د منظم کار مفهوم ، اهميت او بنسټونه-دعوت
مونږ په اوس وخت کې اورو چې ډېري خلک په خپلو ژبو په غيرمسئولانه توګه دا خبره زمزمه کوي چې د اسلامي دعوت او الله ته د کارکولو لپاره د نظم او تنظيم جوړولو اړتيا نشته بلکې ټول مسلمانان مکلف دي چې دتوحيداو طيبې يوې کليمې لاندې سره راټول شي اويو جهادي انقلابي تحريک جوړ کړي اوهغې چتر لاندې داسلام دين ته دعوت اوکار وکړي ترڅودالله دين غالب اودالله راليږلي نظام واکمن شي، مخکې تردې چې زه داسلام دين ته ددعوت اودهغې دواکمن کولولپاره دنظم اوتنظيم په ضرورت خبره وکړم اودهغې په اړه ځنې نقلي اوعقلي دلايل وليکم، لومړي د دغه وينا کوونکوپه اړه وايم چې کېداي شي دغه وروڼه دتنظيم په معني او مفهوم په سمه توګه نه وي پوهېدلي، شايد دوي پدي فيصله اوخبره کې دتنظيمونوپه نامه دخپلوګټو، منصبونواوناروا اهدافودلاسته راوړلوپه غرض د موجوده ايتلافونواومختلفوډلګيوتراغېزلاندې راغلي وي، که څوک ددين په چوکاټ کې ددا قسمه تنظيمونوڅخه انکارکوي اومخالف ېې وي نومونږ ېې يوازې په تش انکار اومخالفت کې ملګري نه بلکې د تنظيم په نامه دداقسمه خيانت اوناروا په مخنيوي کې دمبارزې دلومړي صف مجاهدين اوعلمبرداران يواوکه ددوي تصورداوي چې ديومعلوم اومشخص هويت اونامه لاندې اسلام ته ددعوت اوددين د واکمن کولولپاره په ډلييزکارکې دشرعي نصوصو په غوښتنه ددعوت د موثريت په غرض په اجتهادي توګه يومنظم طريقه کار، طرزالعمل اوسيستم جوړول ناروا اوبې ضرورته ګڼي، نومونږ ېې کلک مخالف يواومخالفت موکوم مزاجي اوسليقوي بڼه نلري، بلکې دمنکراتو په مقابل کې دانکار په قوي احساس بنا دي .
دداسې خلکو په اړه داسلامي دعوت مخکښ عالم اوسترمفکرفتحي يکن وايي: چې داقسمه خلک به ددوه حالتونونه خالي نه وي: يا خو به داخلک داسلام په اړه په اجمالي او تفصيلي توګه سم پوهاوي نلري اويابه پدې مفکورې سره د اسلام په وړاندې توطيه او دسيسه جوړوي، تر څوپه ماهرانه اوتدريجي شکل اسلام په کلي توګه له منځه يوسي.
د منظم کارمفهوم : منظم کارديوځانګړي منهج په اساس عبارت له هغه ډلييزکارڅخه دي چې ديومنظم پلان او ضابطې په اساس تجويز شوي وي ، مسير، لنډمهالي اواوږد مهالي اهداف ېې معلوم وي او هرچاته پکې د استعداد او وړتياوو پربنياد کار سپارل شوي وي اوقاعدې اوافرادو له اړخه د مشرتابه پوره سمع او طاعت پکې تمثيل شوي وي .
په پورته مفهوم سره منظم دعوت اوکارد هغه خلکودوينا سره چې وايي ټول خلک بايد دتوحيد دکليمې يوبيرغ لاندې دعوت او کاروکړي هيڅ قسمه تعارض اوټکرنلري.
1 : په دعوتي کارکې دتنظيم اهميت :
الف : نقلي دلايل : په سورت صف څلورم نمبرايت کريمه کې الله متعال داسې فرمايي:
(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ )
ژباړه : دالله خوهغه خلک خوښ دي چې دهغه په لارکې پداسې شان صف تړلي جنګيږي چې ګواکي هغوی يو محکم کړی شوی ديوال دی .
ذکرشوي ايت کريمه نه په اسلامي اوديني کارکې دنظم اوتنظيم داهميت ګراف په ډيروضاحت اوصراحت سره اوچته معلوميږي هغه داچې کله الله متعال دانسانانو دژوندانه په برخه کې دجنګ په يو ډېرخطرناک اواضطراري حالت کې نظم اودسپلين خوښوي اود منظموصف جوړووونکومجاهدينوسره دخپلې مينې او محبت اعلان کوي نودتنظيم مخالفين څه فکراوتصورکوي چې په عادي اونورمال حالاتوکې به په کارونوکې د نظم اوتنظيم دغوښتنې ګراف په کوم حدکې وي ؟
دهمدې په څېر امام ابوداود دابوهريره اوابوسعيد خدري رضي الله عنهما نه يوروايت نقل کړيدی چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : اذا کنتم ثلاثة فامروا احدکم ) ژباړه : چې کله تاسودرې تنه سره يوځای شوئ نويوکس خپل مشروټاکئ .
کله چې اسلامي شريعت ددرې کسانوترمنځ د نظم اوتنظيم قضيه مهمله نه ده پريښې نوڅنګه داخبره منل کېدای شي چې اسلامي دعوت اودالله ددين د قيام اوغلبې لپاره چې بې شمېره دمختلفوسيمو، رنګونو، قومونو، ژبو، اومختلفوعلومو اومسلکونولرونکي وګړي پکې راجمع شوي وي، قضيه همداسې بې نظمه پريښې وي اوپه هغې کې دې د نظم اوتنظيم حکم نه وي کړی، داخبره دشرعي نصوصواوعقلي موازنو نه ډېره لرې ده .
دنظم اوتنظيم په اړه عام نقلي اوعقلي دلايل :
الف : نقلي دلايل : ال عمران سورت ( ۱۰۴ ) نمبرايت کې الله متعال فرمايي :
(وَلْتَكُن مِّنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ )
ژباړه : خامخا دې په تاسوکې داسې يوه ډله وي چې نورخلک د خيرخوا ته راوبولي ، په نيکۍ امروکړي اوله بدۍ خلک منع کړي په حقيقت کې همدا خلک کامياب دي .
د ايت کريمه دهغه شمېرعلما وو په قول چې په (منکم ) لفظ کې د(من) کليمه دتبعيض لپاره ګڼي په ښکاره توګه ددعوتي کارلپاره په يوځانګړي تنظيم جوړولودلالت کوي ځکه چې پدې توجيه سره اسلام ته دعوت په عام لحاظ د ټولنې د ټولو وګړوکارنه دی بلکې دا د ټولنې په منځ کې دهغه وګړومسوليت دی چې معروف اومنکرپه سمه توګه پېژني اوددعوت منل شوو اساليبوسره پوره اشنايي ولري چې ددغه مواصفاتولرونکي به دا دعوتي کارد يومنظم پلان اوبرنامې له مخې مخ په وړاندې بيايي .
دهمدې په څېريو بل ايت کريمه کې الله متعال داسې فرمايي :
( يا ايهالذين امنوا اطيعوا الله واطيعوا الرسول واولی الامرمنکم )
ژباړه : ای مومنانو، دالله ، د هغه د پيغمبراو د خپلومشرانوپيروي او اطاعت وکړئ .
پدې ايت کريمه کې که څه هم د مفسرينواو فقهاوو په نزد په لومړي سرکې داسلامي خلافت اواسلامي رښتيني نظام مشران مراددي خوددې نه هم سترګې نشي پټيدای چې په (۱۹۲۴) ميلادي کال کې د عثماني خلافت دسقوط نه وروسته اسلامي امت د هغه خلافت اواسلامي نظام نه محروم دی، دکوم اساس چې په خپله رسول کريم صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره کې ايښی ؤ اوبيا د راشده خليفه ګانو په لاس دنړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيده او بيا مسؤوليت پېژندونکو علماوو په خپلوتصنيفاتواوتاليفاتوکې مونږته د هغې خلافت اواسلامي نظام يوحقيقي انځورپه ميراث پريښې دی .
داچې اوس ددې نصوصواويادېته ورته نصوصو لکه ( من مات وليس فی عنقه بيعة مات ميتة جاهلية )
ژباړه : څوک چې پداسې حالت کې ومري چې دمسلمان خليفه سره ېې بيعت نه وي کړی نومرګ ېې د جاهليت دی .
رښتينی اولي مصداق نشته نواوس علماء ددې نصوصو دوهم مصداق داسلامي دعوت هغه اصيل ، شامل اوکامل جريان ګڼي چې داسلامي نظام دواکمنۍ سترهدف د لاسته راوړلولپاره دنبوي منهج مطابق کارکوي .
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :(المؤمن للمؤمن کالبنيان يشدبعضه بعضا ) ژباړه : يومؤمن دبل مؤمن لپاره دهغې ابادۍ حثيت لري چې يوې برخې ېې بله برخه مضبوطه کړې وي .
پدې حديث کې د يومسلمان بل مسلمان سره دنږدېوالي اواتصال د محکمتيا تشبيه ديوې مضبوطې ابادۍ سره ورکړل شوې ده او دا معلومه خبره ده چې دمسلمانانو ترمنځ اتصال ، يووالی اومضبوطوالی پرته ديوغښتلي نظم اوتنظيم څخه نشي راتلای.
دهمدې په څېر په نبوي احاديثوکې چې دسمع اوطاعت په اړه څومره يادونه اوتاکېد شويدی دا ټول نبوي نصوص له يوه سره په نظم اوتنظيم دلالت کوي چې نه بايد اسلامي ټولنه داسې بې نظمه وي چې هيڅ قيادت اوقاعده ېې يا په ساده اصطلاح مشراوکشر ېې معلوم نه وي.
2 : د تنظيم د ضرورت په اړه عقلي دلايل :
مشهورعالم اودعوتګرفتحي يکن په خپل کتاب داسلامي مبارزي الفبا کې په اسلامي دعوت کې د نظم اوتنظيم د ضرورت په اړه عقلي دلايل په تفصيل سره ذکرکړيدي چې ځنې ېې زه په لنډډول په لاندې توګه ستاسې مخې ته ږدم :
۱ : د نظم بديل يواځي ګډ وډي کېداي شي نه بل شي
څوک چې په اسلامي دعوت او کار کې تنظيم نه غواړي په حقيقت کې په اسلامي دعوت او کار کې ګډوډي غواړي او بې نظمي د اسلام شعار نه بلکې د چپي حرکتونواو خلکو شعار دی او دا د يوې چپې متعصبې ډ لې نوم دی چې پدې څلور پنځو لسيزو په تاريخ کې په کمونستي نوم پېژندلی شوې ده .
۲ : د نظم اوتنظيم مخالفت او ردول په بې سرۍ اعتماد کول دي
په اسلامي کارکې د نظم او تنظيم نشتوالی د پلان او طرحې نشتوالی ګڼل کېږي اود کارلپاره د پلان اوطرحې نشتوالی په نتيجه کې د بد بختۍ او بيرته پاتې والي هغه وروستۍ پوړۍ ده چې ښکته ترې بله پوړۍ نشته او داسلام دښمنان د مسلمانانو په ذهنونوکې همدا خبره مضبوطول غواړي .
۳ : بي نظمي ، ګډوډي او بې سري د قوت اومضبوطوالي نقيض شيان دي
نظم پرېښودل په حقيقت کې د مسلمانانو د کمزورۍ موده اوږدول دي ځکه چې انساني تاريخ کې کله هم قوت اوهراړخيز پرمختګ د منظم پلان او برنامې نه پرته لاسته نه دی راغلی او نه به په راتلونکي کې راشي .
۴ : ګډوډي اوبې سري دوحدت اويووالي ضد ده!
