د میزبان (کوربه) وړتياوې

دا چې ویروس په نوې خطرناکه بنه را څرگندشوی، هیخوک یې لا تر اوسه ځانگړی معافيت نلري نو هرڅوک هر سن او دواړه جنسه گواښي، په ماشومانو او ځوانانو کې دوالگي په څیر، د نورو ويروسي ناروغيو سره په ملتيا او یا په ناڅرگند ډول تیریږی او د انديښنې وړ ستونزه نه رامنځته کوي. ښځينه د نارینه په پرتله کم اخته كوي خو اميدواره او شيدې ورکونکې ميندې، زخمي یا تازه عملیات شوي او د پاخه عمر انسانان چې د زړه، سږو، بډوډو، ځګر او نورو غړو په مزمنو ناروغيو لکه لوړ فشار، شکر، سرطان، اعتیاد او بي وسۍ اخته وي ددې ویروس له امله ترسخت او بيړني بريده رسي.

ناڅرگنده او اسانه ناروغي تيرونکي نورو ته د ليږد پټه غځيدونکې سرچینه بلل کيږي او د ساده او عادي پيښو د شتون او روغتياي ي سيستم د لټون د بې وسۍ له كبله فکر کیږي چې یوازې ٪۶ پېښې به میندل شوي وي او نورو پټو پېښو به لا تر مخه د ټولنیز معافیت کچه بشپړه کړي وي. د چین د څېړنو پر بنسټ یوازې ٪۲ او جنوبي کوریا کې ٪۶ بېړنۍ پېښې له ۲۰ کلنو ټيټو خلکږ کې ثبت شوي. او هم د جان هاپکن نړیوال پوهتون د عامې روغتیا د څېړنیز خبري‌ ټولګو د ۱۵۵۶ ګڼې ټولګې پر بنسټ‌د امریکا پېښې هم تر ٪۲ په کوچنیانو کې ندي لوړې شوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب