د مېږیانو داړیکو سيستم | د قرآن علمي اعجاز

قرآن فرمایی کله چې حضرت سليمان (ع) له خپل لښکر سره له یوځای نه تېریده مېږیانو یو له بل سره خبرې کولې او حضرت سلیمان په هغه پوه شو:
کله چې د مېږیانو سېمې ته ورسېدل یو مېږی وویل: ای مېږیانو ټول کورونو ته ولاړ شئ داسې نه چې سلیمان او لښکریې په ناپوهۍ سره تاسو تر پښو لاندې کړي. (النمل 18).

د مېږیو اوسنۍ څېړنې دا جوتوي چې دغه ژوي ډیر منظم ټولنیز ژوند لري اویوه ډیره مغلقه داړیکو شبکه لری، دبېلګې په توګه ملی جغرافیه داسې رپوټ ورکوی: ” یو مېږی په خپل غټ سر کې بېلابېل حواس لری چې بصری اوسمعی انګېزې اخلی اودمېږیو ټولې ټولنې ته  چې په هغه کې په میلیونونو مېږیان شته هغه لېږدوی. چې داټول ښځینه مېږیان دی “.

دمېږی دماغ نیم میلیون عصبی حجرې لری ، دمېږی سترګې مرکبې دی، دمېږی ښاخ یا آنتن دپزې ، دګوتو دسر اودلامسې دحس پرځای کارکوی ، دخولې لاندی وتلې برخه خوند حس کوی ، ویښتان هم کله چې ورسره تماس ونیول شی له ځانه غبرګون ښیی.

مېږیان دخپلو اړیکو لپاره بیلابیلې لارې لری دوی خپل غړی تل کاروی : لکه دخوړو موندلو ، دښکارموندلو، دکورجوړولو اوډله ییزو جګړو لپاره . ددوی په دوونه تر دریو ملی مترو پورې جسامت کې پنځه سوه زره عصبی حجرې شته چې دحیرانوونکی داړیکو دسیستم لارښوونه کوی.  غبرګون دهغوی په اړیکو کې بېلابېلې څانګې لرې: آلارمونه یا خبرداری ، په کارتوظیفول ، ساتنه ، دلاړو اودمقعد په مېنځ کې راکړه ورکړه، ټولنېز کار، پېژندنه ، دموقف ټاکل اونور. مېږیان چې دخپلې ټولنې له دغو غبرګونونو سره ځان تنظیموی په خپل مینځ کې دخبرونو په راکړې ورکړی سره ګډ ژوند کوی. دمعلوماتو دراکړې ورکړی لپاره کله هم داسې دقیقې اړیکې کاروی چې انسان یی په خبرو کولو نشی کولای . لکه دټولید و لپاره ، ګډولو لپاره ، پاکولو اودفاع لپاره. دمېږیانو اړیکې دکیماوی موادو له لاری تامینېږی، دغه نیمه کیمیاوی مواد دفرومون  په نامه یادېږی چې دافرازشوو غدو اوداوریدو اوبوی کولو دحس له لاری اخستل کېږی.  اودا دمېږیانو دژوند دتنظیم په برخه کې ډیر مهم رول لری ، کله چې یو مېږی یو فرومون افراز کړی بل مېږی هغه دپوزې اوخولې له لارې اخلی اودهغه مطابق غبرګون څرګندوی.

دفرومون ډول داچې څه ډول پیغام استوی توپیر لری. دغه راز دفرومون چټکوالی دپیغام په مهم والی پورې اړه پیداکوی . له دې نه ښکارې چې  مېږی باید دکیمیا دپوهې په اړوند کره معلومات ولری څوچې یو دبل په منظورپوه شی اودادقرآن عظیم الشان بله معجزه ده چې په سل ګونه کاله مخکې یی بیان کړې خو ساینس اوس پرې پوه شوی دی.

محمد شفیق حقپال


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب