د لورانس براون امريکايي ډاګټر د مسلمانېدو کيسه

ډاګټر لورانس براون چې د امريکا آيالت اصلي اوسيدونکی دی، خپله د مسلمانېدو کيسه داسې کوي:

زما يوه ماشومه وشوه چې له پيدا کېدو وروسته هغه د زړه تکليف درلود، هغه دا چې د زړه جوفونه (خالیګاوې) يې ډېر تنګ وو، هغه څوک چې په دې بېمارۍ اخته وي نو هغه جراحي عمليې ته ضرورت لري بيا له څو کلونو وروسته د هغه زړه خلاصيږي او يو بلې جراحي عمليې ته ضرورت لري.

هغه وايې چې کله زه د دې ماشومې په حالت پوه شوم نو په دې وخت کې راسره داسې احساس پيدا شو چې زه د هر څه شي څخه عاجز يم.. ماشومه مې سمدلاسه عاجل واټ ته ورسوله.. د سينې څخه ښکته ټول بدن يې زيړ شوی وو، ځکه چې اکسيجن ورته نه رسېده.. نو دا فکر مې وکړ چې دا شايد وفات شي.. کله چې مې دا حالت وليد نو ماسره د يو لوی قوت د پلټنې احساس پيدا شو..! زه له دې مخکې ملحد وم.

ما په دې وخت کې د عاجل واټ څخه د وتلو تصميم ونيوه.. لور مې د متخصصو ډاګټرانو سره د جورج واشنټن روغتون کې پرېښوده.. د لومړي ځل لپاره هلته يوې عبادتخانې ته ننوتم.. بيا مې د ملحدينو په طریقه لمونځ وکړ او ومې ويل: ای الله که ته شتون لرې نو زه ستا کومک ته اړتيا لرم.. او په دې ورځ مې د خپل رب سره دا عهد کېښود چې که چېرې زما د لور ژوند وژغوري او هغه دين ته چې دا پرې  خوشاليږي نو خامخا به د هغه دين تابعداري کوم.. په عبادتخانه کې د ۱۵ يا ۲۰ دقيقو لپاره تم شوم.

کله چې له هغه وروسته عاجل واټ ته وګرځېدم ټولو ډاګټرانو ماته ليدل.. ما د هغوی له مخونو داسې وبرېښوله چې څه تغير خو راغلی!! دوی پوه نشول چې څه وشول!! لکه له دوی چې حواس اخيستل شوي وي!! او کله چې زه ورغلم نو ماته يې وويل: ستا د لور حالت ښه دی.. او هغه نه مري!! د دې حالت به د عامو ماشومانو په څېر طبيعي وګرځي او هيڅ ډول عملياتو او درملنې ته اړتيا نلري..

يو وويل: په لومړي ځل د دې د زړه ګراف کې لویه ستونزه وه چې مونږ له هغې خبر کړی وې.. خو اوس یې زړه په ډېر طبيعي حالت کې دی.

ډاګټرانو ما ته دا بيانوله چې څرنګه داسې حالت منځ ته راغی.. خو ما ورته وويل: دا تفصيلات تاسو ته ګټه در رسوي. .او ماته هيڅ ګټه نه رسوي.. ما خپل لمونځ ادا کړ.. او زه دا عقيده لرم چې د ماشومې حالت په بدلېدو کې زما د خالق لاس شته.

زه دې يقين ته ورسېدم چې زما خالق له ماسره خپله وعده رښتوني کړه.. اوس ما ته پکار ده چې زه خپله وعده ورسره پوره کړم.. دا هغه څه وو چې زه يې مجبور کړم چې دينونه وڅېړم.. لومړی مې د يهوديت او نصرانيت دينونه وازمويل او ډېر کلونه مې د هغه په پلټنه کې کوښښونه وګالل.. خو ما په دې دينونو کې حق پيدا نکړ، ځکه چې په دې کې ما زياتره ټکراوونه وليدل.. ما خپلې پلټنې او بحث ته دوام ورکړ تر دې چې د اسلام مبارک دين ته ورسېدم.. ما ته د خپلو ټولو پوښتنو ځوابونه پيدا شول، او له هغې ورځې زما زړه ته آرام او سکون داخل شو.. چې په ۱۹۹۴ز کال کې د اسلام په مبارک دين مشرف شوم.

ډاګټر لورنس براون د کورنېل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی، او په جورج واشنطن پوهنتون کې يې د سی تاج مرحله سرته رسولې.. او د سترګو يو غښتلی ډاګټر دی.

هغه د دين په هکله ليکنې کړي چې معنا يې (لومړی او آخرنی وصيت) نوميږي. او يو بل کتاب يې هم د دين په هکله ليکلی چې  God’ed نوميږي. له دې پرته يې يو ناول هم ليکلی چې په دې سره يې په ۲۰۰۷ز کال د متحده آيالاتو څخه يو ډالۍ هم اخيستې ده.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب