د نوروز لمانځل حرام دي!؟

د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميو ، لباسونه، ډالۍګانې ، رخصتى کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطاَ حرام دي.

ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسانو اختر دى په دې تفصيلي بحث ابن تيمية(رح) په افتضاء الصراط المستقيم  اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کې ليکلي دي د قران او سنت  د علماؤ داقوالو له مخې د نوروز  لمانځلو  حرام والي دلايل :
١:-  الله (ج) فرمايلي :ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اولنک هم الفاسقون سورة حشر(١٩) اية ترجمه:او تاسو مه کيږى په شان دهغو کسانو چې الله (ج)يي هير کړى دى نو الله(ج) د دوى څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره نافرمانه دي . (يهودو و نصارو او مجوسنانو الله (ج) هير کړيدي).
٢:-  الله(ج) فرمائي : والذين لا يشهدون الذور زسورة الفرقان ٧٢ اية .تفسير ابن کثير ٣  جلد ٤٥٢،تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص،مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کې  دابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس،ضحاک(رض) مفسرينو څخه نقل کړي دي چې معنى ددې ايت داده مومنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلوته نه حاضريږي  او په هغې کې دې برخه نه اخلي .
٣:-  قال رسول الله (ص)من تشبه بقوم فهومنهم.ابو داؤد کتاپ الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه: چا چې مشابهت وکړ ديوقوسره نو هغه دهغوئ څخه دى ابن تيمية(رح) افتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ ص او فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩ کې ليکلې چ  مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه دنوروز جنشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة امصابيح باب العيدين کې حديث ذکر کړى دى چې د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله(ص) ورته وفرمائيل چې الله(ج) ددې دوو ورځو په مقابل کې تاسوته د کوچني او  لوى اختر ورځې درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کې همداسې ليکلي او وايي چې انبياو ددغه جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه با طله کړيده.
٥:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ص ١٩٣٧٤ نمبر کې ليکلي دي چې عمر فاروق(رض)وايي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوى د الله(ج)غضب نازليږى دا د ورتلو حال دى دلمانځونکى حال به څه وي؟
٦:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ او ٣٧٥ص ١٩٣٧٥ نمبر روايت کړيدى چې عمر فاروق(رض) ووئيل  د الله(ج) ددښمنانو څخه ځان وساتئ ددوى په اخترونو او ميلو کې ګډون مه کوئ . .
٧:- په سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړي دي چې هر هغه شخص چې ژونديي غوره کړ ى و د مشرکانو په وطن کې او ددوى نوروز او
مهرجان لمانځي او ددوى سره مشابهت کوي اوپه همدغه ژوندکې مړ شو نو د قيامت په ورځ به د مشرکانوسره پورته شي .
٨:-  بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨نمبر کي علي(رض) څخه روايت کړي دي چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالى وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه: او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دى ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على(رض)دنوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويدى بيهقي وايې چې د د کراهت وجه يې داده چې دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى يې د ځان څخه خاصوي .
٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض)په مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص کي د عمر(رض) او عبدالله بن عمرو(رض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چې
څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله(ج) عذاب په ځان وړاندې کوي او بيايې و مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص کې ليکلي دي چې ددغې ورځې په مناسب
چې کومې ذبحې او حلالي کيږي ناجايز او حرامې دي او په ما اهل به لغير الله او ماذبح علي النصب حرمه) کې داخلي دي نو پدې ورځ غسل،ميلې،د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل  د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکې بعضې علماء يې کفر ګڼي ځکه په دې کې د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دى .
١٠:- ملاعلي قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص کي وايي چې ابو حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو
دا شخص په الله(ج) په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايي که چا ددې ورځې تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دي او که مقصد يې د رزق پراخې وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه گان نوروز ددې لپاره هم لمانځي چې په دې ورځ عثمان(رض) شهيد شوي دى او على(رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى .
په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چې د نوروز په بعضې لمانځونکو باندې د هغوئ ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ما ته به هم نن دغسې ميلې جوړوي لکه دا نور خلک او کافران يې چې جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض دى چې عوام خلک د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي .

ترتيب او تحقيق شيخ القرآن والحديث مولانا احمد شاه (خادم الحديث النبويه ) حفظ الله تعالى

شيخ القرآن والحديث مولانا احمد شاه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب