د مور او پلار مهمی دندی!

د مور او پلار لپاره دغه هم مهمه ده چی د خپلو ماشومانو اداره کولو تر څنګ باید د خپلی کورنی او ټولنی نورو غړو سره هم ښه علاقه او خپل ښه او بد ورته څرګند کړي، مور او پلار باید دومره ډیر څه وکړی ، تر څو خپل ماشومان د ښه انکشاف لپاره برابر کړی.

د مور او پلار له مهمو دندو څخه اصلی هدف احترام کول او مثبته سیالی ده ، چي دوی د خپل شخصیتونو لپاره حاصیت لوړتیا او لاسته راوړنی ولري، بغیر د لارښوونی او امر کولو څخه هم مور او پلار کولای شي چي نورو ته الهام ورکړی تر څو د ترقی لپاره لا کوششونه وشی ، ځکه هلته د دوی موجودیت زیات رول لری .

هروخت موراو پلار باید د خپلوماشومانو سره خبري وکړی ، د دوی سره باید فعاله ژوند وکړي او خپل وخت ورکړی تر څو د هری موضوع او خبرو ته ورته غوږ ونیسی چي یو په بل د مینی درلودلو او احترام کول احساس وکړي.

د مور او پلار دغه دند‏و تر سره کول بشری او انسانی دي؛ له ماشومانو څخه غلطی کیږي، مور او پلار هغه څوک دي چي د دوي غلطی ومنی او دوی ته زده کړه او لارښوونه وکړی ، کوشش وکړی چي دوي خپل ځانونه لا ښه کړی او خپل قوت د ماشومانو په روزنه، پالنه او لویولو کې څرګند کړی.

که چیری مور او پلار د زیات پر مختګ لپاره خپلو ماشومانو ته ډیره لارښوونه وکړی ، او دوي ته په ډیرود کورنی موضوعګانو کې ورته وخت ورکړل شي ،نو د ماشومانو ذهن لوړیږی زیرک کیږی او بیا د خپل مور او پلار ته زیات احترام ساتی او هغوی سره ئې مینه زیاتیږی، نو هغوی بیا د مور او پلار هري مشوری او لارښوونی ته ښه غوږ نیسی ، دغه کورنی بیا د ټولنی لپاره ښه مثال کیږی او نورو کورنیو او ټولنه باندې ښه زیری اچوی او له دغی کورنی څخه نوری ډیری کورنی عبرت او څه ور څخه زده کوی ، بیا د څو سالمو کورنیو رامنځته کیدل یوه سالمه ټولنه منځ ته راځي.

مور او پلار باید لاندې څو بنسټیزی نقطی خپلو ماشومانو ته ور وپیژنی:

۱ – احترام کول د ټولنې ښه شیانو لومړی ریښه ده .

۲ ـ خوی او عادت ( چي پوه شی چي نور انسانان هم انسانان دي) .

۳ ـ ګټل او بایلل .

۴ ــ ځان بریالی کول، ځان ښودنه او کار کول .

۵ ــ د شخصیت او کارنامو مقام او خاصیت .

۶ ــ د کار ،غوسی، تاوان او خفګان په وخت کې حوصله او زغم درلودل .

۷ ــ په ځان کې د رښتیا ویلو ښودنه ،ځکه رښتیا ویل د ناوړه خبرو مخنیوی کوي .

۸ــ له هر شی څخه زده کړه کول .

۹ ـ هر وخت دوی ته هر کلی او خوشحالی څرګنده ول .

۱۰ ــ له دوی سره زیات وخت پاتی کیدل .

۱۱ ــ له دوی سره مهربانه اوسیدل .

۱۲ــ دوی زیات وخت حمایه کول.

پورته ټولی هغه کړنی چي مور او پلار په خپلو مسولیتو کې بریالی کوی،او یوه ښه کورنی منځته ته راوړی شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب