د ناروغیو پر علاج د دعا اغیزې
طبي څیړنو څرګنده کړې، هغه خلک چې په منظم ډول په پوره اخلاص او صداقت دعا او عبادت کوي:
• د نورو په پرتله کم ناروغیږي،
• د نورو په پرتله د ناروغیو سره په ښه ډول مقابله کوي،
• د نورو په پرتله ېې د جراحي ټپونه ژر رغیږي،
• د نورو په پرتله له ناروغیو ژر شفا پیدا کوي.
طبي څیړنو ثابته کړې چې عبادت او دعا د انسان د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب ګرځي چې دا پیاوړتیا د ناروغیو څخه په مخنیوي او علاج کې رغنده رول لوبوي. په دې څیړونو کې یو ډول مواد پیژندل شوي چې د دعا په وخت کې د انسان په دماغ کې تولیدیږي او دا مواد په نیغه د انسان د دفاعي سیستم د حجراتو سره رابطه لري. څیړنې دا هم ښیې چې د دعا په وخت کې د انسان په دماغ کې یو ډول حجرات چې د استروسایتس په نامه یادیږي چې د انټرلوکین-یو په نامه یوه ماده چې د انسان په دفاعي سیستم اغیزه لري تولیدوي. همدارنګه هغه کسان چې په منظمه توګه دعا کوي، د دوي د وینې د سپینو حجراتو په یو ډول کې چې لمفوسایتونه نومیږي او د انسان په دفاعي سیستم کې رول لري، د هغه کیمیاوي موادو په مقابل کې چې د انسان له مرکزی عصبي سیستم څخه افرازیږي یو ډول آخذي موجودې وي.
سربیره پر دې، د دعا ځینې رواني (روحیاتي) فکتورونه لکه آرامتیا، غوښتنه، تمه او هیله، د اندیښنې کموالی او د ژوند کولو لپاره هیله او اراده په یو ډول د انسان د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
د امریکې د ډوک په پوهنتون کې د مذهبي څیړنو د مرکز مشر هارولد کوئنیک په دې باور دی چې د دعا په نتیجه کې روحي آرامتیا په وجود کې د هغه هورمون د کمښت سبب ګرځي چې په انسان کې د روحي فشارونو په وخت کې په لوړه کچه افرازیږي. دا هورمون له یوې غدې چې د پښتورګیو په پاسنۍ آخري برخه کې ځای لري افرازیږي.
دعا کول:
• په وجود کې د هغه هورمون د کمښت سبب ګرځي چې په انسان کې د روحي فشارونو په وخت کې په لوړه کچه افرازیږي،
• له جراحۍ مخکې د تشویش او خفګان مخنیوی کوي،
• د ډول ډول خطرناکو ناروغیو د پرمختک مخه نیسي،
• د انسان د دفاعي سیستم د تقوېې سبب ګرځي.
وروستۍ څیړنې دا هم ښیي، هغه ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وي او د دوی د شفا او روغتیا لپاره نور خلک دوی ته دعا کوي تر هغه ناروغانو چې څوک ورته د روغتیا دعا نه کوي ژر او په ښه توګه شفا پیدا کوي. د ناروغو کسانو لپاره دعا کول د تداوی لپاره یوه بدیله تګلاره ښودل شوې چې ورته د لرې لارې تداوي ویل کیږي. د نورو د دعا په وخت کې په ناروغ کې د سپیځلتیا انګیرنه پیدا کیږي، او ناروغ د همدردۍ، زړسوي او خواخوږۍ احساس پیدا کوي چې دا ټول فکتورنه د ناروغۍ په علاج کې مهم رول لوبوي.
څیړونکي زیاتوي، کچیرې د ناروغ او روغو کسانو لپاره نور خلک په پوره صداقت او اخلاص د دوی د صحت لپاره دعا وکړي نو دا کار به د نویو ناروغیو په مخنیوي، د ناروغیو د شدت په کموالي، د ډاکټرانو په معاینه خانو کې د مریضانو د تعداد په کموالي، په روغتونونو کې د ناروغانو د بستري ورځو په کموالي او د ناروغانو په وضعیت او حالت د ملاحظې وړ اغیز ولري.
ځینې ډاکټران په دې آند دي چې کچیرې یو ډاکټر د خپل ناروغ لپاره مخکې او وروسته د جراحۍ له عملیات څخه او یاهم خپل مریض ته د یوې قوي دوا د تطبیق پر وخت دعا وکړي نو د هغه مریض به په ډیر ښه شکل شفا پیدا کړي.
د دې څیړنو د مثبتو پایلو په نتیجه کې، د امریکې په ځینو طبي پوهنتونونو کې د عقیدې او طب تر نامه لاندې څانګړي مضامین تدرسیږي تر څو ډاکټرانو ته پکې د دعا او تداوي تر منځ د مثبتې او اغیزمنې رابطې په باره کې معلومات ورکړي.
د اسلام مبارک دین د ناروغ د پوښتنې او د ناروغ د شفا لپاره د دعا اهمیت ته ۱۴۰۰ کاله مخکې اشاره کړې او د نړۍ پوهان او څیړونکي د پرمختللي ساینس پر مټ اوس اوس پر دې مسایلو اعتراف کوي. له ناروغیو څخه د روغتیا کلۍ د الله تعالی په بشپر واک او قدرت کې ده لکه چې فرمايي: و اذا مرضت فهو یشفین. شعراء ۸۰
د اسلام مقدس دین ناروغ شخص د رحم او محبت حقدار بولي، په دې وجه حضرت محمد (ص) د ناروغ پوښتنه کول او د روغتیا لپاره ورته دعا کول د یوه مسلمان په بل مسلمان باندې حق بللی دی.
په پای کې راځئ ټول په پوره صداقت او اخلاص د نړۍ ټولو مسلمانانو، خصوصا د خپل سرلوړي هیواد ټولو هغه کسانو ته چې په ډول ډول ناروغیو اخته دي د دعا لاسونه لپه کړو او د لوي څښتن تعالی د دربار څخه ورته د عاجلې شفا غوښتنه وکړو.
ډاکټر جاوید حبیبي