د مينې څومره والى او څرنگوالى

كه د يوه انسان د وينې غوړوالى يا شكرې ميزان تر خپل ټاكلي حد ښكته يا پورته لاړ شي، انسان ناروغېږي. كه د برېښنا ولتاژ چې يو لامپ روښانه كوي، تر حد زيات شي، د لامپ د سوځېدو او كه كم شي، د دې لامل كېږي چې لامپ روښانه نه شي او يا كومه بله ستونزه پيدا كړي. د بېلگې د دې بيانوونكې دي، چې هر شى خپله مشخصه اندازه او معيار لري. حيقيقي مينه هم له دې څخه مستثنا نه ده.
كه د يوه سړي مينه د يوه شي، يا شخص پر وړاندې لږه وي، مينه منځ ته نه راځي او كه مينه تر اندازې ډېره او شديده شي، بيا هم د سړي لپاره ستونزې ټوكوي. مينه هم د مينې كولو او مينې غوښتلو په مقام كې د څومره والي يا كميتي پلوه مطلوبه اندازه لري. د مينې كولو او مينې غوښتلو مطلوبه اندازه په داسې ځاى كې قرار لري، چې د سړي رواني سلامتيا ځواكمنوي او په سړي كې د نشاط تازه والي لامل كېږي او دغه مطلوبه اندازه د پېژندنې او عقلانيت په مرسته ميسرېږي.
په مينې كولو او مينې غوښتلو كې د افراط يو مهم علت دادى، چې شخص فكر كوي، چې د زياتې مينې كولو او مينې غوښتولو په پايله كې سړي ته مثبته نتيجه لاسته ورځي. په بله وينا شخص د دې پر ځاى چې د مينې په كيفيت كې پرمختگ وكړي د مينې په كميت كې وده كوي او په ځينو وختونو كې كيفيت د كميت قرباني كېږي، افراطي او لېونۍ مينه( غوره ده، چې هوس ورته وويل شي) منځ ته راځي.
كله چې مينه يا د مينې كولو او يا د مينې غوښتلو له پلوه افراطي بڼه غوره كړي، د شخص خوى او خواص تر اغېزې لاندې راولي او د شخص په تفكر او كړنو كې د گډوډيو لامل كېږي. د مينې افراطي بڼه په لاندې صورتونو كې ښكاره كېدلاى شي:
۱ – په مينه كې د ماتې له خوړلو وېره: هغه كسان چې په مينه كولو او مينه غوښتلو كې افراطي وي، په مينه كې د نه برياليتوب پر وړاندې سخته پرېشاني ښيي.
۲ – شديده واك غوښتنه ( انحصار طلبي): هغه كسان چې په مينه كولو او مينه غوښتلو كې افراطي وي، د مينې په ډگر كې شديده انحصارطلبي ښيي.
په مينه كولو كې انحصارطلبي د سختو كنټرولونو لامل كېږي. د بېلگې په توگه يو مېړه چې له خپلې ښځې سره بې كچې مينه كوي، نو نوموړى دا چې ښځه يې ان له خپلو خپلوانو سره هم اړيكي ولري، سخت پرېشانه كېږي. همداشان په مينه غوښتلو كې هم انحصارطلبي د شديدو حسادتونو لامل كېږي. د بېلگې په توگه هغه ښځه چې له خپل مېړه څخه د دې هيله ولري، چې له اندازې زياته مينه ورسره وكړي، د خپل مېړه له صميمي همكارانو سره حسادت ښيي.
۳ – ناسم نسبت وركول او ادراكي تېروتنې: د كمزورۍ يا ضعف د ټكيو وړكي كول او په پام كې نه نيول او د معشوق د قوت په نقطو كې ډېر اغراق كول، د افراطي مينې د ارزونې له مهمو او څرگندو نښانو څخه دي.
۴ – د ټولنيزو ارزښتونو قرباني كول: هغه كسان چې په مينه كولو او مينه غوښتلو كې افراطي وي، په ډېره اسانۍ سره ټولنيز ارزښتونه د خپلې مينې قرباني كوي او د نامنطقي كړنو په ترسره كولو سره قوانين ترپښو لاندې كوي او د نورو پر حقونو تېرى كوي.
يو بل مهم ټكى چې په حقيقي مينه كې بايد اشاره ورته وشي، دادى، چې مينه بې پايه او بې پايانه كېداى شي، خو نه بايد بې حده او اندازې وي.
مينه پر كميت يا څومره والي سربېره كيفيت يا څرنگوالى هم لري او د هغې د كيفيت ميزان كولاى شو د عاشق د پېژندنې، رښتينولۍ او عقلانيتوب له مقدار او نورو اړخونو څخه وسنجوو. هر څومره چې د مينې اندازه زياته وي، د عاشق د پرمختگ ميزان هم ډېرېږي. هغه ځانگړنې چې د حقيقي مينې لپاره ورته په لومړي څپركي كې اشاره شوې، د يوې حقيقي مينې ښكارندوى دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب