د حمام کولو لارې چارې

يوازې کيسه او سفېده د پوست لپاره ډېر تاوان لري، دا خبره هسې زموږ د ښځو په منځ کې مشهوره شوې ده، چې سفېده د مخ پوست سپينوي او تورې لکې يې له منځه وړي.

موږ ډېر ځله لېدلي، چې د لمبېدو پرمهال يوازې کيسه پر بدن راکش کړو، نو راته ښکاره سي، چې ګواکي موږ له بدن څخه خيرې راجلا کړې، خو په اصل کې موږ د خيرو پر ځاى د خپل بدن له پوست څخه هغه برخه جلا کوو، چې د پوست مخ يې پوښلى دي.

دغه حجرې زموږ د بدن ټول پوست د باندنيو پيښو څخه ژغوري.

پسته کيسه ستاسې د پوست لپاره ډېره ګټوره ده

د بدن لپاره يوه پسته کيسه او صابن د نورو ګټو ترڅنګ د خولو بد بوى هم له منځه وړي.

your ads

که چېري ستاسې بدن خېرن وي په پسته کيسه يې خېري په اسانۍ سره جلا کېږي او ځېږې کېسې ته هيڅ اړتيا نشته، ځکه ځېږه کيسه ،سفېده او نور بې کاره کيمياوي پوډر ستاسې د بدن پوست ته ډېر تاوان رسوي او په دې لار کې ډېر احتياط په کار دى.

د شامپو استعمالول هم خپل ځانت ځانګړى مهالوېش لري، که چېري تاسې هيله لرئ، چې غوړ او تازه پوست ولرئ(په غالب ګمان ځوانان داسې غواړي) کولاى شئ له دغه مهالوېش اولارښوونو څخه ګټه واخلئ : که چېري هره ورځ لمبېږئ، نو په کار ده يو ځل شامپور وکاروئ، خو که يوه ورځ نه بله ورځ لمبېږئ، بايد دوه ځله شامپو وکاروئ اوکه چېري دوې ورځي وروسته حمام ته ځئ، نو بايد درې ځله شامپواستعمال کړئ، يعني د بدن غړي بايد د ورځي يو ځل په شامپو ومينځل شي.

ښه خبره داده، چې هره ورځ حمام ته ولاړ شئ او بدن يو ځل په شامپو ومينځئ.

شامپو بايد څنګه وکارول شي؟

هر څوک داسې فکر کوي، چې د ورېښتانو مينځل اسانه کار دى، خو تاسې بايد وپوهېږئ، چې دا کار دومره اسانه هم نه دى لکه څنګه، چې تاسې فکر کوئ.

په پيل کې ورېښتان سم لانده کړئ، بيا شامپو ورکړئ، بيا يې په اوبو پاک پرېمنځئ، تر مينځلو وروسته د ورېښتانو د پوستوالي کريمونه وکاروئ، بيا يې پرېمنځئ له دې وروسته يې په اټوال وچ کړئ، له وچېدو څخه وروسته يې په خپله خوښه ږمنځ کړئ، اوس سم شوه ؟

يه ! هيڅ سم نه دي.

د ورېښتانو د سم مينځلو څخه تر مخه ورېښتان ږمنځ کړئ، وروسته يې ډېر لانده کړئ، ځکه لانده ورېښتان ډېر حساس وي. که چېري تاسې يې له لندولو څخه وروسته ږمنځ کړئ، امکان لري، چې ډېر ويښتان مو وخېژي.

ډېر تودوالى يا تودې اوبه هم د ورېښتانو لپاره تاواني دي، نو د ورېښتانو د ښه ساتلو په موخه تاسې کولاى شئ، چې له لږ تودو اوبو څخه ګټه واخلئ.

د شامپو له استعمالولو څخه تر مخه تاسې بايد خپل ورېښتان پېژندلي وي، د بېلګي په ډول، که چېري ستاسې د سر پوست غوړ، خو ورېښتان مو وچ وي، د دې ډول ورېښتانو لپاره شامپو پر ورېښتانو مه مږئ، بلکي لومړى يې په لاس کې ډېر ځګ په وکړئ او بيا يې ځکونه په سر پورې ومږئ، شامپو يوازې د بدن په غوړو برخو پورې ومږئ.

وروسته خپل د سر ورېښتان په ډېر پام سره ومينځئ.

خپل وېښتان مه نستېږئ

هغه مېرمنې، چې ورېښتان يې ډېر اوږده وي، له مينځلو څخه وروسته هڅه کوي، چې په نښتېږولو سره يې بيرته وچ کړي.

دغه مېرمنې بايد په دې وپوهېږي، چې ورېښتان کالي نه دي، چې له مينځلو وروسته يې نستېږي او که چېري وپوهېږئ، چې د ورېښتانو نستېږل ستاسې ورېښتانو ته څومره تاوان لري، نو هيڅکله به يې بيا ونه نستېږئ.

تر خپلې کچې زيات د ورېښتانو کشول، ورېښتان کمزوري کوي او په اصطلاح ماتوي يې، د دې کار پر ځاى تاسې کولاى شئ، چې د لاسونو په ګوتې ورېښتان په ډېر پام سره وڅنډئ، خو بيا هم له ګوتو سره پام کوئ، چې په زور يې په ورېښتانو کې راکش نه کړئ، ځکه دا کار ستاسې د ورېښتانو د بندېدو او شکېدو سبب کېږي.

د ورېښتانو د و چوونکو ماشينونو څخه ډېره کار مه اخلئ، ځکه د هغوى فشار که له يوې خوا ستاسې ورېښتان ژر وچوي، نو ترڅنګ يې مضر هم دى او ورېښتانوته يې تر ګټه تاوان ډېر دى.

تر ټولو ښه خبره داده، چې ورېښتان له مينځلو څخه وروسته په اټوال کې وپيچئ او کرار، کرار يې له مخ خوا څخه د شا خواته او د شا خوا څخه مخ خواته وموښئ، په دې کار سره هم ستاسې ورېښتان ژر وچيږي او هم مو ورېښتانو ته تاوان نه رسيږي.

په تودو او که په يخو اوبو حمام کول ښه دي؟

يو شمېر خويندې ليوالتيا لري، چي د دوبي په موسم کې په يخو اوبو ولمبېږي، نو دغه حمام بايد تر پنځو دقيقو نور اوږد نه شي، ځکه تر پنځه ويشت درجې په کښته تودوخه کې حمام کول د انسان پر دماغ او غړو باندې خپلې اغېزې لري.

هغه خويندې، چې له (درې دېرش څخه تر پنځه دېرش) درجو په تودوخه کې حمام کوي، د هغوى حمام بايد تر پنځلس دقيقو زيات وخت په حمام کې تېر نه کړي او هغه مېرمنې، چې غواړي په (پنځه دېرش څخه تر يو څلوېښت) تودوخه کې حمام وکړي، د هغوى حمام هم بايد تر پنځلس دقيقو ډېر اوږد نه شي، ځکه په ډېر تود حمام کې تر ډېره پاته کېدل د انسان پوست او د بد ن د غړو ته يو شمېر ناروغۍ پېښوي.

په مالګينو اوبو لمبېدل ډېري ګټې لري

هغه څوک، چې ټوله ورځ ولاړوي (ښوونکي او استادان) او ياهم د مېز تر شا ناست وي (دفتري کارکوونکي) هغوى ته په کار ده، چې په يوه اندازه تروو اوبو ولمبيږي، دا لمبېدل د هغوى د وينې دوران ګړندى کوي.

په مالګينو اوبو لمبېدل د پوست سوريو او له بدن څخه د خولو وتلو په لار کې د ګټې تر څنګ پوست هم نرموي .

همدارنګه مالګيني اوبه د انسان پوست له خارش، مردار دانو، تڼاکو، زخو او ځيني نورو ناروغيو څخه هم ژغوري، خو دلته پاملرنه په کار ده، چي اوبو ته تر خپلي کچې زياته مالګه ور وانه چول شي.

ښه خبره داده، چې د لمبيدو لپاره هغه مالګه وکارول شي، چې د همدې لپاره د خوشبويي سره يوځاى ترکيب شوې ده ، ځکه هغه خوشبويي، چې له مالګې سره ګډه شوې دماغ ته سکون ورکوي او په دې سره انسان کولاى شي، چې ماښام په ارامو اعصابو خوب وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب