د نوح ع استقامت او هغه تهمتونه چې پرې لګلول

د نوح علیه السلام پياوړي استقامت

د نوح علیه السلام صبر او جهاد دومره پياوړي وو چي دده پرته يې بل څوک تکليفونه نسي زغملاى، نوح علیه السلام دلاور، شجاع انسان وو، تل يې مبارزه کول، د صبر او استقامت غر وو تل محکم ولاړ وو. نوح علیه السلام ددغه مبارزې په اوږدو کي ډول، ډول تکليفونه او ستونزي وليدې، د سخت عذاب، مسخرو او پسخند مورد وګرځېدئ ، مګر دى نژدې زر کاله دغه  تکليفونو ته يو پياوړي سپر وو، هيڅکله يې دالهي دعوت څخه لاس وانه خيستئ او نه نصيحت کولو، پند ورکولو او دالهي رضا لوري  ته رابللو خسته کړ.
مشرکانو تل  هڅه کول  چي نوح علیه السلام د دعوت څخه منعه کړي، ددې کار لپاره يې نوح علیه السلام ته ډول، ډول تکليفونه ورکول، مسخرې يې پر کولې او پسخندونه يې په وهل مګر نوح علیه السلام دهمت غر وو تل ثابت او محکم پاته سو، دالهي دعوت څخه يې لاس نه واخيستئ، دده قوم پر ده باندي ډول، ډول درواغ تړل، دى يې په ډول، ډول عيبونو بدنامه کوئ خو د دوي دغه ټول کوششونه بې  ګټي وه، دوي چي به هرڅه کول د نوح علیه السلام به يوازي صبر، استقامت او ايمان نور زياتېدئ، په همدې وجه نوح علیه السلام داولوالعزم پيغمبرانو څخه دی.

هغه تهمتونه چې پر نوح علیه السلام باندې به يې لګول

لومړى: نوح علیه السلام به يې په ګمراهۍ او بې عقلۍ سره تورنوئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (۶۰) قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۶۱) أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ (۶۲).  سورت الاعراف، ایت۶۰- ۶۲ پوري.
ژباړه: يوې ډلي د نوح علیه السلام د قوم څخه وويل: بېشکه موږ تا په څرګنده ګمراهي کي وينو، نوح علیه السلام وويل: اې زما قومه !په ماسره ګمراهي نسته مګر زه د عالمونو د پالونکي رسول يم، تاسو ته الهي احکام رسوم او زه تاسو ته نصيحت کوم او زه په هغه څه د الله جل جلاله دلوري څخه پوهېږم چي تاسو نه پوهېږئ.
دوهم: داچي په ليوني سره يې متهم کړئ لکه الله جل جلاله چي يې حکايت کړى دئ:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ (۹). سورت القمر، ایت۹.
ژباړه : تردوي وړاندي د نوح علیه السلام قوم تکذيب وکړ، نو دوي زموږ بنده (نوح علیه السلام) درواغجن وباله يا يې خبري جوړونکى وباله.
په بل ځاى کي الله جل جلاله د دوي د خولې وينا بيانوي:
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّى حِينٍ (۲۵). سورت المؤمنون، ایت۲۵.
ژباړه: دغه نوح علیه السلام نه دی مګر داسي څوک دی چي ليونتوب ورته پېښ سوى دی تاسو تر يو وخته پوري انتظار ورته وکړئ.
دريم : داچي نوح علیه السلام يې په زياته جګړه کولو، پر الله جل جلاله باندي په افتراء کولو باندي تورن کړ، لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ. سورت هود، ایت۳۲.
ژباړه: دوي وويل: اې نوحه ! تا زموږ سره مجادله وکړه ډېره مجادله دي وکړه اوس موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تا زموږ سره وعده کړې ده، که ته رښتينى يې.
څلورم: داچي نوح علیه السلام يې په سنګسارولو باندي تهديد کړ، لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ. سورت الشعرا، ایت۱۱۶.
ژباړه : د نوح علیه السلام قوم وويل: اې نوحه! که ته منعه نسې نو دسنګسار سوو خلګو څخه به سې.
پنځم: داچي پر ده به يې مسخرې کولې او پسخندونه به يې په وهل لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي:
وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ قَالَ إِنْ تـَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ. سورت هود، ایت۳۸.
ژباړه: نوح علیه السلام  کښتۍ جوړول، کله چي به دده د قوم څخه يوه ډله تېرېدل نو پرده باندي به يې مسخرې کولې، نوح علیه السلام وويل: که تاسو مسخرې کوي نوموږ ښايي مسخرې وکړو لکه تاسي چي يې کوي.
د نوح علیه السلام قوم وده ته په تکليف رسولو کي د ډول، ډول تهمتونو څخه کار اخيستي يعني څه چي به يې په توان وه په هغه ډول به يې ده ته تکليف ورساوه څو دى د دعوت څخه تېر کړي.
تهمتونه لګول هغه سلاح ده چي په هره زمانه کي فاسقانو او فاجرانو د خپلي زمانې د عزتمن پيغمبر او يا دهر مصلح په وړاندي کار ځني اخيستى دی او تهمتونه يې پر لګولي دي، دغه تهمتونه لګول نه يوازي چي پر نوح علیه السلام باندي دوي لګول بلکي مشرکانو پر نبي صلی الله علیه وسلم باندي هم دغه ډول تورونه لګول لکه چي الله جل جلاله يې حکايت کوي :
 وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ. سورت الحجر، ایت۶.
ژباړه : دوي به ويل: اې هغه څوکه! چي قرآن درباندي نازليږي بېشکه ته لېونى يې.
همدا ډول به دوي ويل: (ان هذا لساحر کذاب) يعني بېشکه دغه محمد صلی الله علیه وسلم جادوګر او درواغجن دئ(العياذبالله) په همدې ډول دغه سلاح په هره زمانه کي شريروه، او فتنه خوښوونکو انسانانو دهر پيغمبر او دعوت کونکي په وړاندي استعمال کړې ده. له همدې وجهي څخه بايد  هر مصلح او دعوت کونکى په دغه شي باندي خبر وي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب