د مور او پلار مینه
د نورو خپلوانو په پرتله بې اندازې غوروالی او بې سارې مینه ، له هغوی سره احسان (ښېګڼه) او پر هغوی خپل سر و مال قربانول د مور و پلار حق دی ، په ځانګړې توګه د مور ځکه چې د انسان په زېږولو او لویولو کې یې ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللې وي .
د مېرمنې ، اولادونو او نورو خپلوانو مینه د مور و پلار د مینې په پرتله د نشت برابر ده .
په یو حدیث شریف کې راځي چې عمر رضی الله عنه ته یو سړی راغی ويلې : اې امیرالمؤمنین زما یوه زړه بوډۍ مور ده هغه همېشه په شا ګرځوم او هغومره تکلیف ورسره تېروم چې څومره یې له ماسره تېر کړی ، آیا ما به دهغې حق ور پوره کړی وي کنه ؟ امیرالمؤمنین عمر رضی الله عنه ورته و فرمایل چې نه ! ځکه ته دهغې د مرګ تمه لرې ، چې کله به مري او هغې له خپل رب نه ستا د اوږده عمر دعا غوښتله ، همدارنګه د پلار د بې سارې مینې په اړه یوه کیسه نقل شوې چې یو بوډا پلار له خپل ځوان زوی سره یوه تفریحي پارک (بڼ) ته ولاړ ګوري چې په ونه کې یوه مرغۍ ناسته ده ، له خپل زوي نه یې پوښتنه وکړه ، بچیه دا څه شی دی ؟ زوی ورته وایي پلاره دا مرغۍ ده ، پلار یې بیا پوښتنه وکړه بچیه دا څه شی دی ؟ زوی ورته وایي چې دا مرغۍ ده نو څه شی ده پلار یې په دریم ځل پوښتنه وکړه چې بچیه دا څه شی دی ؟ زوی ورته په ډېره غوسه ځواب ورکړ چې مرغۍ ده ولې ته نه ګورې ! پلاریې ورته و ویل چې بچیه ته مې په وړوکوالي کې دغه بڼ ته راوستلی وې لس کرته دې رانه پوښتنه وکړه ما درته هر ځل په ډېره مینه ځواب درکا وه چې بچیه دا مرغۍ ده او ته په دریم ځل پوښتنه دومره غوسه شوې ، کم تر کمه لس ځله خو به دې ځواب راکړئ و ، تا خو په دریم ځل پوښتنه و رټلم ، نو د دغو دلایلو په رڼا کې د مور و پلار څلور حقونه دي .
۱ ـ له مور وپلار سره احسان (ښېګڼه) کول
۲ ـ په مور و پلار مال خرڅ کول
۳ ـ د مور وپلار اطاعت ( خبره منل )
۴ ـ مور و پلار ته دعا کول
۱ ـ له مور و پلار سره نیکي (ښېګڼه) :
الله پاک په قرانکریم کې ډېر ځله د خپل ځان ذکر نه پرله پسې د مور و پلار یادونه کړې ده ، لکه په دغه آیت کریمه کې چې فرمایي : « وقضی ربک ألا تعبدوا الا ایاه ، و بالوالدین احساناً ، اما یبلغن عندک الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما افٍ ولاتنهرهما و قل لهما قولاً کریماً ـ و اخفض لهما جناح الذل من الرحمة وقل رَّبِّ ارحمهما کما ربَّیاني صغیراً » او الله پاک فیصله کړې ده چې یواځې ده ته به عبادت او بندګي او له مور وپلار سره به احسان (ښېګڼه) کوئ ، که په بوډا والي کې یو یا دواړه درسره ژوندي پاتې شول ، نو أُف به ورته نه وایې ، نه به یې رټې ، بلکه نرمه او پسته خبره به ورته کوې ـ د رحم و کرم وزرې ورته وغوړوه او دعا ورته کوه چې یا الله پاکه په دوی داسې رحم وکړې لکه چې په وړوکوالي کې دوی پر ما کړی و ، نو الله پاک په پورتنیو دو آیتونو کې د ښېګڼې لفظ عام ذکر کړ ، چې فعلی (عملي) ، بدني ، مالي او هر رنګه ښېګڼې ته شامل شی، بیا په ځانګړي ډول په زوړتوب او بوډا والي کې ، ځکه چې په بوډاوالي او کمزوري کې نرمي ، مینې او ښېګڼې ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کیږي ، بیا له مور وپلار سره د بې ادبي نه منع کوي او وایي : « و لاتقل لهما أفٍ و لاتنهرهما » مور او پلار ته به د اف یا هره داسې کلمه که ناروغۍ کې د درد په وجه هم وي خو چې هغوی پرې خپه کیږي، نه کاروې ، نو وهل ، ټکول ، رټل ، ښکنځل ، سپکول په جګ اواز سره خبرې او پرهغوی سترګې را برګول خو بیخي حرام او ناروا دي ، بلکه په ډېره نېکه او نرمه لهجه به ورسره خبرې کوې « و قل لهما قولاً کریماً » همېشه به له دوی سره د رحم او نرمښت معامله کوې ، د دوی هر خدمت ته به لکه د مریې ولاړ یې« و اخفض لهما جناح الذل من الرحمة »
په یوه حدیث شریف کې راځي چې : « رأی ابو هریرة رضی الله عنه ـ رجلاً یمشي خلف رجلٍ ، فقال : من هذا ؟ قال ابي ، قال : لاتدعه باسمه ، ولاتجلس قبله ، ولاتمش امامه » ابو هریره رضی الله عنه یو سړی ولیده چې په بل سړي پسې روان و پوښتنه یې ترې وکړه چې دا څوک دی ؟ هغه ورته و وېل چې دا مې پلار دی ، ابو هریره رضی الله عنه ورته و ویل : چې په نوم به یې نه رابولې ، له ده نه به مخکې نه کینې او نه به ځې ! .
۲ ـ په مور و پلار خرڅ کول :
په مور وپلار چې غریبان وي خرڅ کول په قران ، حدیث ، اجماع او عقل سره ثابت دی ، د قران کریم پورتني ذکر شوی آیتونه ، په دې ښه دلالت کوي ، ځکه چې پر هغوی خرڅ کول تر ټولو غټ احسان او ښېګڼه ده .