د لمانځه پرېښودلو حکم څه دی؟

بې له عذره، یعنې په قصدي توګه لمونځ پرېښودل ستره ګناه ده. ځکه د دې ګناه کوونکي ته په آیتونو او حدیثونو کې ډېر عذابونه بیان شوي دي. الله جل جلاله فرمایي:

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَتَ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (۵۹) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا (۶۰)
(سورت مریم)

ژباړه: بیا تر دوی وروسته داسې کسان پیدا شول چې لمونځ یې نه کاوه او د خپلو خواهشاتو تابع وو، ژر به دغه کسان د ډېرو بدو ویالو سره مخ شي. مګر هغه څوک چې توبه وباسي، ایمان راوړي او نېک عمل وکړي، دغه کسان به نو جنت ته ځي او هېڅ ډول ظلم به هم پرې ونه شي.

په دې آیت کریمه کې الله جل جلاله د هغو کسانو په اړه خبرې کړې دي چې لمونځ نه کوي او د خپل نفس غوښتنو پسې ځي. دوی به بده پایله وویني، یعنې الله به عذاب ورکړي.

د لمانځه نه‌کوونکي په اړه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي:

لا تتركن الصلاة متعمداً، فإنه من ترك الصلاة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله ورسوله (أخرجه أحمد)

ژباړه: تاسو لمونځ مه پرېږدئ. څوک چې په قصدي ډول لمونځ پرېږدي، د الله ذمه ترې لرې کېږي. څوک چې د الله په ذمه کې نه وي، هغه کس د دنیا او آخرت له تکلیفونو ځان نه شي ژغورلی.

لمونځ چې تر ډېرو عملونو غوره عبادت دی او د الله رضا پکې نغښتې ده، ځکه نو د قیامت په ورځ یې حساب لومړی کېږي. الله به لومړی د لمانځه پوښتنه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: إن أول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله صلاته، فإن صلحت فقد أفلح وأنجح، وإن فسدت فقد خاب وخسر (أخرجه الترمذي)

ژباړه: لومړی شی چې د بنده له عملونو څخه په قیامت کې حساب پرې کېږي لمونځ دی. د چا چې لمونځ صحیح وي، هغه به خلاص او کامیاب وي. او د چا چې لمونځ نیمګړی وي، هغه به خوار او بې‌برکته شي.

پاتې دې نه وي چې د لمانځه د پرېښودلو په اړه خورا زیات احادیث راغلي دي، چې د ټولو را نقلول ګران کار دی. آن تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ د کافر او مسلمان تر منځ فرق ښوولی دی، او ځینې ځایونه یې د لمانځه پرېښودونکي ته کافر هم ویلي. که څه هم په لمانځه پرېښودلو څوک کافر نه کېږي، خو دومره ستره ګناه ده لکه کفر. (اللهم أجرنا منه)


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب