د لمونځ څلویښت ګټې 

۱- لمونځ انسان له بدو کارونو راګرځوي .
۲ – لمونځ الله پاک ته دنږدېکت يواځنۍ لار ده .
۳ – لمونځ دشيطان پر وړاندې کلا ده .
۴ – لمونځ دالله دخوښۍ لامل دی .
۵ – لمونځ دانسان د دنيا او اخرت برياليتوب دی .
۶ – لمونځ دانسان دزړه څراغ دی .
۷ – لمونځ دالله پاک درحمت دنازليدو لامل دی .
۸ – لمونځ رزق پراخوي .
۹ – لمونځ دقيامت په ورځ دمؤمن دسر تاج دی .
۱۰ – لمونځ د دوزخ له اوره دخلاصون لار ده .
۱۱ – لمونځ د اخرت توښه ده .
۱۲ – لمونځ دمؤمن مسلمان معراج دی .
۱۳ – لمونځ د دين ستن ده .
۱۴ – لمونځ دجنت کُنجي ده .
۱۵ – لمونځ دالله (ج) پر وړاندې ښه عمل دی .
۱۶ – لمونځ د دُعا دقبلېدو سبب ګرځي .
۱۷ – لمونځ د لمونځ کوونکي دمخ روښنايي ده .
۱۸ – لمونځ دشيطان دمکر او چل پر وړاندې وسله ده .
۱۹ – لمونځ له پُل صراط څخه دتېرېدو سَند دی .
۲۰ – لمونځ دقبر دروښنايي څراغ دی .
۲۱ – لمونځ دنکير منکر پروړاندې مثبت ځواب دی .
۲۲ – لمونځ دقيامت په ورځ لمړنۍ پوښتنه ده .
۲۳ – لمونځ دهر متقي او پرهيزګاز توښه ده .
۲۴ – لمونځ کوونکی دملايکو محبوب دی .
۲۵ – لمونځ دالله له لوري دبخښنې وسيله ده .
۲۶ – لمونځ د دنيا په مال کې دبرکت سبب ګرځي .
۲۷ – لمونځ دګناهونو کِفاره ده .
۲۸ – دلمونځ کوونکي عملونه دالله په وړاندې دمنلووړ دي .
۲۹ – لمونځ دايمان قوت دی .
۳۰ – لمونځ دمسلمانانو لپاره يووالی دی .
۳۱ – لمونځ دمسلمان زړه ته ډاډ وربخښي .
۳۲ – لمونځ دانسان دعزت او ښکلا ټکی دی .
۳۳ – لمونځ يعنې دالله پاک امر په ځای کول .
۳۴ – لمونځ دمسلمان اوکافرترمنځ دتوپير نښه ده
۳۵ – لمونځ دقيامت دورځې لپاره تياری دی .
۳۶ – لمونځ څرنګه چې لازم دی که اداشي نو له ګناهونو څخه به پاک شې .
۳۷ – لمونځ دمسلمان دټولوستونزو له منځه وړونکی دی
۳۸ – لمړی لمونځ وکړﺉ بيامو دخپلو ژوندو او مړو په حق کې خپل رب ته ددعا لاسونه پورته کړﺉ .
۳۹ – لمونځ – وأمر اهلک باالصلواة / خپلو کورنيوته په لمونځ کولو آمر وکړﺉ .
۴۰ – لمونځ – دهرلمانځه په وخت کې ملايکه اعلان کوي چې آی دآدم زويه ! هغه اور چې تا دخپل ځان لپاره دګناهونوله امله بَل کړی دی ووژنه !”

عبدالغفورکاموي

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب