د مجلس آداب په ياد ولرئ
څرنګه چې ژبې او رنګونه سره توپير لري، په همدې ډول عادتونه او رواجونه هم سره توپير لري، کله چې د ختيځ يا لويديځ هيوادونو ته سفر کوئ او د ملتونو رواجونو ته ځير شئ، حيران به شئ چې دا ملتونه د خپلو عادتونو او دودونو په عملي کولوکې څومره حرص لري، بلکې په ځينې وختونو کې خو دغه عادتونه او رسمونه هغه څه دي چې يو قوم له بل څخه جلا کوي، او د يوې ډلې او بلې ډلې تر مينځ توپير راولي.
هر قوم د ناستې او مجلس له پاره خپل خپل عادتونه او رواجونه لري، د سياست خپل مجلسونه وي، او د ساعت تيرۍ خپل مجلسونه وي، د بيلابيلو مجلسونو خپل خپل عادتونه وي چې د هغې اړونده خلک هغه په پام کې نيسي او په هغې باندې خپل ځانونه روزي.
اسلام چې يو داسې ملت جوړوي چې د خلکو د روزنې له پاره ګومارل شوی وي، نو د دغه ملت لپاره يې عادتونه او آداب مقرر کړي چې له نورو ملتونو څخه ځانګړتيا وربخښي، په دې آدبونو او عادتونو کې ځينې يې د دې لپاره دي چې يو مسلمان ته د ناستې پاستې چل ور وښايي:
1ـ هغه ځای کې به کښينئ کوم ځای ته چې مجلس رسيدلی وي.
کله چې يو مسلمان يوه مجلس ته ورشي، په ګډونوالو به سلام اچوي او په هغه ځای کې به کښيني کوم ته چې ناست خلک رسيدلي وي، د دې هر څه له پاره خپل خپل آداب دي:
ـ له چا څخه به د درېدلو غوښتنه نه کوئ، په دې کار د اسلام ستر پيغمبر له خپله ځانه پيل کړی دی، په يوه حديث شريف کې له ابوامامة (رضي الله عنه) څخه نقل شوي چې «د الله پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) يوه ورځ امسا په لاس راووت، نو مونږ ور ته ودريدو، هغه مبارک وويل: داسې مه ودريږئ لکه څنګه چې عجم يو بل ته دريږي»( ).
دا ښکاره لارښوونې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د ملګرو په عمل کې کلک عادتونه وګرځيدل، انس (رضي الله عنه) وايي چې: «صحابه کرامو ته له پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) څخه بل څوک خوښ نه وو، مګر کله به يې چې وليد نه به ور ته پاڅيدل، ځکه چې دوی پوهيدل هغه دا کار نه خوښوي»( ).
د الله پيغمبر دا نه خوښول چې څوک دې ور ته پاڅيږي، خو له دې سره سره کله چې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) راروان وو، امر يې وکړ چې خپل مشر ته پاڅئ او راکوز يې کړئ»( )، پخپله به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) زيد بن حارثه ته پاڅېده، د مؤمنانو مور، حضرت عائشه (رضي الله عنها) وايي: «زيد بن حارثه مدينې ته راغی او د الله پيغمبر زما په کوټه کې ناست وو، زيد راغی دروازه يې وټکوله، نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) ورپاڅيد چې جامې يې راښکلې، هغه سره يې غاړه په غاړه ستړى مشى وکړه او ښکل يې کړ»( ).
د دې مسئلې په اړه جلاجلا نظرونه دي:
• يوه ډله دا له هلاکوونکو ګناهونو څخه ګڼي، او په هيڅ حالت کې چا ته نه پاڅيږي.
• خو بله ډله که حالات غوښتنه وکړي، دا کار بد نه ګڼي. په ځينې ځايونو کې د خلکو عادت دا وي چې که څوک راشي يا مجلس ته راننوځي، هغه ته دريږي او نه دريدل د راتلونکي په حق کې بي احترامي او بي عزتي بولي، په داسې حالاتو کې ځينې علماؤ درېدل روا بللي.
ابن الجوزي درېدل روا نه بولي مګر که راتلونکي ته دا کار خپل سپکاوی ښکاره کيده، نو بيا دې ور ته ودريږي.
امام بيهقي له انس (رضي الله عنه) څخه روايت کړی چې: د عالم، مشر (سپين ږيري)، واکمن او پلار احترام کول سنت دي.
له امام احمد څخه نقل شوي چې: «هيڅوک دې چا ته نه پاڅي، پرته له زوی څخه چې خپل پلار يا مور ته پاڅيږي».
عائشه (رضي الله عنها) وايي چې: «کله به فاطمه (رضي الله عنها) د نبي (عليه السلام) خوا ته راغله، نو هغه به ور ته پاڅيده، لاس به يې ور ته ونيوه،ښکل به يې کړ او بيا به يې د خپل کښيناستو پر ځای کښېنوله. کله به چې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) د فاطمې خوا ته ورغی، نو هغه به ور ته پاڅيده، لاس به يې ور ته ونيوه او ښکل به يې کړ او په خپل ځای به يې کښېناوو»( ).
له دې څخه معلوميږي چې دا مسئله دومره سخته نه ده، او څه نا څه جواز لري. هغه چا ته ودريدل جايز نه دي چې ځان لوی ګڼي او له نورو خلکو څخه خپل درناوی غواړي، البته د احترام او عزت له پاره درېدل د يو بلونکي له پاره په کار دي تر څو د خلکو زړونه لاس ته راوړي.
۲- هغه ځای کښېنه چيرته چې مجلس رسيدلی وي:
اسلام د زړونو او سينو په سلامتيا، د محبت په خپرولو، او د مسلمانانو تر مينځ د مينې په پيدا کولو ټينګار کوي, مجلس د علم د زياتوالي، پيژندنې، پوهې او د يو بل د کفالت بنسټ دی, څوک چې د مجلس د مشرتابه له ځايه پرته بل چيرته نه کښيني، هغه دې ته نه ګوري چې نور ناست دي که ولاړ، خو چې فقط ده ته سم ځای ورسيږي, لکه شاعر چې وايي:
لناالصدر دون العالمين أوالقبر
يا به ناست د مشرۍ په چوکۍ زه يم
کنه قبر را ته ښه له هسې ځای دی
دا کار د نورو په زړه منفي اغيزه کوي چې له امله يې د مجلسونو څخه د مينې او محبت پر ځای د حسد او کينې ځايونه جوړيږي.
د دې له لپاره چې مجلسونه له داسې ناوړو پايلو څخه وژغورل شي، د اسلام پيغمبر خپلو ملګرو ته داسې لارښوونه کړې ده:
• په هغه ځای کې کښېنۍ، کوم ځای ته چې مجلس رسيدلی وي، پرته له دې چې په دې کار ځان ټيټ در ته ښکاره شي يا دا خپل سپکاوی وګڼۍ، جابر (رضی الله عنه) وايي چې: «کله به مونږ د نبي (عليه السلام) خوا ته راغلو نو په هغه ځای کې به کښيناستو کوم ځای ته به چې مجلس رسيدلی وو»( ).
• د دوه کسانو په خبرو کې دې د هغوی له اجازې پرته بيلتون نه راولي. (ابوداود، ترمذي).
• که د راتلونکي لپاره به په مجلس کې ځای نه وو، نو نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) به د ځای پراخولو امر کوو. (رواه الخمسة الاالنسائی).
• په خاص مجلس کې به هغه چا ته اجازه نه ورکول کيده چې په هغه پورې به يې څه اړه نه لرله.
• مسلمان به مجلس ته د راتلو او له مجلس څخه د وتلو پر وخت اجازه غواړي او سلام به اچوي، په يوه حديث شريف کې راغلي چې: «تر هغه له مجلس څخه مه پاڅه تر څو چې اجازه وغواړې»( ).
• که يو څوک له خپل ځای څخه د کوم کار له پاره پاڅي، د هغه پر ځای به نه کښېنې، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وايي: «څوک چې له يوه مجلس څخه پاڅي او بيرته راشي نو دې د خپل ځای ډير حقدار دی»( ).
• په درې کسانو کې به دوه په خپل مينځ کې پټې خبرې نه کوي، په حديث شريف کې راغلي: «کله چې تاسې درې کسان ياست نو دوه دې په خپل مينځ کې پټې خبرې نه کوي تر څو چې له نورو خلکو سره يو ځای نه شي، دا ځکه چې هغه درېيم خفه نه شي»( ).
• خو دا اداب بايد يو څوک د يو چا د مشرۍ، عزت، پوهې او يا مرتبې له کبله د کوم خاص کس له عزت څخه منع نه کړي، يو څوک کولی شي په خپله خوښه د احترام لپاره هغه ته ځای پريږدي ځکه هغه څوک له مونږ څخه نه دی چې زمونږ د مشر، امير، عالم او ميلمه قدر نه کوي، په يوه اثر کې له علي (رضي الله عنه) څخه روايت شوی چې «هغه يوه مجلس ته راغی نو د ناستې ځای يې پکې پيدا نه کړ، ابوبکر صديق (رضي الله عنه) ورته پاڅيد او په خپل ځای يې کښېناوو، نبي (عليه السلام) د ابوبکر ستاينه وکړه او ويې ويل: د خلکو قدر خلک پيژني»( ).
مسلمانه وروره! د مجلس لاندې اداب په پام کې ونيسه:
د خير په مجلسونو کې ګډون کوه او د شر له مجلسونو څخه ځان ساته.
د خلکو په ځانګړو مجلسونو کې مه ور ننوځه.
د راتلو او تلو په وخت کې د مجلس ګډونوالو ته سلام واچوه.
په هغه ځای کې کښېنه چيرته چې مجلس رسيدلی وي.
يو څوک د دې لپاره مه پاڅوه چې ته يې پر ځای کښېنې.
د نورو خلکو د ځانګړو ځايونو خيال ساته.
د مشر قدر کوه او هغه ته احترام کوه، په وړوکي نرمي کوه او عزت يې کوه.
له اجازې پرته خبرې مه کوه، او چې خبرې کوې، خوږې خبرې کوه.
د خپلو وروڼو لپاره مجلس پراخوه.
له نورو پرته له خپل خوا ناست سره پټې خبرې مه کوه.
د مجلس د پای ته رسيدو دُعا په ياد لره.
سرچينه: دژوند لپاره د اسلام لارښوونې- کتاب
لیکنه :استاد مصطفی محمد طحان
ژباړه :دکتور رحمت الله زاهد