د موريکې یا لو تبي نښې څه دي؟
د موريکې یا لو تبي نښي:
ډېر وخت بغیر د کومي څېړني نه دواوی ورکول کېږی بلکي د ویني معاینه ډېره ضروري ده ، د دې تبي باید ځانګړې ټایپیډاټ په نامه معاینه وسي، دا تبه یوه عامه ناروغي نه ده، ناغېړي باید ورسره ونه کړو.
د دې تبي جراثیم د خولې لخوا داخل کېږي او دا جراثیم په ناپاکو اوبو او له خرابو خوړو سره پیدا کېږي، په خاصه توګه هغه خواړه چي د باندي پراته وي، د ښونځي ماشومان چي په رېړیو کي کوم خواړه خوري په هغو ټولو څیزونو کي دا ډول جراثیم شته، که د کوم هوټل په اشبزخانه کي دا جراثیم وي نو هغه هوټل کي ډوډۍ خوړونکي ټول خلک په دې ناروغۍ اخته کېږي.
هڅه کوئ چي تل پاک خواړه وخورئ، د لو تبي جراثیم په څلورو هفتو کي له بدته وزي تر هغو پوري د پخلي هڅه مه کوي، همېشه د ډوډئ یا دیګ پخولو نه وړاندي هڅه کوئ چي لاسونه په صابون پرېمنځئ، ډېر خلک دوا یوازي څلور یا بنځه شپې خوري فکر کوي چي نور ښه سو خو د دوا خوړل تر 14 ورځو پوري ضروري ده کني دا جراثیم نه مړه کېږي او یوه میاست وروسته بیرته دا ناروغي راپورته کېږي .