
د قرآن پوه یا عالم مقام به څه وي؟
عن عائشة قالت: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة، والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه، وهو عليه شاقّ، له أجران». (رواه البخاري)
ژباړه: د حضرت عائشه رضی الله عنها نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې په قرآن کې مهارت لري، او هغه د مخ نه يا د ياد له مخې په ښه طریقه او بېتکلفه روان لولي، هغه به د معزز، وفادارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي. او هغه څوک چې قرآن په زحمت او مشقت سره لولي، داسې چې په لوستلو کې نښلي، نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کېږي (يو د تلاوت او بل د زحمت او مشقت له امله). (صحیح بخاري او صحیح مسلم)
د قرآن لوستلو او په هغه عمل کولو انعام
عن معاذ الجهني قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «من قرأ القرآن وعمل بما فيه أُلبس والداه تاجًا يوم القيامة، ضوؤه أحسن من ضوء الشمس في بيوت الدنيا لو كانت فيكم، فما ظنكم بالذي عمل بهذا؟» (رواه أحمد وأبو داود)
ژباړه: د حضرت معاذ الجهني رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: څوک چې قرآن تلاوت کړي او په هغه عمل وکړي، د قیامت په ورځ به د هغه د مور او پلار په سرونو باندې داسې تاج ور واغوستل شي، چې د هغې رڼا به د لمر له رڼا ډېره ښکلې وي – که چیرې دا رڼا د دنیا په کورونو کې وي، او لمر د آسمان نه را ښکته شي. وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو ستاسې څه ګومان دی د هغه چا په اړه چې پخپله يې په دې (قرآن) عمل کړی وي؟







