شاته ګرځېدونکی ماکرو لېنز، نژدې عکاسي

دلته غواړو د (شاته ګرځېدونکي ماکرو لېنز) تخنيک ته په کره توګه پام واړوو.

که تاسې تر دې وړاندې يو 50 ملي متره (د فوکس 18-55 ملي متره ټکي ته نژدې) سټنډرډ لېنز درلود، نو(شاته ګرځېدونکي ماکرو لېنز) هم له نژدې سيمې څخه د عکس اخيستو لپاره ارزانه لار ده.

د شاته ګرځېدونکي لېنز تخنيک، يو لور او بل لور ته د ګرځېدو وړتيا لري. په هغه کې شاتنی عنصر بهر ته شړل کېږي او مختنی عنصر د کامرې تنې ته نژدې کېږي. تاسې کولای شئ له لېنز سره د يو ځای کولو لپاره د کامرې د تنې لپاره بل لېنز يا يو ځانګړی اډيپټر واخلئ.

که تاسې تر دې وړاندې داسې څه نه وي ليدلي، کېدای شي يو څه عجيب درته ښکاره شي. خو دا کار شونی دی. پورته دياګرام د پوښتنې ځواب وايي. په عادي حالت کې، يو 50 ملي متره لېنز کولای شي له لرې واټن څخه په رڼا (نور) فوکس وکړي. په دې حالت کې تصوير ډېر وړوکی ښکاري چې کولای شو په يوه دېجېټل يا فلم يې ثبت کړو.

لېنز شاته وګرځوﺉ  او وبه ګورﺉ چې د عکس عمل ترسره کوي. 50 ملي متره لېنز چې څه ګوري لويوي يې. لاندې دوه ډوله ماکرولينزونه لرو.

  1. د شاته تلو په حالت کې ټکي ماکرو لېنز
  2. د شاته تلو په حالت کې دوه ګونی ماکرو لېنز 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب