید مرکز اوځای ګرځی چی دانسان صحت دخطر سره مخامخ کوی.

ستیفن نیرکن ، چی خپل نهایی تحصیلات یی دامریکی په یوپوهنتون کی کړیدی، وایی: دنکټایی په هکله د(طبی) بحث کولو اوتحقیق مفکوره هغه وخت راته پیداسوه، چی کله می د ” نیویورک کوینز” په شفاخانه کی خپله دامتحان دوره تیروله، ځکه ماهلته ولیدل چی ټوله ډاګټران نکټایی تړی.

د”اسوشیتد پرس ” درپوت پربنیاد ډاکترنیرکن 27 کاله دا ویل: کله چی ډاګټران دمریض دمعاینی کولو لپاره سرکښته کوی، نواکثره اوقات ددوی نکټایی یادمریض سره اویادهغه دبستر سره تماس نیسی چی په نتیجه کی ډیر مکروبونه اوجراثیم پوری مښلی.

اوس کڅه هم ډاکتران وروسته تردی چی پرمریض باندی آثار دمریضی ووینی خپل لاسونه پریوی، مګر اکثره اوقات دوی دیته نه خلاصیږی چی خپله نکټایی دی هم پریوی چی بیایی لاسونو ته هغه مکروب ورنسی چی په نکټایی پوری مښتئ دئ.

نوموړئ زیاتوی: داچی ډاکتران خپله نکټایی دمریض دکتلو وروسته نشی پریولای اواصلاح کولای، په مکروب باندی ددوی دآلوده کیدلو خطر نورهم ډیره وی.

نوموړی دخپل نظریی دتأیید لپاره د دوڅلویښت ډاکترانو اوپه شفاخانه کی دلابراتوار دځینو نورو کارکوونکو نکټایانی د طبی څیړنی لپاره وړاندی کړی چی په نتیجه کی دا معلومه شوه، چی د20 نفرو یعنی 48 % نکټیایانو حد اقل یوقسم دمکروب دځانه سره درلودئ.

اوددی تحقیق سره همزمان نوموړی پرلسو نکټایانود نګهبانانو دشفاخانی اودځینو نورو هغو خلګو چی دمریضانو سره یی هیڅ نوع ارتباط نه درلودئ تحقیق اوڅیړنه وکړه چی په نتیجه کی داورته معلومه سوه چی یوی نکټیایی دځانه سره مکروب درلودئ.

دنوموړی دغه تحقیقاتو ډیر اعتراضونه راوپارول چی دډاکترانو دنکټایی تړل شاید دمریضانو صحت ته هم خطرمتوجه کړی.

[ http://travel.maktoob.com/vb/travel55943/]

داکتر “سیعد شلبی ” چی دمصر دقومی څیرنیز مرکز استاد دئ، توصیه کوی چی په ګرمۍ کیدی نکټایی نه تړل کیږی، ځکه دنکټایی په تړلوسره اوبیاپه خاصه توګه کله چی ټینګه تړلی وی جریان دوینی د غدۀ درقیه مختل کیږی چی په نتیجه کی دهغی پرافرازاتو باندی تأثیرایږدی. نوموړی زیاتوی هغه مریضان چی ده غدۀ درقیه په مریضۍ اویادصرع ، عصبی تشنج،داینۍ اوشکری په مریضی باندی مبتلاء وی هغوی ته دنکټایی تړل ډیر خطرناک دئ.

[ http://travel.maktoob.com/vb/travel55943/]

ډاکتران وایی: ټینګ تړل دنکټایی کله کله خطر دړندیدلو ډیروی، ځکه چی تنګ والی دنکټایی ددی خطر ډیروی چی دانسان سترګی دی د شنواوبو(ګلوکوما) په مریضی باندی اخته شی یعنی دنکټایی په ټینګ تړلوسره جریان دوینی دسر اوزړه ترمینځ ستونزمن کیږی چی په نتیجه کی دسترګوپر رګونو باندی فشار راځی چی هغه ته په علمی اصطلاح کی ” ګلوکوما ” وای، چی بالاخره سترګی ړندیږی، او نوموړی ناروغی دسترګو دړندیدلو ترټولو لوی اوغټ سبب دئ ځکه تنها په امریکاکی تقریبا دری ملیونه خلګ پدغی ناروغۍ باندی اخته دی سره ددی چی عمر یی هم کم دئ.

ډاکتر” روبرت ریتش ” چی دامریکا دنیویورک ښار دسترګو په شفاخانه کی کارکوی، وایی: دنکټایی ټینګ تړل په ټولو روغو خلګو کی دسترګو دنینک فشار لوړوی، اوهمدا راز په هغو خلګوکی چی د ” ګلوکوما ” په مریضی باندی مبتلاء دی، او امکان لری چی په تشخیص اومعالجی کی دګلوکومادی هم تأثیر کښیږدی،(یعنی یادی پوره تشخیص ونسی اوکه یی تشخیض وسی علاج یی ستونزمن کوی) او نتائجو داسی ښودلی ده ، چی 60% هغه مریضان چی په ګلوکوما باندی اخته دی، او70% هغه خلګ چی جوړدی ددوی دسترګو دوینی فشار وروسته ترټینګ تړلو دنکټایی پورته تللئ دئ. اوپه سترګو کی دوینی دفشار لوړوالئ دهغه اساسی عواملو او اسبابوڅخه دئ چی کله کله دسترګو عصبی سیستم بیخی دمنځه وړی اودسترګو لیدل ورسره ختم کیږی، او علاوه پردی باندی چی دنکټایی ټینګ تړل انسان په ګلوکوما ناروغۍ باندی مبتلاء کوی، کله کله داسی کیږی چی دسترګو دمعاینی کولو په وقت کی دی تشخیص دناروغۍ هم غلط را ووځی.

دایټالیا دروغتیاوزارت ویلی: دنکټایی ایسته کول ډیر کمک کوی دهغه مبارزی سره چی په نړۍ کی دحرارت د درجی دلوړوالی په مقابل کی کیږی، همدا راز نوموړی اداری دکار دخاوندانو څخه غوښتنه کړی چی خپلو کارګرو ته دی اجازه ورکړی چی په دوبی کی عادی کالی واغوندی ترڅو دهوا دیخ کوونکو ماشینونو دچالانه کیدلو کچه را کښته سی ، کوم چی په اقتصادی لحاظ دبریښنا په استعمال کی اودمحیط په ساتنی کی مؤثر تمامیږی، نوموړی اداری ټولو عامه اوخصوصی دفاتروته لارښوونه کړی چی خپل کارګروته دی اجازه ورکړی چی په ډیری ګرمی کی نکټایی ونه تړی.

یوه مالیزیایی طبی ټولنه وایی: دنکټایانو تړل غیر صحی کاردئ ځکه چی نکټایی سبب دانتقال دډیرو مکروبونو کیږی دیوه شخص څخه وبل شخص ته په خاصه توګه ځنی ریوی او دوینی امراض چی کله کله یی سبب همدغه نکټایی کیږی.

[ http://www.asrare.com/man/164.html ]

اوس چی داثابته شوه چی نکټایی دانسان لپاره ډیر ضررونه لری، نویقینی خبره ده چی هغه تردی حدیث اوفقهی قانون لاندی راځی: لاضرر ولاضرار فی الإسلام.

یعنی په اسلام کی ځان اوبل چاته ضرر رسول نشته، اوس دلته په تړلو کی دنکټایی کوم ضرورت هم نشته ، چی څوک دی پدی قانون باندی استدلال ونیسی، الضروریات تبیح المحظورات، یعنی ضرورتونه ممنوعه شیان روا کوی، ځکه دنګټایی تړل په هیڅ یوه وقت ضروری ندی، غیر له هغه صورت څخه چی مجاهدین یی ددی لپاره په غاړه کی چی کفار دوکه کی او پرهغوی باندی حمله وکړی پدی صورت کی هیڅ مشکل نشته، ځکه ” الحرب خدعة ” یعنی جنګ خطاایستل دی، نو په جنګ چی هرډول کیږی باید مسلمان کوشش وکړی چی کافران خطاباسی، خوهغه څوک چی په یوی اداری کی دکارکولو لپاره دنکټایی تړل ضروری ګڼی، نوداځکه نه رواکیږی، چی دوظیفه دلاسته راوړلو لپاره انسانته نه رواکیږی چی دکفارو کالی واغوندی اویا دهغوی سره ځان مشابه کړی، ځکه دانسان رزق اوروزی په یوه ځانګړی وظیفه اومسئولیت کی ندئ ، بلکه دهرمشروع لاری څخه انسان کولای شی ، ځانته دخپل کور اعاشه پیداکړی. چی همدغه شرعا دانسان شرعی مکلفیت دئ.

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب