د ناریال اوبه مو له بلا ناروغیو ژغوري

ناریال د اوبو ورځني استعمال نه یوازې دا چه انسان ښایسته ښکاره کوي بلکې د انسان په فعاله ساتلو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

د ناریال اوبو په اړه نوې څیړنه ښيي؛ هر هغه څوک چې په دوامدار ډول د ناریال اوبه استعمالوي په دوي کې نه یوازې د وینې دوران بهتره وي بلکې د وینې فشار هم نورماله ساتي او دغه خلک د زړه په ناروغیو د نورو خلکو په نسبت کم اخته کیږي.

ناریال اوبه د وینې خواږه مواد هم کنټرولوي.

څیړنې ثابته کړه چې د ناریال اوبه په وزن کمولو کې ډيره زیاته مرسته کوي او انسان د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

اکثره ډاکټران امیدواره ښځو ته د ناریال اوبه استعمالولو مشوره ورکوي؛ ځکه چې د ناریال اوبه قبضیت له منځه وړي.

ناریال په اوبو کې موجود پوتاشیم او مگنیزیم د انسان بول زیاتوي چې د گردې ناروغانو ته ډیره گټوره ده.

که په مخ باندې دانې او بخار وي نو د ناریال اوبو په وسیله خپل مخ ته مساج ورکول به ډیر زر د مخ دانې او بخار له منځه یوسي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب