د مور په څېر خوږه پښتو

د پلرونو او نيکونو له وخته راته داسي ډېر متلونه پاتې دي هغه د چا په خبر چې له ډېرو پخو خبرو سره لا ټانټي ژويې چې هر متل يې په خپل ځاى کې ځانته مفهوم او ځانګړنې لري د بيلګي په ډول په يو متل کې داسي ويل شويدي چې
( هرچاته اور له خپلي لمني ور پورته کيږي ) نو که د همدې متل په اړه باندي لږ فکر وکړو رښتيا هم نن ورځ  چې پښتو ژبي ته کوم تاوانونه  رسيدلي دي او يا يې د پښتو ژبي د پرمختګ مخه ډب کړي ده هغه هم د ځينو هغو پښتنو کړنې دي چې يواځي د پښتون په نوم ياديږي ولي هيڅ کړه ،وړه اوخبره يې دپښتو په پښتني چوکاټ کې نه راځي

نو له ټولو درنو پښتنو قلموالو او په پښتو مينو پښتنو څخه دا هيله کوم چې لومړى ټول پښتانه د خپلي ژبي له حقوقو څخه خبرکړي او د پښتو ژبي د چوپړ کولو لپاره يې وهڅوي څو خپلي ليڅې رابډ وهي او په دې لاره کې نه ستړي کيدونکې منډې ترړې وکړي.

هسي نه چې پښتو خواره ده  پښتو د نړۍ په مخ د ډيرو بدايه ژبو په کتار راځي ولي نن ورځ ځيني پښتانه وروڼه يا خو خوار، بيده ،بي احساسه او يا د بي پښتوکيدلو پولي ته رسيدلي دي چې دڅه مالي اومادي ګټو لپاره يې خپلي درني او د مور په څير محبوبي اوخوږي ژبي ته شا کړيده  لومړى خو په پښتو ژبه خبرې نکړي اوکه يې بيا چېري په پښتو ژبه خبرې وکړي  هغه به داسي وي  چې ټولې به د پرديو ژبو تر اغېزي لاندي وي او پردي لغات ( ويوکي ) به ور پکې په پريمانه کچه کاروي چې حتى په ځينو به يې دا ګمان لا هم وکړي چې کيداى شي دغه سړى به  بله ژبه وايې .

همدا رنګه د افغانستان دولسمشراو نورو دولتي مشرانو په ځانګړي ډول پښتنو وزيرانو او رئسانو څخه دا غوښتنه کوم چې د خداى لپاره دا له پښولويدلي پښتو نوره تر پښو مه لاندي کوى  او د خپلو ځانې ګټو لپاره پښتو ته شا مه ورګرځوى دغه پښتو په ټولو پښتنو باندي د مور په څېر حق لري لږ له خدايه  و ويريږى په خپلو دفترونو او ادارو کې مو چې تر کومي کچي پوري وس کيږي دفتري ليکل موپه پښتوکړى او نور تر لاس لاندي پښتانه مامورين موهم د پښتو ليکلو ته مجبور کړى او په ځانګړي ډول دهيواد له ولسمشر څخه مو دا هيله ده کوم څوک چې په هر ځاى کې په دولتي دنده باندي ګمارل کيږي بايد کم تر کمه دهمغه سيمي په ځانګړي ډول پښتو او دري ژبو باندي دومره خو وپوهيږي چې کله د مراجعينو په ډله کې کوم پښتون يا دري ويونکى ورته راځي او له هيڅ  ډول  ستونزي  سره مخ  نشي .

خو په اخير کې د خپلو هغو سيموله قلموالو او په پښتو ژبه مينو وروڼو څخه دا هيله کوم چې د خپلي سيمې له ادارو څخه په هره ميا شت کې يو ځل ليدنه وکړي ، په هر دفتر يا اداره کې چې کوم پښتون مامو يا مسؤل  وي او په خپلو دولتي پاڼو کې بله ژبه ليکي هغه دي يو ځل له همدې کړني څخه په نرمه او پسته وينا را وګرځوي او که د دوهم ځل لپاره يې بيا هم داسي ناوړه کار وکړ، نو د خپل پښتني غيرت له مخي دي هغه دهمغه دفتر په  دننه کې داسي  و خرپوي چې بل پښتون  بيا داسي جک ونه وهي او که يې هلته وس ورباندي  ونه رسيږي نو هر کله چې له دفتر څخه دباندي  را ووتى د خپلو پښتنو زلميانو په مټ دي هغه ته يو ځل داسي پروت ورکړي چې بيا په ټول وخت ورته خپله پښتو ژبه داسي بي ارزښته ښکاره نشي.

پښتو يې مور که يې عزت نکړي خواريږي پسي
يا به  ناپوه  وي يا به  دې  ټکـــي ته پام نکـــــــــوي

( هــــــمزه ) پښــــتو بولي ( رمـــــــانه ) د جــنت له ژبو
خـــو زما د درو زرو مامور يې احـــترام نه کـــــوي

پښـــــــتون

درته وايم نيمـــــــــــګړتياوې پښـــــتنو کې
پښتانه وي خـــــوڅه نه ليکي پښــــــتو کې

وزيران کـــــه ريســــان چـــې پښــــــــــتانه وي
پښـــــتو نشـــته دري ليــــکي کاغـــــــــذو کې

لاس دې مات مغزى دې مات تم پښتون يې
ستا خــدمت پښتو ته ښـــيه خــپلو کړو کې

نه همــــت نه دې وجــــدان دا تقضــــــا کـــړي
چې پښــــتو مې لــــږ رواج شي دفـــــترو کې

تش په نوم باندي پښــــــتون يې بي هـــمـــته
خـــــپل اولاد ته پښــــــتو نه وايې کــــــورو کې

ما ( رمــــان ) بس د( هــــــــــمزه ) لاس نيوى کړي
وي په خـــــوله به مې پښــــتو د مرګ سلـــګو کې.

لیکوال: عبدالباري ( رمان )

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب