رسول علیه السلام فرمایي ” من حُسْنِ إسلامِ المرءِ تَركَهُ ما لا يَعْنِيه – یعنې د نیک مسلمان نښه او غوره کرکټر همدا دی چې د نورو په چارو کې له لاس وهنې پرهیز کوي او په هغه څه کې ځان نه ورګډوي چې په ده پورې اړه نلري” دا لنډ او مبارک حدیث د ټولنیز ژوند او خپلمنځي اړیکو بنسټ، د متقابل درناوي په رجه برابروي او خپل امت ته په ګوته کوي چې د یو مؤمن عمده صفت د نورو په چارو کې نه لاسوهنه ده. همدارنګه پدی حدیث کې د وخت اهمیت څرګندیږي چې مسلمانان باید خپل وخت او استعداد عبث نکړي. د انساني طبیعت تومنه همداسی ده که چیری په ښو او نیکو چارو کې مصروف نشي نو د بدۍ او شر خوا ته یی بیایي.یوه ورځ یو سړی حضرت پیغمبر (ص) ته راغی او ورته یی مخ کړ چې یارسول الله! زه پخپل قوم کې یو عزتمند او منلی سړی یم، ما ته څه حکم او پیغام دی چې خپل ولس ته یی یوسم؟ هغوئ ورته وفرمایل ( دوئ ته امر وکړه چې یو په بل باندی سلام اچوي او لږې خبرې دی کوي، مګر دا چې په دوئ پوری اړه ولري) که ځینی خلک پدی خاطر ځانته د لاسوهنې حق ورکوي چې ګواکې مداخله، د مشورې، امر بالمعروف یا نهې عن المنکر په څیر ده، نو ګمان یی کړی. ځکه مشوره د خیر په نیت او د غوښتنې په صورت کې ورکول کیږي، مګر لاسوهنه له غوښتنې او موافقې پرته وي او تیری بلل کیږي.په شریعت کې، له بل هر دین او تمدن څخه زیات پدی ټینګار شوی چې مذهب، سیاسي لید لوری، کلتور، دودونه، لباس، خواړه، ناسته پاسته او د سفر لوری، د هر چا خپله خوښه، ذاتي انتخاب او مدني حق دی. حتې مور او پلار نشي کولای خپل بالغ اولاد چا ته په زور او د هغه یا هغې له رضا او موافقې پرته چا ته په نکاح کړي. له همدی امله، کوم وګړي چې د نورو په کارونو کې مداخله کوي خلک ورڅخه ځان ساتي، خوا ته یی نه ورځي او پدی ډول په ټولنه کې ګوښی او یواځی پاتې کیږي.کله چې حضرت عمر بن عبدالعزیز خلیفه شو، نو د لمړنۍ خطبې لپاره یی د خپل دربار او ښار مشهور خلک راټول او داسی یی ورته وویل: ای زما ولسه، که څوک غواړي چې له ما سره یاري او همکاري وکړي نو دا څو ټکي به له ما سره مني، کنه نو ما ته دی نه را نژدی کیږي. د هغه چا عریضه به ما ته راوړئ چې پخپله یی نه شي راوړلای. له ما سره د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ او هغه چارې ما ته په ګوته کړئ چې زما ورته نه فکر کیږي. زما په مجلس کې به څوک غیبت نکوي او په هغه څه کې به ګوتې نه وهۍ کوم چې په تاسو پوری اړه نلري)له بلې خوا، امام شافعي خپل دوست ربیعه ته وایی: د بل په کار کې کار مه لره او هغه څه مه وایه چې په تا پوری اړه نلري، ځکه خبره ترهغې ستا جایداد دی چې لا ستا په خوله کې وي.ولي الله ملکزی