څوک چې په اسلامي کار کې د تنظيم مخالفت کوي هغه په حقيقت کې د اسلامي امت د لا زيات اختلاف او جدايۍ خواته بلونکی دی پداسې حال کې چې د مسلمانانو يووالی او داسلامي دعوت يووالی د شريعت هغه دوه اساسي غوښتنې دي چې د تنظيم نه پرته نشي موجوديدای .
۵ : بي نظمي د تکويني قوانينو څخه مخالفت دی .
په کايناتوکې هر شی د الله تعالی په حکم د نظم په اساس ولاړدی او پدې کې انسانانوته په خپل اسلامي او شرعي کارکې هم د نظم د رعايت کولو پيغام پروت دی .لکه چې الله متعال فرمايي :
(ان فی خلق السموات والارض واختلاف اليل والنهارلايت لاولی الالباب )
ژباړه : يقينا دځمکې ، اسمانونو اودشپې او ورځې په اختلاف کې د عقل خاوندانوته لوي درسونه اوپيغامونه پراته دي .
۶: نظم اوپلان د کارد کاميابۍ اوپرمختګ اساس تشکيلوي .
د وړوکي نه وړوکی کار تر هغې نشي بريالی کېدای تر څو منظم نه وي – په بې نظمۍ کې قوتونه اوفرصتونه ضايع کېږي – ديو وړوکي نه وړوکی کارکه مونږ په ذهن کې مصورکړونوپوهېږو چې هغه هم دمخکني پلان اونظم نه پرته نشي ترسره کېدای، نوڅنګه به روغ عقل داخبره ومني چې داسلامي نظام د واکمن کولوسترکاردې دنظم اوتنظيم نه پرته ترسره شي.
۷ : نظم د اسلامي منهج اساس دی .
په خپله داسلام دعقيدې ، عباداتو، اخلاقو او معاملاتو منهج په نظم او تنسيق ولاړدی هيڅ قسمه بې نظمي اوګډوډي نه مني – ايا دا معقوله ده چې دغه منظم منهج ته بلنه ، پر دغه منهج د انسانانو ژوند عيارول او په همدې منهج د مؤمنې ټولنې جوړول او با لاخره داسې دولت قايمول چې د همدې منهج په اساس به چليږي د نظم او تنظيم نه پرته شوني وي ؟
د عباداتو نظام : لکه لمونځ ، روژه ، زکات ، او حج ټول په جزئي او کلي توګه په څرګندو ځانګړو اصولواو قواعدو ولاړ دی .
اجتماعي نظام : لکه د واده قانون ، د مسلمانې کورنۍ قانون ، د اجتماعي ارتباطاتو قوانين په ټولو جوانبو کې په ثابتو تنظيمي اصولو ولاړ دی .
۱۰ : نظم د پيغمبر صلی الله عليه وسلم عملي کار دی .
تنظيم د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د نبوت په ټولو مراحلوکې، مکه، مدينه منوره . تربيه ، دعوت ، سوله او جنګ – د ټولو کړنو اساس دی، څو نمونې ېې په لاندې ډول دي :
۱ : د لومړۍ عقبې ۱۲ تنو بيعت چې مصعب بن عمير رض ېې ورته د قران لو ستلولپاره امير وټاکه .
۲ : ددوهمې عقبې ۷۳ تنو تړون چې ۱۲ مشران ېې ورته وټاکل .
۳ : درسول الله عليه السلام د هجرت تنظيمي اړخ: امانتونو د سپارلو دپاره دعلي رضي الله عنه پريښودل، دثورغار انتخابول ، عبد الله بن ابي بکر رض ته د خبر راوړلو وظيفه سپارل، اسما ء بنت ابي بکر رض ته د خوراک او څښاک چارې سپارل،عامر بن فهيره د رمې ګرځولو حکم کول.
داټول کارونه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم تنظيم دی پداسې حال کې چې هغه ته شېبه په شېبه وحې راتلله او د الله د لارښوونې څخه برخوردار وو .
۱۱ : د اسلام ستر اهداف د نظم غو ښتونکي دي .
د اسلام دسترو اهدافونه د دعوت او جهاد له لارې د انسانانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستل چې په نتيجه کې يو اصيل اسلامي نظام ته لار هواره شي – دغه ستر هدف ته رسېدل يوازې په منظم کار کې نغښتې دي .
۱۲: د اسلام په خلاف چيلنجونه او ننګونې د نظم غو ښتنه کوي .
که مونږ ومنو چې تنظيم شرعي واجب نه دی، واجب ضروري خو يقيني دی، ځکه چې د ټولې نړۍ کفارو د مسلمانانو په مقابل کې په مختلفو برخو کې څومره د يووالي صفونه جوړ کړيدي، په عسکري برخه کې ناټو او ټولنيزه او اقتصادي برخه کې اروپايي ټولنه جوړه شوې ده .
۳: د نظم او تنظيم بنسټونه :
نظم اوتنظيم دخپلې بقا اوپايښت لپاره يولړاصولواوبنسټونوته ضرورت لري که چېرته ديوکارتنظيمي چارې پردغه بنسټونوعيارې نشي، نوبيا دغه کارته منظم کارنشي ويل کېدای اونه هم د بقا اوپايښت کوم چانس لري، د تنظيمي کارځني بنسټونه په لاندي ډول دي :
۱ : په اعتدال ولاړ منهج : که ديو کاردکولولپاره دافراط اوتفريط نه خالي کومه ځانګړې تګلاره اومنهج نه وي موجود، نوداکارنه يوازې دا چې دبري ترساحله نه رسېږي، بلکې دافرادوترمنځ هغه ترابط اويووالی هم له منځه ځي چې د يومنظم کاراساس اوصلب ګڼل کېږي .
۲ : : څرګند لوايح او مقررات : دهمدې په څېردمنظم کارلپاره په مختلفوبرخوکې ديولړ ځانګړو لوايحو اومقرراتوموجوديت ضروري دی، ځکه دتنظيمي کار داوصافو نه يوهم اجتماعيت دی، که په اجتماعي اوټولنيز کارکې لوايح اومقررات نه وي نوکېداي شي چې په ډېرلږ وخت کې دمختلفوافرادو د ځانګړوسليقواومزاجونو ښکارشي اوپه کم وخت کې متلاشي شي .
۳ : ټا کلی مسير : تنظيمي کارکارۍ کې بايد کارکوونکي ته خپل تګ لوری معلوم اوواضح وي، که څوک په فکري اوعملي لحاظ خپل تګ لوری په سمه توګه ونه پېژني نوبيا ورته په دعوتي کارکې ثبات اواستقامت سختيږي .
۴ : د لنډ مهالو او اوږد مهالو اهدافو تعيين : په تنظيمي کارکې داهدافوتعيين او وضاحت ډېرضروري عمل دی، ځکه که اهداف معلوم نه وي، نو د يو طرف نه کارکوونکی دخپل کار د کاميابۍ او ناکامۍ ګراف نشي معلومولی اودبل طرف نه کارکوونکی په کارکې دستړيا اوخسته ګۍ سره مخامخ کېږي اوپه سقوط منتج کېږي ، علاوه پردې بې هدفه کارد روغوعقلونودخاوندانودشان نه هم لرې بريښي .
۵ : دټولنې د غوښتنې مطابق پلان درلودل :
تنظيمي کارکې بايد هره برخه کې دټولني ضرورتونه اوغوښتنې په پام کې وساتل شي او د هغې دمعالجې اوپوره کولولپاره بايد دخپل افرادي قوت او وسايلو په اساس منظم پلان ولري، دهندي قارې مشهورداعي خرم مراد صاحب ديوتنظيم دغښتلتيا لپاره ډېر په زړه پورې معيار وضع کړی دی، هغه وايي :
ديوتنظيمي کارقوت اوضعف دتنظيم دداخل نه نشي پېژندل کېدای، بلکې دمنظم کارغښتلتيا اوکمزورتياپه ټولنه کې دتا خلکوته معرفي کوي.
۶ : د شرعي نصوصو سره سم لومړيتوبونه ټاکل :
داطبعي ده چې داسلامي دعوت فعالان کله هم پدې نه توانيږي چې دژوند په مختلفوډګرونوکې په يوخت کې دټولنې دوګړو ټولو غټو او وړو غوښتنوته لبيک ووايي اوټول موجوده مشکلات لکه دبرق دبټنې په شکل په يوه شېبه اولحظه کې حل وفصل کړي، نودې حقيقت ته په کتنه داسلام داعيان پدې مکلف دي چې خپلودعوتي چاروکې ځان دپاره لومړيتوبونه وټاکي، ترڅو ېې ديوطرف نه دعوتي جهود اوهڅې مثبت رنګ راوړي او د بل طرف نه ېې په دعوتي کارکې د تدرج کاميابه طريقه عملي کړې وي . قران کريم کې الله متعال خپلو هغو بنده ګانوباندې شديد انکارکړی چې ټول غټ اوواړه شيان سره يوشان ګڼي او د لومړيتوبونو داصل رعايت نکوي .
الله جل جلاله فرمايي : (اجعلتم سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام کمن امن بالله واليوم الاخروجاهد في سبيل الله لايستون عندالله )
ژباړه : ايا تاسوحاجيانوته اوبه ورکول اودمسجدحرام ابادول په الله ، ورځ داخرت باندې دايمان او دالله په لارکې دجهاد سره برابروئ، کله هم دا دواړه عملونه دالله په نزد سره نشي برابريدی. پدې ايت کې په څرګنده توګه د لومړيتوبونوغوره کولوته لارښونه شوې ده .
۷: شورا ايت .
سره له دې چې شورا ايت داسلام دبنسټيزو غوښتنو يوه غوښتنه ده، خو ددې ترڅنګ ډلييز کاراوشورايت دواړه ديوبل سره لازم اوملزوم شيان دي، په کارکې د شورايت له اهموګټوڅخه د کارکوونکوترمنځ يوپربل اعتماد، دزړونومينه ، دديکتاتورۍ اوزورواکۍ مخنيوي ، ديوبل دتجربواونطرياتونه استفاده ، اوحق ته درسيدلواسانه لار شمېرل کېږي .
۸ : تربيت او روزنه :
دافرادوتربيت اوروزنه د منظم کاربل ځانګړی بنسټ دی، فکري روزنه په تنظيمي کارکې ځکه اساس ګرځول شوی چې دځمکې پرمخ دالله ددين حاکميت اوغلبې ته کارکول هغه اوږده اوستونزمنه لاره ده چې د مسلسلوژونديوتجربوپربنياد ثابته شويده چې په دين دروزل شووافرادو نه پرته هرچاته پدې لار تلل او استقامت اسانه کارنه دی .
درسول اکرم صلی الله عليه وسلم مکي دور(۱۳) ديارلس کلنه تربيتي مدرسه کې دصحابه وو رضي الله عنهم تربيت اوروزنه ددې بنسټ داهميت ستردليل اوبېلګه ده .
۹ : محاسبه :
په تنظيمي کارکې دمحاسبي اصل دلته هغه پراخه مفهوم لري چې دقيادت اوافرادو ترمنځ محاسبه ، دخپل دعوتي کارارزولوترڅنګ دخلوص اولله ته په ټولوچاروکې د ورګرځيدو مفاهيم په ځان کې رانغاړي . تاريخ پدې خبره ګواه دی چې په کوم اجتماعي اوډلييزکارکې د افرادوترمنځ د محاسبې اصل ختم شوی، نو ورسره سم دغه اجتماعي کارته هم دپای ټکی ايښودل شوې دی .
۱۰ : مالي شفافيت :
په اجتماعي کارکې دذکرشووبنسټونوبرسيره په مالي نظام کې شفافيت او روڼتيا هغه اصل دی چې په تنظيم د خلکوباورزياتوي او د تنظيم د بقا اوپايښت مهم لامل ګڼل کېږي.
ليکوال: مولوي ميرعباس ګوهري