د ناروغۍ څرګندېدل او لېږد مهال

له اخته کیدو تر ناروغۍ راڅرگندیدو مهال:

ویروس میزبان ته تر رسیدو وروسته په منځنی کچه له ۴ تر ۵ ورځو کې، ٪۹۵ خلکو کې تر ۱۴ ورځو پورې یا د بدن په عمومي معافیت برلاسی او د ناروغی نښي څرگندوې او يا د ښه معافیت او خونديتوب د چارو له کبله ویروس په شکست محکوم او له منځه ځي. دې مهال ته د ویروس د تفریح (پټېدو) دوره وايې چې په همدې پړاو کې د پټ پرمختگ په ترڅ کې نورو ته په ډاډه زړه خپريږي. د پېښو فعال لټون، د نږدې تماس لرونکو پیژنـدل او په گوته کول او گڼ میشتو ځايونو ته دننوتو په دروازو کې د چاڼ او لټون تر سره کول د ویروس د خپرېدو د مخنیوی بریالۍ کړنلاره ده.

له اخته شوي نورو ته دلېږد مهال (Period of infectivity)

لومړنۍ او نا بشپړې شوې څيړنې ښيي چې له اخته او ناروغو څخه نا اخته او روغو ته له ۵ تر ۸ ورځو کې د ليږد ښه لوړه وړتيا لري، چې له بده مرغه د ویروس ليږد له یوکس نه بل ته د ناروغۍ له نښو راڅرگندېدو ترمخه پیليږي او د نښو څرگندیدو وروسته سوکه سوکه د ليږد وړتيا كميږي. ددويمي بری کچه د ناروغانو په نږدې تماس لرونکو کې که معافيت ونلري او د خونديتوب له بریالیو چارو برخمن نشي له ۱ تر ٪۵ اټکل شوې، چې هر اخته کس ايله تر ٪۵ د نوو بي معافیته او تر گواښ لاندې خلکو داخته كولو وړتیا لري، خو د ګڼې ګوڼې له امله د اخته کولو او ناروغولو وړتیا او کچه یې لوړیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب