خوږې مورې! ځما دنیاګۍ ډیره وړه او په هغې کې داسې ژبه نشته چې ستا د مینې لمانځنه او ستاینه پری وشي.
نیازبینې مورې! ځما په بدن کې داسې سترګې نشته چې ستا له ښکلا پورته، د بلې ښکلا ننداره پری وشي.
نازولې مورې! ته هغه هستي یی چې جنتونه ستا له قدمونو لاندی دي.
قدرمنې مورې! ستا یادونه تل تازه او خاطرې دې تر ټولو خوږې دي.
پتمنې مورې ! ته د نهیلیو په تورې ترږمۍ کې، ځما د رڼا څلی او ځما د زمانې غږ یې.
درنې مورې! ته د هر بچي د اسرې او ارزوګانو داسی یو سیند یې چې هیڅکله نه وچیږې.
خوږې مورې! ستا زړه، تر ټولو زړونو نرم او ته تر ټولو مخلوقاتو، مهربانه خلقت یې.
د زړه په تل کې مورې! د درد او ژړلو په مهال تر ټوله غوره ځای، ستا غیږه ده.
پیاوړې مورې! ته په هر مصیبت کی ډاډګیرنه او د هرې کمزورتیا په وخت پیاوړتیا یې.
عزتمنې مورې! ته هغه هنداره یې چې د نورو میندو په شان دی، ماته هم خپل رنګ رابښلی.
ګرانې مورې! دا چې ته د زړه سوي سمبول، د سرښندنې څلی او د مینې مظهر یی، نو د اسماني ادیانو او صحیفو په ګډون، انساني تاریخ پخپلو ټولو پخوانیو او معاصرو پاڼو کې ستا د حق او تقدس په هکله دومره سپارښتنه هیڅکله هم نده لیدلې، څومره چې په قرانکریم او د پیغمبر (ص) په حدیثونو کې ستا یادونه شویده.
د زړه په تل کې میشتې مورې! ستا د مهربانې غیږې پخاطر، ستا د نیمې شپې د شوګیرو له مخې او ستا د الله هو، للوللو له وجې، ستا رب، ستا د قدر او ارزونې په ویاړ د الاسراء په ۲۳ آیت کې داسی حکم کړی: ستا رب پریکړه کړی چې پرته له ده نه د بل هیڅ چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلند کوئ. که له هغوئ نه یو، یا دواړه زړښت ته ورسیږي نو د اوف غوندی وړه خبره هم ورته مه وایه، دوئ مه رټۍ او خورا نرمې او مهربانه خبرې ورسره کوئ
په قبر کې پرتې مورې! کله چې د اسلام ستر پیغمبر خپل هغه صحابي ته چې بوډۍ مور یی په اوږو کښینولۍ او له کعبې څخه یی ورباندی د طواف کولو وروسته پوښتنه وکړه چې یا رسول الله، آیا ما د خپلې مور حق ادا کړ، کنه؟ نو مورې پوهیږې چې ستا پیغمبر ورته په ځواب کې څه وویل؟ نه، تا د خپلې مور د هغه درد یوه برخه حق هم ندی اداء کړی کله چې ته یی زیږولې.
مورې! تا به حتما اوریدلي وو چې یونیم زرکاله وړاندی یوې غزا ته د تیارۍ په مهال، یو صحابي حضرت پیغمبر (ص) ته راغی او ورڅخه یی اجازه وغوښته چې غواړم له تا سره جهاد ته ولاړشم. نو پوهیږې چې هغه (ص) ورته څه وویل: آیا مور لرې؟ ځوان ځواب ورکړ چې هو. بیا رسول الله ورته وویل: ورځه د هغې خدمت وکړه، ځکه د هغې د پښو لاندی جنت دی.
مورې! نن د مۍ دولسمه او نړۍ والو دا ورځ ، ستا د ورځې په نوم نومولی ده. نن د دی بی تنابه مځکې په لر او بر کې ستا مقام ته د درناوي پخاطر غونډې جوړیږي، ستا په نوم کارتونه انځوریږي، ستا په عنوان پوستي ټکټونه چاپيږي او ستا په څیر میندو ته مډالونه، ډالۍ کیږي. شاعران دی د شعر په ژبه او لیکوالان دی د قلم په څوکه ستایي. خو لدی ټولو ها خوا، ستا په ټوکر ټوکر هیواد کې ستا یتیم شوي او بی اسرې بچیان، تا پخپلو سلګیو او تړمو اوښکو سره لمانځي.
مورې! ستا ځیني هیوادوال وایی چې د مور د ورځې لمانځل بدعت دی او نادوده. دا د غرب تحفه ده، دا بی لاریتوب دی او ګمراهي ده. خو همدا غربیان په کال کې یوه ورځ لږ تر لږه د انسانیت په نوم، د بشري عاطفې له مخې او د فطرت په حکم، د سرو ګلانو په ګیډیو سره د خپلو میندو د ورځې لمانځنه کوي
مورې! ستا د هیواد هر بچي مني چې یوه مورهم جګړه ماره نده، ولی بیاهم هره مور، د هری جګړې قرباني ده.
مورې! زه خپل ځان نیکمرغه بولم چی عزرائیل دی د کټ په سر ولاړ او ما ته دی په ټلیفون کی وويل: زویه زه درڅخه راضي یم، بده ورځ ونه ګورې. مګر بد نصیبي می داده چي ستا د جنازې کټ له می اوږه ورنکړه او ستا د قبر په سپیرو خاورو می یو څو څاڅکی اوښکې توئ نه شوې. خو په هغه رب قسم چی تا ته یی د مورولۍ مقام درکړی، زه دی په هره سجده کی لمانځم او د اصلي منزل په لور ستا د مزل د اسانۍ غوښتنه کوم او د مور پدی ورځ، په غریو نیولي اواز درته غږ کوم چی: ځما رنځیدلې او کړیدلې مورې! په هدیره کې ځما میشتې موری! ځما د تورو خاورو لاندی نازولی مورې! دغه ورځ دی تا او د نړۍ پر مخ هرې مور ته مبارکه وي.