د نوح علیه السلام قوم؛ بت پرست

د نوح علیه السلام قوم بت پرستان ول

د نوح علیه السلام په قصه کي اياتونه دې خبري ته اشاره کوي چي نوح علیه السلام خپل قوم ته لېږدول سوى وو په داسي حال کي چي دده قوم مشرکان او بت پرستان وه، دغه بتان يې په خدايانو نيولي وه، عقيده يې درلوده چي دغه بتان ليدل کولاى سي، اورېدل کولاى سي، موږ ته خير راجلبولاى سي او شر زموږ څخه ګرځولاى سي يعني دخير او شرتوانايي لري، همدا ډول دوي عقيده درلوده چي که موږ ودغو بتانو ته عبادت کوو نو دالله جل جلاله عبادت ته اړتيا نسته . د نوح علیه السلام قوم لومړي خلګ وه چي بت پرستي يې پيل کړه او د الله جل جلاله سره يې بتان شريکان ونيول نو ځکه  الله جل جلاله د دوى دبېرولو او تخويف لپاره حضرت نوح علیه السلام ولېږی لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
إِنَّا أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ أَنْ أَنْذِرْ قَوْمَكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(۱). سورت نوح ایت۱
ژباړه : بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ددې لپاره لېږلى وو چي خپل قوم وبېروي مخکي تردې چي سخت عذاب ورته راسي.
په بل ځاى کي فرمايي:
لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (۵۹) سورت الاعراف، ایت۵۹
ژباړه:  بېشکه موږ نوح علیه السلام وخپل قوم ته ولېږي نو ده خپل قوم ته وويل: اې زما قومه! تاسو د يوه الله جل جلاله عبادت وکړي ستاسو لپاره د الله جل جلاله پرته بل خداى نسته، زه پرتاسو بېرېږم دلوي ورځي دعذاب څخه.
کوم کسان چي تر نوح علیه السلام وړاندي وه د فطرتي دين پيروان ول، ديوه خداى جل جلاله عبادت يې کاوه، د الله جل جلاله سره يې هيڅوک شريک نه نیوي آن تردې چي بيخي يې بت نه پېژندى، ټول مؤمنان وه او د الله جل جلاله په وحدانيت باندي يې اقرار کاوه. له همدې امله الله جل جلاله حضرت نوح علیه السلام د ده د قوم دوېرولو لپاره ولېږئ ځکه چي دوي شرک پيل کړي او دده قوم بني راسب نومېدی . دغه قوم په ګمراهۍ، عناد او سرکښۍ کي بيخي ترحد تېر سوي وه.
نوح علیه السلام خپل قوم ته ډول، ډول دلايل وړاندي کړه او حقيقت يې ورته څرګند کړ، خو دوي هيڅ غوږ ونه ګراوه ، اعراض يې وکړ، د ده خبري يې پرمسخرو او پسخند راواړولې، د الله جل جلاله لاندنى قول ولولئ:
قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا (۶) وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا (۷) ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا (۸) ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا(۹). سورت نوح، ایت۵-۹.
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! زه خپل قوم سهار او ماښام دعوتوم زمادعوت يوازي ددوى تېښته زياتوي ( دحق څخه ليري کيږي) بېشکه کله چي زه دوى ته د عوت ورکوم چي ته مغفرت ورته وکړې دوى خپلي ګوتي په غوږو کي ونيسي ، خپلي جامې وپېچي ، پر کفر باندي ټينګ سي او پوره کبر وکړي ، بيا زه دوى ته دعوت دحق لوري ته ورکړم په لوړ اواز سره ، بيا  زه دوى دعوت په ښکاره او پوره پټ دواړو ډولو سره ورکړم.
داچي د نوح علیه السلام ترقوم وړاندي ټول خلګ مسلمانان وه هيچا شرک نه کاوه هغه ايت پر دليل چي دالله جل جلاله دنبيانو دبعثت په اړه نازل کړى دی او فرمايي:
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (۲۱۳). سورت المائده ایت۲۱۳.
ژباړه :  خلګ يوه ډله وه بيا الله جل جلاله انبياءعلیهم السلام پکښي ولېږل چي (په جنت سره) زېرى ورکونکى وه او(د دوزخ څخه دخلګو) بېرونکي وه او الله جل جلاله د دوي سره  يو ریښتنی کتاب را ولېږئ څو د دوي د خپل منځيو اختلافونو په منځ کي پرېکړه وکړي، په دې کي يوازي هغو خلګو اختلاف وکړ، چي کتاب ورکړل سوى وو (يهود او نصارى) وروسته تر دې چي دوي ته نښي څرګندي سوې دخپل منځى حسد له جهته، الله جل جلاله په اراده خپله سره هغه کسانو ته لار وښوده چي ايمان يې راوړی د هغه حق په اړه چي دوي اختلاف پکښي کاوه، الله جل جلاله وهغه کسانو ته دسيده لاري هدايت کوي چي خوښه يې سي.
د دغه ايت په ارتباط د عبدالله بن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دي، چي فرمايي : دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دوې پېړۍ زمانه وه په دغه ټول زمانه کي ټول خلګ دحق دين تابع او ټول مسلمانان وه وروسته تردې په دوي کي اختلاف پېښ سو الله جل جلاله د دوي د تنذير اوتبشير لپاره نبيان ولېږل څو دوي د حق لوري ته دعوت کړي . په دې اړه ابن عباس رضی الله تعالی عنه  فرمايي: د عبدالله په قرائت کي داسي دي: (کان الناس امة واحدة فاختلفوا) او دحضرت قتادة رضی الله تعالی عنه  څخه روايت دی، چي  فرمايي: ټول خلګ د هدايت پابند وو وروسته په دوي کي اختلاف پيدا سو نو ځکه الله جل جلاله وېرونکي او زېري ورکونکي رسولان په دوي کي ولېږل چي لومړى رسول يې نوح علیه السلام ؤ.

د نوح علیه السلام قوم څنګه بت پرسته شو  لامل يې څه وو؟

مخکي مو وويل چي د نوح علیه السلام قوم لومړي کسان وه چي بت پرستي يې پيل کړه تردوي وړاندي ټول خلګ مؤمنان وه او ديوه الله جل جلاله عبادت يې کاوه آن تردې چي بيخي يې بت پرستي نه پېژندل . دا چي د نوح علیه السلام قوم بت پرسته سو دليل  باندي لاندنى آيت دئ چي الله جل جلاله فرمايي:
قَالَ نُوحٌ رَبِّ إِنَّهُمْ عَصَوْنِي وَاتَّبَعُوا مَنْ لَمْ يَزِدْهُ مَالُهُ وَوَلَدُهُ إِلَّا خَسَارًا (۲۱) وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا (۲۲) وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا (۲۳) وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا ضَلَالًا (۲۴). سورت نوح، ایت۲۱- ۲۴ پوری
ژباړه: نوح علیه السلام وويل: اې زما ربه! دوي زما نافرماني کوي دهغه چا تابعداري کوي چي نه د دوي په مال کي زيادت راوستلاى سي او نه يې په اولاد کي راوستلاى سي مګر تاوان.
 دوى چل کوي په لوى چل کولو سره، دوي وايي: تاسو خپل خدايان مه پرېږدئ، تاسو  ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر بتان مه پرېږدئ، بېشکه ډېر يې ګمراهان کړه، ظالمانو ته هيڅ نه زياتيږي پرته د ګمراهۍ څخه .
دوي دغه بتان دنېکو خلګو او مقربو ملائکو په نومونو سره نومولي وه دوي داسي فکر کړى وو چي د دغو سپېڅلو خلګو اوملائکو کارونه چي د دوي په زړونو کي پاته سي د دې لپاره به د دغو سپېڅلو خلګو مجسمې جوړوي، دغه مجسمو ته به ګوري نو به دوي هم سپېڅلي کارونه کوي خو بدبختانه دغه کړنه د وخت په تېرېدو سره په شرک بدله سوه هغه داچي آخر به دوي دغه مجسمو ته سجدې کولې او په خدايانو سره يې نيولي ول.
د بخاري او مسلم په يوه صحيح حديث کي راځي چي يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ام حبيبې رضی  الله تعالی عنها  او ام سلمى رضی الله تعالی عنها ته د يوې ښايښته کليسا بيان کاوه چي زيات بتان پکښې وه او دشام په سيمه کي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د دغه سيمي خلګو داسي عادت درلودئ چي کله به په دوي کي يو نېک سړى وفات سو نو دوي به مسجد پر جوړ کړ، بيا به يې په هغه مسجد کي ددغه نېک سړي مجسمه جوړه کړه، د الله جل جلاله په نزد دغه خلګ ډېر بدخلګ دي.
امام بخاري رحمة الله علیه  د ابن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه د دغه ايت په تفسير کي: (وقالوا لاتذرن الهتکم ولاتذرن ودا ولاسواعا ..…..)  روايت کوي : دغه نومان چي دوى پربتانو ايښي وه دا د نوح علیه السلام په قوم کي نېکان خلګ وه کله چي وفات سوه شيطان دوي ته امر وکړ، څو د دغه کسانو مجسمې جوړي کړي او په خپلو مجلس ځايونو کي کښيږدي نو دوي به دغه مجسمو ته ګوري او نېک کارونه به تل کوي خو کله چي دغه خلګ هم مړه سوه راتلونکي نسل دغه بتان په خدايانو سره ونيول او عبادت يې پيل کړ.
ابن عباس رضی الله تعالی عنه  فرمايي: کوم بتان چي د نوح علیه السلام قوم په خدايانو سره نيولي ول آخر عربو ته په لاس ورغلل او عربو په خدايانو سره ونيول.
له همدې امله ويلاى سو: د دغه علت پر بنسټ  باندي اسلامي شريعت دهر ذي روح تصوير اخستل منعه کړي دي او دهر ډول مجسمې چي دهر غرض لپاره وي جوړول يې منعه کړي دي.
امام بخاري رحمة الله علیه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي:
کوم کسان چي تصويرونه جوړي دهغوى عذاب به د نورو خلګو په پرتله زيات سخت وي او دوي ته به وويل سي: کوم څه چي مو جوړ کړي دي ژوندي يې کړئ.
همدا ډول په بخاري شريف کي يو روايت راځي: په کوم کور کي چي سپى، تصوير او يا مجسمه موجوده وي ملائکه هغه کورته نه ورځي.
په يوه بل روايت کي راځي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کوم کس چي عکس جوړوي هغه کس ته به الله جل جلاله د قيامت په ورځ داسي عذاب ورکړي چي دى به ددغه عکس په روح ورکولو سره مجبوره کوي خو دغه عکس جوړونکى به ددې توانايي نه لري چي روح ورکړي. (بخاري)
دغه ټول کارونه چي منعه سوي دي موخه ځني داده چي مسلمانان دهر ډول غلطي لاري څخه راوګرځي ، دمسلمانانو عقيده وساتل سي او مسلمانانو دهر ډول بت پرستى داخته کېدو څخه وژغورل سي. لکه مخکي چي مووويل چي لومړى خلګ په دغه بلا اخته سوه ورپسي دغه فتنه اوفساد بيخي ټولو خلګو ته وغځېدئ.[irp][irp][irp]

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب