د نړیوال اقتصاد پر وړاندې لوی او اساسي تهدیدونه څه دي؟

د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکي(Michael Spance ) د نړۍ اقتصاد پر وړاندې راتلونکي پیښیدونکي تهدیدونه داسی څیړلي دي.

مایکل سپنس(Michael Spance ) د نیویارک پوهنتون د اقتصاد استاد او د اقتصاد په برخه کې د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکی پدې باور دی چی د اوس لپاره د نړۍ په اقتصاد کی د توازن نشتوالی د تشویش وړ ندی بلکه تر دې هم جدي ګواښونه شته دي کوم چی د نړۍ اقتصادي رشد او پرمختګ یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه د نړۍ د اقتصاد په اړه یوه مقاله کې داسې لیکي دي ( دمعمول سره سم د اوړي موسم د استراحت وخت دی چی په اساس یی کولی شو د روزمره ژوند له ستونزو او خطراتو سره په ښه توګه مبارزه وکړو او ځان لیرې ترې وساتو خو په سږ کال اوړي کی داسې ممکنه نده ځکه چی زمونږ ژوند ورځ تر بلې مخ په سختی روان دی او د زیات نه زیاتو ستونزو لخوا تهدیدیږو ). ښاغلی سپنس پدی باوري دی او وایي چې د ۲۰۰۸میلادي کال مالي بحران راپدیخوا د نړیوال اقتصاد په اړه بحثونه د اقتصادي توازن دنشتوالي په موضوع باندې زیات متمرکز دي او نوموړی عامل دنړۍ د اقتصادي رشد پر وړاندی یو ستر خنډ ګڼل کیږي . خو اوس مهال دسیاسي امنیت نشتوالی، هره ګړۍ د نظامي شخړو خطر او د هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکو اړیکو ته رسیدلي تاوانونه تر ټولو اساسي ګواښونه دي کوم چه د نړۍ اقتصاد ته مواجه دي.

د اسیا په ختیځ کې د چین او جاپان تر منځ د لانجمنو سیمو پر سر لانجې د جاپان د مخ پر ودې خو ملا ماتوونکي اقتصادي تهدید باندی بدلې شوې دي.

همدارنګه د چین او امریکا تر منځ سایبري جګړه یو بل خطر او عامل دی کوم چی د نړۍ ددغه  دوه لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ یې اړیکې خړې پړې او د خطر سره مخ کړې دي. ددې سره سره منځنی ختیځ هم په داسې بی ثباته حالت کی واقع دی  کوم چی منفي اقتصادي تاثیرات یې نه یوازې په منطقه کي‎ې بلکه د نړۍ په کچه  محسوسیږي. تر څنګ یې د اروپا اقتصادي رشد د انرژی امنیت او منطقه یي ثبات هم د اوکراین د بحران او روسیې او غرب ترمنځ د مخ په زیاتیدونکو شخړو تر سیورې لاندې راغلی دی. د اقتصاد په برخه کښې د ۲۰۰۱ میلادي کال دنوبل جایزې ګټونکی باوري دی سره ددې چی د نړۍ اقتصاد د توازن په برخه کی له مربوطه ستونزو سره مخ دی تر څنګ یې د امریکا د اقتصاد په اړه وروستي معلومات هم د تشویش وړ دي (مغشوشوونکي دي.

خو سیاسي او بې امنیتي بی ثباتۍ د نړۍ په هر ګوټ کی داسې کچې ته رسیدلې دي چې  پانګه اچوونکي یې په تشویش او پانګه اچوونه یې د خطر سره مخامخ کړیده په خاصه توګه د  مختلفو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې داسې کچې ته رسیدلې دي چې ممکنه نده دنړۍ د یوې سیمې د بې ثباتۍ اغیزې د د نړۍ به بله برخه کی محسوسې نشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب