د زکات د مصرف ځايونه

د زکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه )

دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی.
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين )  او مؤلفة قلوب  ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی )  او (صرفيږی)  په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او ( صرفيږی ) په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی .
۱-فقراء: د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کیږي او نۀ ورسره دومره مال یا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .
۲– مساکين : هغه تش لاسی خلک دي  چه د نفقی لپاره څه نه لري که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندی نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي   چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وي .
۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وي  بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .
۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وي  .
۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې  راغلی وي  ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .
۶- غارمين : کوم خلک چه داسې  پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوي  وي   چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .
۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج  د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي اويا پر بله طريقه يې  د دين نصرت ته ملا تړلی وي   د زکات مستحقين دی .

۸- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څه  هم  په خپل کور کی مالدار  وي   د زکات مستحق دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب