د نشیي توکو له قاچاق او تجارت څخه په ترلاسه شويو پيسو يې واده کړی، آيا نكاح يې درسته ده؟

كه چېرته یو شخص د نشیي توکو له قاچاق او تجارت يا نورو لارو څخه چې د اسلام دين منع کړي وي؛ پيسې ترلاسه کړي وروسته په هماغه پيسو خپل زوي يا ورور ته ښځه وکړي؛ آيا د هغوی نکاح کېږي يا نه؟

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد،،

په دې کې شک نشته چې هغه شتمني او پيسې چې د نشیي توکو له قاچاق او تجارت څخه يا له نورو نامشروع لارو څخه ترلاسه شوي وي حرامې دي او مسلمان ته جايز نه دي چې له دې حرامو څخه د واده، نکاح، خوراک څښاک او د ژوند د نورو آسانتياوو لپاره مصرف وکړي؛ بلكه فورا دې توبه وکړي.

که د بل چا مال وي او په ظلم، غصب او زور يې اخيستی وي بايد هغه خپل مالک ته وسپاري او که مالک يې معلوم نه وي او يا دا چې د حرام تجارت پيسې وي نو هغه دې د توبې او خلاصون په نيت په بې وزلو وويشي.

اما که چېرته يې په همدې پيسو د واده مصارف ادا کړي او د مېرمنې مهر ورکړی وي واده او نکاح يې سمه او درسته ده(په هغه صورت کې چې د نکاح ټول شرايط او ارکان تطبيق شوي وي) او دا حرام مال د نکاح په صحت کومه اغېزه نه لري؛ ليکن په هر صورت دا شخص ګنهګار ګڼل کېږي او بايد توبه وکړي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب