د لیکوالۍ کیلي
احسان الله ذهین
زیاتره کسان چې ادبیات يې لوستي، بیا هم څه چې په ذهن کې لري، کاغذ ته يې نه شي انتقالولی یا يې شکایت دا دی، چې څه نشم لیکلی؛ سره له دې چې زیات کتابونه يې هم لوستي او د لیکلو پوره تیوري هم ورسره وي. خو لیکوالي که ۲۰٪ د فنونو او قلمي مهارتونو په زدکړه پورې تړلې وي، ۸۰٪ يې تمرین، زحمت، کار او په اصطلاح «عملي تجربې» ته اړتیا لري. ډېری کسان زدکړه کوي، تیوري لولي، حافظه يې د اصولو او قواعدو ځاله وي، خو لیکوال کېږي نه. دلیل يې دا دی چې جدي تمرین او عملي کار نه کوي او له تیورۍ د ګټې اخیستنې چل نه ورځي. پوهان چې لیکوالي فن بولي، دلیل يې دا دی چې د تمرین او خورا زیات کار په نتیجه کې زده کېږي. یوازې په تیوري او د لیکلو د اصولو په زده کړه سړی نه لیکوال کېږي. که د برق انجینر هر څومره د انجینرۍ کتابونه ولولي او حافظه يې له تیورۍ مالامال وي؛ خو چې عملي کار يې نه وي کړی او تجربه ونه لري، یوازې په تیوري څه نه شي کولی. ځکه خو اوس هر ځای او په هره اداره د کاري تجربې ډېره پوښتنه کېږي. نو لیکوالي هم همداسې در واخله، چې تیوري او عملي برخه دواړه پکې اهم دي.
لیکوالي د «زدکړې» او «تجربې» یو ترکیب بللی شو. نو پر دغه اساس یوازې زدکړه او د لیکوالۍ په باب کتابونه لوستل بسنه نه کوي. تجربه تر لاسه کول او پر عملي برخه تمرکز اړین دی. له بل پلوه د لیکوالۍ د قواعدو، باریکیو او اصولو له پېژندنې پرته يوازې پر لیکلو تکیه، سړی منزل ته نه رسوي او یو څوک نه لیکوال کوي. له ژبې او اصولو سره یو څه اشنايي اړینه ده، که دا نه وي، خپل فکر تر نورو پورې سم رسول او اغېزمن لیکل به ستونزمن وي. نو حداقل دومره تیوري باید ولرو، چې په رڼا کې يې له ګړنګه ونه لوېږو او که په کږه ځو، مستقیم مسیر ته مو را ټېل وهي.
خو یوازې تیوري او عملي کار هم بسنه نه کوي، د اغېزمنې لیکوالۍ لپاره د شخص فطري استعداد او ذوق هم مهم دی. ډېر کسان به مو لیدلي وي، چې ډېرې اغېزمنې او فصیحې ویناوې او لکچرونه ورکوي؛ خو همغه خبرې بیا لیکلی نه شي. که يې وهم لیکي، ترې مصنوعي کېږي یا داسې څه لیکي چې لوستونکي يې په لوستو پښېمانه کېږي یا يې بیخي نه لولي. دلیل يې دا دی، چې دی د لیکلو فطري استعداد یا له لیکوالۍ سره مینه نه لري، د زړه له تله لیکل نه کوي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ له لیکلو سره څومره شوق لرو، که په شوق او علاقه لیکل وکړو او د دې تر څنګ لیکل یو مهم کار وبولو، نو هله استعداد غوړېږي او خپل فکر تر نورو څنګه يې چې غواړو، هغسې يې رسولی شو. نو د استعداد د غوړېدو لپاره بیا تمرین ته اړتیا ده، یعنې که څوک استعداد لري او لیکل نه کوي، استعداد يې مړاوی کېږي او بالاخره له منځه ځي. ځکه خو هر سړی لیکوال کېدای نه شي، ډېر تمرین او عملي کار ته اړتیا ده، تر څو خپلې خبرې په اغېزمنه بڼه پر نورو ولولو. نو څه چې استعداد په کار اچوي او ښکاره کوي يې، هغه تمرین دی. اوس روښانه شوه، چې د لیکلو د کولپ خلاصولو لپاره لومړی ذوق او فطري استعداد او وروسته څه نا څه تیوري او اصول پکار دي، تر څو مسیر راته روښانه کړي، چې په بله ولاړ نشو. تر دې وروسته نو تر ټولو مهم کار تمرین او عملي برخه ده، چې د اصولو په رڼا کې خپل فکر او خبرې مخاطب ته داسې ورسوو، چې په لوستو يې ستړی نه کړو.
اوس چې دا درې ټکي روښانه شول، زیاتره کسان له دې ستونزې سر ټکوي، چې څه ولیکم؟ یعنې سوژه نه شي موندلی؟ خو که خپل شاواخوا، اوسنيو شرایطو، د ټولنې وضعیت او ناخوالو ته ځير شو، له بې حسابه سوژو سره به مخ شو، چې د لیکلو په انتظار دي او همدا تمه لري، چې یو څو کرښې پرې ولیکل شي. بیا اوسني شرایط خو ټول سوژه سوژه دي، هره شېبه نوي څه اورو او له یوه نوي څیز سره مخ کېږو، چې هر څوک له خپلې زاویې یو څه پرې لیکلی شي.
ځينې وخت لیکوال ته یوازې د موضوع پيدا کول مهم وي، خو تر دې هم په موضوعاتو کې اولویت یا غوره والی مهم دی. ځکه لیکوال باید خپل مخاطبان، د موضوع اهمیت او اړتیا په پام کې ونیسي. لیکوال چې څه لیکي، د دې لپاره يې لیکي چې څوک يې ولولي، نو د خپلو مخاطبانو ذوق هم مهم دی، د دې لپاره باید په سوژو کې انتخاب وکړو او داسې څه ولیکو چې هم د لوستونکي ذوق خړوب کړي او هم اړتیا ورته زیاته وي. ډېر کسان زیاتره وخت داسې موضوع ته ورکوي، چې لوستونکي نه لري، یا کومه اړتیا نه پوره کوي یا هم د څووم لاس مسایل وي، چې مخکې هم ډېر څه پرې لیکل شوي او کومه تشه نه ډکوي؛ خو کېدای شي چې لیکوال همغې موضوع ته له یوې بلې زاويې وګوري او نوي اړخونه پکې روښانه کړي. دا موضوع بیا نه تکراري کېږي. په پای کې يو ځل بیا پر تمرین او تجربه تاکید کوم، ځکه ډېری وخت تجربه موږ ته لار روښانه کوي. له موضوع سره اړوند یو بیت مې ذهن ته راغی، د حسن ختمام لپاره يې دلته راوړم:
تجربه د ژوندون لویه فلسفه ده
مریضان هم طبیبان شي کله کله