د طلاق ډولونه: احسن، حسن او بدعي طلاق

د طلاق ډولونه کوم دي؟

فقهي کتابونو ته له کتلو وروسته جَوَتیږي چې مېرمنې ته د طلاق وراچولو درې ډولونه دي چې لومړي ته يې طلاق احسن او دوهم ته يې طلاق حسن (سني) او دریم دېته يې بیا طلاق بِدعي ویل کیږي .

۱- طلاق احسن: دېته وایي چې سړی خپلې مېرمنې ته په داسې (طهر)پاکي کې یوطلاق ور واچوي چې په هغې پاکي کې له مېرمنې سره جنسي اړیکي نه وي نيول شوي ، او بیا مېرمن پرېښودل شي تر څو عدت يې تېر شي ، صحابه کرامو به دچا له لورې خپلې مېرمنې ته په داسې ډول طلاق ور اچول مستحب ګڼل .
دلته دا خبره په یاد ساتل پکاردي چې طلاق احسن ته احسن ویل ددې معنا نه لري چې مېرمن ته داسې طلاق ورکول اړین او ښه کاردی ځکه چې طلاق خو د خدای جل جلاله په وړاندې مبغوض دی هغه هیڅکله هم ښه نه شي کیدای بلکې طلاق احسن ته دطلاق حسن له امله احسن ویل شوي تر څو ددواړو تر منځ تو پیر راشي .

۲- طلاق حسن (سني): دېته وايي چې په دریو پاکیو کې مېرمنې ته درې طلاقونه ور واچول شي یعنې په هرې پاکي کې یو طلاق .
پورتني طلاق ته طلاق سني (مسنون) هم وايي خو د دې د امعنا نه ده چې طلاق احسن نو مسنون نه دی ، بلکې مسنون دواړه طلاقونه دي البته د مسنون معنا دا هیڅکله هم نه ده چې داسې طلاقونه ورکول خپلې مېرمنې ته ښه او سنت کار دی بلکې د مسنون معنا داده چې خپلې مېرمنې ته په پورتني ډول طلاق ور اچولو سره سړی نه ګناهګاريږي .

۳- طلاق بدعي: دېته وایي چې په یوه پاکي کې خپلې میرمنې ته په مختلفو مهالونو کې په مختلفو توروسره درې طلاقونه ور واچول شي ، یا هم په یوه توري سره په یوه وار میرمنې ته درې طلاقونه ور واچوي . مېرمنې ته د دې ډول طلاق په ور اچولو باندې سړی ګناهګاریږي هم.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب