د لقمان حکیم نصیحتونه

۱: لږې خبري کوه
۲: د دوستانو احترام کوه
۳: د نن کار سبا ته مه پرېږده
۴: په هېڅ کار کې عجله مه کوه
۵: په لاره تللو کې درميانه اوسېږه
۶: مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷: ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸: له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹: لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰: له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱: د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲: ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳: د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴: له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵: د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶: له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷: د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸: ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹: هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰: د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱: په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲: د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳: په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴: تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵: اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶: د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷: په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸: خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹: له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰: د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱: د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲: له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳: د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴: هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶: عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷: د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸: د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹: له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰: پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱: هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲: هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳: په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴: هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵: له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
۴۶: په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.
۴۷: له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.
۴۸: په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه.
۴۹: هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي.
۵۰: عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه او مه تري طمع کوه.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب