د لیکنو د کیفیت ارزښت

د لیکلو پر مهال مې یوه اساسي ستونزه چې تل ورسره مخامخېږم، د لیکنې اوږدل دي، چې قلم مې لیکل بس کړل، بیا چې هر څومره هڅه هم وکړم، نه شم کولی دوام ورکړم او که اوږده یې هم کړم رانه بې خونده به شي.

ښایي دغه ستونزه یوازې زه نه، بلکې نور لیکوالان هم ولري. موږ ټول ورځ په ورځ د نړۍ او ټکنالوژۍ د پرمختګ شاهدان یو او څومره چې دا نړۍ پرمختګ کوي، خلک هم بوختېږي او همدا وجه ده چې د نړۍ د ادبیاتو په برخه کې هم لنډ فورمونه راپیدا شول او لاپسې ایجادېږي. د ځينو موضوعاتو په برخه کې دا ستونزه نه پېښږي، ځکه ځينې موضوعات دومره پراخه وي چې لیکنه خپله پسې غځېږي، خو ځینې داسې موضوع ګانې هم شته چې د پراخولو یا اوږدولو ځای په کې نه وي.

د لیکنې اوږدول دلته په دې هم ډېر مهم دي چې دلته د کیفیت پر ځای کمیت ته ارزښت ورکول کېږي او څومره چې لیکنه یا کتاب پنډ وي، کار به دې د ارزښت وړ ګڼل کېږي او ستایل کېږې به. ډېر ځله مې اورېدلي چې فلاني لیکوال درې سوه پاڼې کار کړی، خو که خبره کیفیت ته راشي، بیا هغه درې سوه پاڼې کتاب چا یو ځل هم نه وي لوستلی او که لوستی یې هم  وي دوې پاڼې نوې خبرې به په کې نه وي.

زما په یاد دي، پر یوې موضوع مې کار کاوه، یوازینۍ نیوکه پر ما دا وه چې نوره سمه ده، خو لږه یې ډېره کړه او ناچاره وم چې لیکنه اوږده کړم، هڅه مې وکړه، موضوع مې اوږده کړه، خو تر ننه راته بې خونده ښکاري. موږ لا هم د کیفیت پر ځای کمیت او د پاڼو شمېر ته د قدر په سترګه ګورو.

د لیکوالۍ په برخه کې باید هېڅکله پنډ کار ته ارزښت ور نه کړل شي، بلکې دا وکتل شي چې څومره د موضوع حق ادا شوی دی؟ لوستونکیو ته څومره ګټور مواد په لاس ورکوي؟ د فرهنګ، ژبې او لیکوالۍ په بډاینه کې یې څومره رول لرلی دی؟ نه دا چې کمیت یې زیات دی؛ نو په لویو کارونو کې دې شمار شي.

لیکنه باید داسې وارزول شي چې څومره نوي موضوعات لري، هغه که یوه یا دوې پاڼې هم وي، نه دا چې لیکنه دې اږوده کړل شي چې اصلي او ګټوره خبره په کې ورکه او تکراري خبرې یې ځای ونیسي، ځکه د لیکنې بې ځایه اوږدول تکرار ته هم لاره پرانېزي، نو زما په اند ښه خبره به دا وي چې یواځې د کتاب یا لیکنې پنډول هنر ونه ګڼو، بلکې په دې بوخت وخت کې د بې ځایه پنډولو د مخنیوی هنر هم وپالو.

 لیکواله: نازو کمال

د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