د نورو تمدنونو په اړه د اسلام دريځ: ښه ترې راخلو بد پرېږدو
تمدن او د تمدن په هکله د اسلام دريځ.
تمدن تعریف:
تمدن اصلاً په يو ځاى کې اوسېدو او په ښارونو او پلازمېنو کې هستوګنې ته ويل کېږي.
بيا د هغو چارو لپاره اصطلاح وګرځېده چې انسان يې د ژوند په مختلفو (عقلي، اخلاقي، مادي، روحي، ديني او دنياوي) اړخونو کې سر ته رسوي، او په دې اصطلاح تمدن د مدنيت سره ورته والى پيداکوي.
تمدن د امت د عقيدې او د نړۍ، انسان او ژوند په هکله د انسان د نظريې په اساس منځ ته راځي او هر تمدن ځينې صفات لري چې ورته ځانګړتيا بخښي.
نړۍ بشپړ وحدت تمثيلوي چې هر جزيي د بل څخه اغيزمن کېږي. نننۍ نړۍ چې د پرمختللو وسايلو او تکناکوجۍ له برکته د يوه کلي بڼه غوره کړې ده، د لېزد د آسانتيا او د تليفون، انترنټ او مصنوعي فضايي سپوږمکيو له لارې د اړيکو له امله د يوه امت تمدن د بل امت له تمدن څخه د ضعف او قوت له حيثه اغيزمن کېږي، چې ضعيف او مغلوب تمدن د قوي او غالب تمدن څخه زيات اغيزمن کېږي، لکه چې علامه ابن خلدون (رح) وايي: ((مغلوب په خپلو شعائرو، دين او طريقو، عوائدو، شعار او نورو احوالو کې د غالب متابعت او پيروي ته حريص او اړ دى.))
له هم دې امله د اسلام اړيکې په خپل ځلانده دور کې د نورو تمدونونو سره د فاتح غالب او د مغلوب د اړيکو بڼه درلوده. خو کله چې د نولسمې ميلادي پېړۍ په لومړيو کې مسلمانان ضعيفه شول او لويديځ قوت پيداکړ مسلمانانو ته د لويديځ څخه د نقل د اړتيا احساس پيدا شو، لکه چې د مسلمانانو څخه لويديځ هيوادونو ته ورغليو د تعليي ډلګيو څخه ځينې د هغه څه له امله چې په اروپايي ټولنو کې يې وليدل د اغيزې لاندې راغلل؛ نو کله چې اسلامي هيوادونو ته راوګرځېدل د لويديځ توب حرکت يې پېل کړ او د غربي کولو په دې څپو کې د ژوند او ټولنې د (فرهنګي، سياسي، اقتصادي او اجتماعي) اساساتو په اړوند مفهوم هم شامل شو، او مصيبتونه هغه وخت لا نور زيات شول چې اکثره اسلامي هيوادونه د لويديځ او ختيځ استعمار د واک لاندې راغلل او استعمار خپل کلتور او ژبه په نيول شويو اسلامي هيوادونو وتپله تر څو يې شخصيت او پېژندګلوي له مينځه يوسي.
د اوسني تمدن په هکله د اسلام دريځ:
تمدن په پراخ مفهوم سره ايماني عقايد، فکري منهجونه، سياسي، اقتصادي او اجتماعي نظم، دانسان او کائناتو په اړوند پوهنه او د رياضي علوم او د امت لخوا سرته رسېدلې تجربې تمثيلوي. او په دغو ټولو کې د سم او ناسم او د حق او باطل امکان شته؛ نو مسلمان ته ښايي په داسې حال کې چې په خپل دين او د خپل شريعت په تعليماتو او په خپل تمدن ټينګ وي، د بل تمدن څخه دي ګټور شيان واخلي او زيانمن او ناکاره-هغه چې د اسلامي عقايدو، اسلامي اخلاقو او د اسلامي هيواد د فرهنګ، کلتور او عنعناتو سره سمون نه خوري او يا يې په راتلونکي وخت کې په زيان او ضرر تمامېږي-پرېږدي او په ديوال يې ووهي.
خو وچ کلک منفي دريځ چې ټول تمدن مسترد کړي او هيڅ ګټه ور څخه وا نه خلي دا کار د ژوندانه د قافلې نه چې په ډېره چټکتيا سره روانه ده د پاتې کېدو او د انساني فطرت او د الله تعالى د کوني سنتو سره د تعارض او ټکر لامل کېږي چې دا کار دين او عقل ته د منلو وړ نه دى.
د اسلام په اړوند چې انسان په دنيا او کائناتو کې تدبر، څېړنې او د عقل په کارولو ته هڅوي او د هر ګټور شي څخه يې استفادې ته رابولي داسې وچ منفي دريځ ناسم کار دى. ځکه اسلام د قوت د وسايلو په برابرولو امر کوي. الله تعالى فرمايي: (( وا اعدوا لهم ما استطعتم من قوة… (سورت الانفال-٦٠).
ژباړه: او تياروئ (اې مؤمنانو! لپاره (دجنګ) د دغو (کافرانو) څومره چې توان يې لرئ (د جمع کولو يې).
هم دا رنګه په حديث کې راغلي دي: ((الحکمة ضالة المؤمن انى وجدها فهو احق بها)) (سنن ترمذي)
يانې: حکمت د مؤمن ورک شوى شى دى هر چېرته چې يې وموند دئ يې مستحق دى.
ټولنه او فرد نه شي کولاى چې د تمدني يرغل د شديدو څپو نه ځان ناخبره وساتي کومې چې په زور يې کور ته ننوتې دي او د ژوندانه ضرورياتو لکه خوراک، چښاک، جامي، سورلۍ او حتى افکارو او معتتوراتو يې سرايت کړى دى او دئ ويني چې ډېر دغه ضروريات د بهر نه ورغلي دي.
اما، د تسليم او ړوند تقليد دريځ داسې چې ټولنه يا فرد د پردي تمدن او فرهنګ خير او شر ته تابع شي او په پټو سترګو تقليد او پېښې يې وکړي او سره د عقايدو، فکري منهجونو، مادي فلسفو، اقتصادي او سياسي نظم او نورو خصوصياتو يې-چې عناصر يې له ده نه لېري، نا اشنا او معارضو دلائلو نه راوتلى دى ومني-دا کار کټ-مټ د حيواناتو او څارويو په څېر انقياد دى. لکه بيزو چې بې له پوهې تقليد کوي، او د غه دريځ ټولنې او انسان شخصيت کاملاً ماتوي او له مينځه يې وړي ځکه د داسې معتقداتو، نظام او نظريو څخه متابعت کوي چې د ده نه لېري دي او دا فکري ماته او معنوي غلامي ګڼل کېږي که څه هم دغه امت ظاهراً استقلال ولري، لکه د پرديو له واک نه آزاد شويو هيوادونو کې ګورو چې لا تر اوسه په فکر، د ژوند په لارو-چارو، د ټولنې په وضعيت، تعليمي نصاب، کورني احوال او د هيواد د قوانينو په اړوند د پردي استعمار غلامي او متابعت کوي، دا ټول ځکه پر دوى مسلط شوې چې له دوى سره د ريښتني ايمان صحيحې عقيدې او سمو اخلاقو په اړوند معيار نه شته؛ نو دغه تسليمېدل ، تقليد او متابعت د ړانده انقياد غوندې دى.
د اوسني غربي تمدن په اړوند د مسلمان سم دريځ:
د تمدن په اړوند د مسلمان دريځ د انتقاد، تمحيص او چڼولو دريځ دى. داسې چې خير به ترې اخلي او شر به يې پرېږدي او د ابتکار او نوښت دريځ دى، او په دې برخه کې اسلامي امت ته ښايي (خصوصاً موږ افغانانو ته چې هم دا اوس د غرب د مستقيم نظامي او هر اړخيز فرهنګي يرغل لاندې يو) روا نه ده چې د اعتقادي، فکري او ټولنيز اړخ نه يې ګټه واخلي يا په بل عبارت هيڅکه روا نه ده چې پردۍ ايډيالوژۍ ومنو ځکه د افکارو او ايډيالوژۍ له پلوه موږ (مسلمانان) تر هر چا نه غني يو.
خو په علمي اړخ کې ساينس او تکنالوجۍ، تجربوي علومو، عملي تطبيقاتو، د حاصلاتو او لاسته راوړونو په اړوند کارنامو او اختراعاتو څخه يې بايد مسلمانان او اسلامي امت عظيمه ګټه واخلي او په اساس يې ودانول او ابتکارات وکړي ځکه دا د ټول بشريت ګډ ميراث دى او د ټولو امتونو پوهانو په هر دور کې په کې برخه اخيستې ده.
اسلام شامل دين دى چې هر ګټور او مشروع علم او معرفت ته بلنه ورکوي او د تمدن په ټولو (مادي، روحي او عقلي)عناصرو ټينګار کوي چې د اسلام او اسلامي شريعت د هداياتو په رڼا کې يې لارښوونه وکړي او خپل ټول قوت د الله جل جلاله د کلمې د لوړتيا او غلبې، له تيارو څخه رڼا ته او د بندګانو، مادي خواهشاتو او خوندونو له بندګۍ نه د يوه الله تعالى د بندګۍ په لور د خلکو د را ايستلو، د صالحې ټولنې د جوړيدو او د انسانيت د خدمت لپاره په کاروي، ځکه د دنيا ژوند وسيله ده هدف او غايه نه ده او مسلمان سره د دې چې د ژوندانه پاکيزه شيانو چې الله تعالى جل جلاله د ده لپاره پيدا او مسخر کړي ګټه اخلي د اخرت لپاره هم هلې-ځلې کوي چې له امله يې دى پيدا شوى دى او اکه الله تعالى رحم وکړ او خوښه يې وه؛ نو دغه اخرت د مؤمن لپاره په جنت کې د ابدي ژوند څخه عبارت دى (بېشکه چې دنيا ستاسو او تاسې د اخرت لپاره پيدا شوې ياست).
اسلامي امت د ډېر لوړ او عالى رسالت درلودونکى امت دى چې د بشر د قيادت مرکز ګرځول شوى دى، الله تعالى جل جلاله فرمايي:
(کنتم خير امة اخرجت للناس، تامرون بالمعروف و تنهون عن المنکر و تؤمنونو بالله… (سورت عمران-١١٠).
ژباړه: يئ تاسې (اې محمدي امته!) بهتر (د هر هغه) امت چې ايستلي شوې دي لپاره د خلکو چې حکم کوئ تاسې (هر چا ته) په نېکۍ سره او منع کوئ (هر څوک) له بد کار څخه او ايمان لرئ په الله تعالى باندې.
خو لکه مخکې مو چې وويل اسلامي امت ړوند تقليد او تسليم هم نه خوښوي بلکه د تمدنونو څخه هغه څه غوره کوي چې پرې هم خپل دين وساتي او هم خپل شخصيت او ټول هغه څه ردوي چې ورته مناسب نه وي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( ومن تشبه بقوم فهو منه. (مشکوة المصابيح-ص-٣٧٥).
يانې: چا چې ځان د يو قوم په څېر وګرځاوه نو د هماغه قوم له جملې څخه ګڼل کېږي.
نو د مسلمان دريځ دا دى چې نه (اوسنى غربي تمدن او بل هر تمدن د اسلام نه پرته) ټول ښه او ګټور دى او نه ټول شر او ضرر دى، نو د ټول تمدن پرېښودل او يا اخيستل ښه کار نه دى، بلکې ښه او ګټور شيان دي ور څخه واخيستل شي او بد او مضر شيان دي پرېښودل شي، او د خپلو اسلافو په څېر چې د پخوانيو تمدنونو د ښو شيانو څخه په استفاده يې غوره او صالح تمدن او لوى مدنيت مينځ ته راوړ موږ ته هم ښايي چې تعميري کارونه او ابتکارات تر سره کړو.
نن مسلمان هم داسې دريځ ته اړ دى چې سمه لاره غوره او خپل حاضر د راتلوونکي سره ونښلوي، د ښه او ګټور نوي شي څخه په استفادې د الله جل جلاله په مرسته د غوره ځانګړي اسلامي مستقبل په لور ولاړ شي.
استاذ محمد اسد وايي: (( د مسلمانانو مشکل د هغه مسافر مشکل ته ورته دى چې د څو لارو پر سر ولاړ وي؛ نو که هم داسې ولاړ پاتې شو مري او که د لويديځ مدنيت په لور روان شو هلاک به شي، ځکه نو ورته ښايي چې هغه لار غوره کړي چې پر لوحه يې ليکل شوي وي ( د اسلام د حقيقت په لور) او دا يوازينۍ لاره ده چې ور باندې صالح مؤمنان د خپلې ماضي نه په استفادې او د خپل حاضر سره د غوره ژوندي مستقبل (راتلوونکي) په لور په داسې حال کې پرمخ ځي چې په خپل اسلامي شريعت او د خير او صلاح په لور د بشر په هدايت او لارښوونې ټينګ وي.
سيد محبوب شاه ساجد.