د نوي زېږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي؟

سنت دا ده چې د ماشوم  د پاره په اوومه ورځ عقېقه و شي دهلک له لوری ېو يا دوهګډوری (څيرلی ) دنجلی له لوری ېو ګډوری حلال کړی ،همدارنګه به دکوچنی وېښتان کل کړی او له وزن سره سم به يې سپين زر خېرات کړی ،او په همدی اوومه ورځ يا د اوو کلونو په عمر کی دننه ختنه يا سنت کړی ،اوهمدارنګه دهغه لپاره به ښه اسلامی نوم وټاکی .

له حسن بن سمره نه روايت دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (کل غلام مرتهن بعقيقته، تذبح عنه يوم السابع و يحلق رأسه و يسمي) «هر نوی زږيدلی د هغه د عقيقې په خاطر کرو دی ، چې بايد په اومه ورځ د هغه د عقيقې ذبح ، د سر د ويښتانو خريل او په هغه باندې نوم ايښودل تر سره شي ».ابن ماجه

ابو رافع روايت کوي : کله چې حسن رضی الله عنه دنيا ته راغی جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم بې بې فاطمې رضی الله عنها ته و فرمايل : (احلقي رأسه، و تصدقي بوزن شعره فضة علي المساکين) « د سر ويښتان يې وخريه او د هغه په وزن سپين زر مساکينو ته صدقه کړه ». [الإرواء 1175]

آن لاين اسلامې لارښود

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب