د مور مينه
کله چې زه وړه وم مورسره مې ژمنه کړيوه چې غيرلتانه به هيڅ چاسره دومره مينه ونه خايم چې ستادمينې ځاې ونسي مورمې راته مسکۍ شوه
“وويل نه شی کولې”
مابياټينګاروکړ چې کولې شم ته ماته زمادخور،ورور، اوپلارنه هم ډيرزيات ګرانه يې
“مورمې بياوويل
“نه شی کولې يوراځي زماځاې به ونسي اوته نشې کولې چې ترهغی زيات ماسره مينه وکړی”
کله چې ځوانه شوم يوڅوک مې خوښ و
نه زما دمورپه شان اوبيا يوې معلمې سره مې بی حده مينه پيدا شوه خونه زمادمورپه اندازه
کله چې ځوانه شوم نومئينه شوم
ځان نه مې پوښتنه وکړ کوم يوسره ډيره مينه لرم خوبياهم چې فکر مې وکړ دمور مينه مې لاهم زړه کې ژوندې وه
کالونه تيرشو چې يوراغې داسې يوڅوک چې روح اوځان مې ودزړه پاچامې وټول وجودکې مې دهغی مينه لکه وينه چليده
نمې شوکولې چې دخپل دماشومتوب ژمنې ته وفداره پاتې شم بياهم مې ځان سره فکروکړ چې مور که زمامينه
هماغه ورځ وه چې مورمې راته مسکۍ شوه اووويلې ودې ليده ودی نه شوکولې چې زمامينه وساتې
اخرمې پام شوچې زه خپله مورشوې ومه !!
ليکواله :ثريارهنما
ژباړه: زرلښته حفيظ