د نعناع د پاڼو د چای روغتیایي ګټې
د نعناع پاڼو چای خوندور او تازه کوونکی وي، چې د ټول صحت لپاره ګټه لري.
ډاکتران وايي، د نعناع د پاڼو څخه جوړیدونکی چای د هاضمي سیستم پیاوړی کوي، درد کموي، د پړسوب مخه نیسي، او ذهن اراموي.
د نعناع چای په ټوله نړۍ کې مشهور دی. دا چای د وجود تبه او ټوخی هم کموي. د نعناع چای د ګنګستوب او زړه بدوالي مخه نیسي.
د نعناع چای د انسان په وجود کې ضدعفوني رول لوبوي. د خولي بدبوي ختموي او وزن او روحي فشار هم کموي.