د محمد ﷺ مبارک ژوند لاره په لنډه توګه د سیرت په هینداره کې
زموږ ستر لارښود (محمّد ﷺ) د فيل په کال د فيل له پېښې دوه(۲) مياشتي تقريبا وروسته د دوشنبې په ورځ د ربيع الاول(لومړۍ خور) په(۱۲) نيټه ونړۍ ته مبارکې سترګې غړولې دي، په دې ميمونه(بابرکته) نېټه دی مبارک مبعوث شوی او له مکې مکرمې(پلرني ټاټوبي) يې د الهي فرمان په مټ مدينې منورې ته د هجرت لاره غوره کړي، همدا راز په ياده نېټه له دې فاني نه د ابدي(تلپاتې) ژوندون په موخه دخپل حقيقي مالک په سپارښتنه د هغه و لور ته کوچېدلی.
د هغه عليه السلام مبارک پلار(عبدالله) د ده تر وجود څه له مخه د سفر پر مهال د ور پېښي بيمارۍ له امله په مدينه منوره کي د(۲۵) کالو عمر په درلودلو سره وفات او په(دارالنابغه) کي خاورو ته وسپارل شو.
يتيم پيغمبر عليه السلام د رضاعت(تي رودلو) په موخه وحلېمې(سعديې) ر ضي ا لله عنها ته و سپارل شو، د رضاعت دوره يې هم دلته تکميل(پوره) شوه، تر څلورکلنۍ يې هغه مبارکه له فيوضاتو او برکاتو برخمنه وه، يوه ورځ د هغې مبارکې کورته څېرمه(۲) ملکو د هغه مبارک د زړه عمليات بشپړ کړ؛ ځکه حليمې(رضي الله عنها) د هغه مبارک په ور سپارلوکې بيړه وکړه، ياده پېښه يې د جدي ګواښ په توګه و ارزوله… تر(۶)کالو مبارک ژوند يې له خپلې مور(بي بي امنې) سره يو ځای تر سره کړ. نوموړې هم د يو سفر په ترڅ کي په(ابواء) سيمه کي- چې د مکې او مدينې تر مينځ ده- د اجل و قاصد ته”لبّيک” و وايه.
نبي عليه السلام چې په حقيقت کې يې ساتنه، پالنه الله پاک کوله؛ خو ظاهرا يې د خونديتوب او روزني لارې چارې د خپل نيکه(عبد المطلب) په واک کې شوې او په پوره جوانمردي(مېړانه) او اخلاص يې د ده مبارک(۲) کاله پالنه او روزنه وکړه، هغه عليه السلام مبارک د زرينو اخلاقو(خويونو) له امله د خپل نيکه په زړه کې ځانګړی مقام لاره، نوموړی نيکه هم د خپل ابدي کور په لور وکوچېد. د وصيت پر مهال يې خپلو زامنو(ابوطالب-زبير) ته له نبي عليه السلام سره د حسن سلوک، ښې روزنې په اړه ټينګار وکړ، ابوطالب د خپل پلار وصيت په صحي توګه عملاً تر سره کړ، تل به يې تر خپل نظارت لاندې ساته. يو ځل هغه عليه السلام له نوموړي اکا(ابو طالب) سره په(۱۳/ ۱۷) کلني دورکي د شام پر لوري تشريف يو ووړ، داچې د هغه مبارک پر تن د نبوت نښې له وړاندې لا په ډاګه وې؛ ځکه يې د”بحیري راهب” توجه ځان ته جلب او د ده مبارك له امله يې د ور سره ملګرو ميلمستيا او درناوی وکړ! “راهب”هغه اړويست ترڅو يې د خونديتوب له پاره کوټلي ګامونه واخلي او د دښمنانو په وړاندې يې
ويښ و اوسي. پيغمبر ﷺ مبارک د شبابيت(ځواني) په لوري په داسي حال کي وده کوي چې په رښتينولي، زهد، امانتګري، حلم، سخا، شجاعت او بېلا بېلو اخلاقو د مکې مکرمې په لرو او نږدو سيمو کي و پيژندل شو، آن تر دې چې يوه ورځ له يو قريشي ملګري سره د يو واده په مراسمو کې ګډون وکړ، مبارک ﷺ دخوب څپو لاندې کړ، د لمر د
وړانګوله ګرميدو سره سم له خوبه را و خوځېد، د مکې مکرمې د بنا پر مهال د اکا (عباس- رضي الله عنه) د غوښتنې پر اساس د لنګ د خلاصېدو سره سم بيهوښه شو؛ ځکه الله ﷻ نه غوښتل، چې هغه مبارک د جاهليت په ناوړه او ناروا دودنو کې ښکېل شي.
د هغه مبارک بر کات په خپله کورنۍ، خپل ټبراو… له ورايه څرګند ول …؛ ځکه نو”خديجي”د”خويلد” لور رضي الله عنها- چې ډيره پوهه، ځيرکه، پاک لمنې او مالداره ښځه وه – دی مبارک د تجارت له پاره غوره اوله خپل مريۍ (ميسره) سره يې د تجارت لپاره د
شام په سفر ولېژه، د هغه مبارک له برکته يې تجار ت هم وده وکړه؛ هغې چې کله د نبي عليه السلام ښه اخلاق، ظاهري او باطني ښکلا”عيانا” وليده؛ ويې غوښتل چي له هغه مبارک سره نکاح وکړي په داسي حال کي چي دا
(۲۵- ۳۵) کلنه او پيغمبر عليه السلام (۲۵) کلن و، هم داسې يې وکړل. دا لومړنۍ بي بي ده چي دهغه مبارک په نکاح کي راځي، لومړی يې ايمان را وړی او له «ابراهيم» نه پرته نور واړه اولادونه و هغه مبارک ته هم له يادې بي بي نه بښل شوې، د”حجر اسود”پر سره را ولاړه لانجه همده مبارک په خورا اسانه توګه هواره او د يو ستر ناورين موخه يې ډب کړه، دا مهال دی مبارک (۳۵) کلن و.
د هغه مبارک په کراماتواو برکاتوکي ورځ تر بلې زيادت ليدل کېده، رښتينې خوبونه يې ليده، چې سمدستي به رښتيا کېده… آن تر دې چي مبارک عليه السلام(۴۰) کلن شو د الله ﷻ له لوري ورته د رسالت لوړ مقام ور کړل شو، ۳کاله وروسته د الله ﷻ د سپېڅلي کلام(قران مجيد) نزول د امين سفير(جبرائيل) عليه السلام په مټ پيل شو، ۱۳کاله د بعثت يې په مکه مکرمه کې تېر کړل، د يادې نېټې د تکميل سره سم د الهي حکمت او سپارښتنې له مخې و مدينې منورې ته مهاجرشو،۱۰کاله يې هم هغلته په خپلو مبارکو انوارو او پیرزوینو ولرو اونږدو سيمو ته ښکلا ور وبښله. دمبارک کتاب (قران کريم) له اتمام سره سم د(۶۳) کالو مبارک عمر په درلودلو سره يې هم په ياده نېټه له خپل امته د ابدي ژوندون لاره غوره کړه.
(ياربنا صلّ وسلم عليه وعلی اله وازواجه واصحابه صلواةدائمة مقبولة.
المآخذ: [البداية والنهاية، تاريخ ابن خلدون].
راټولونه او ژباړنه: م. حمد الله(دانشمند)