
د قرآن تلاوت د معنی نه پوهيدو په صورت کې ثواب لري؟
سوال:
محترمو! زه د قرآن مبارک تلاوت کوم، خو په معنی یې نه پوهېږم. دا ماته ثواب لري که نه؟
او که په معنی یې پوهېږم، آیا هغه ډېر ثواب لري؟ که معلومات راکړئ ډېره مننه.
ځواب:
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
هو، په کوم حدیث شریف کې چې د قرآن کریم د یوې توري لس نېکۍ بیان شوې دي، دا عام دی؛ که څوک د قرآن په معنی پوهېږي او که نه پوهېږي، هغه ته د یوې توري په تلاوت باندې لس نېکۍ لیکل کېږي.
عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:
«مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ الله فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ، وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ (الم) حَرْفٌ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ، وَلَامٌ حَرْفٌ، وَمِيمٌ حَرْفٌ.»
(رواه الترمذي والدارمي)
ژباړه:
د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايي:
چا چې د قرآن یو حرف ولوست، نو هغه یوه نېکي وګټله، او یوه نېکي د الله د قانون د کرم له مخې د لسو نېکیو برابره ده. (د وضاحت لپاره فرمايي:) زه دا نه وایم (یعنې زما مطلب دا نه دی) چې “الم” یو حرف دی، بلکې “الف” یو حرف دی، “لام” یو حرف دی او “میم” یو حرف دی. دغه شان “الم” ويلو والا بنده ته به دېرش نېکۍ لیکل کېږي.
او بل، د دې حدیث شریف په دلیل:
د بي بي عايشې رضي الله عنها نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة، والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران.»
(متفق عليه)
ژباړه:
چا چې په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي، او هغه د یاد له مخې یا د مخې نه په ښه طریقه او بېتکلیفه روان لولي، هغه به د معزز، وفادارو او فرمانبردارو فرښتو سره وي.
او کوم بنده چې قرآن پاک د نه یادولو یا د نه روانېدو له امله په زحمت او مشقت سره وايي، نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کېږي (یو د تلاوت او بل د زحمت او مشقت اجر).
(صحیح بخاري او صحیح مسلم)
په پورته حدیث شریف کې د «يتتعتع» له لفظ څخه مراد عدم الفهم او عدم التعلم دی.
د قرآن کریم تعلم عبارت له دوو برخو څخه دی:
۱. د تلفظ تعلم (یادول او سم ویل)
۲. د معنی تعلم (د مطلب زده کول)
او دا دوهم یې ډېر لوی اجر لري، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې اشاره ورته شوې ده:
فَقَدْ قَالَ تَعَالَى:
{ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ، وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا }
(النساء: ۸۱)
خلاصه دا چې:
د قرآن کریم تلاوت لوی اجر لري او د صالحو اعمالو د زېرمې کولو یوه ستره وسیله بلل کېږي، په ځانګړي ډول په رمضان المبارک کې، ځکه چې رمضان د قرآن میاشت ده.
مسلمان باید د قرآن کریم د تلاوت پر مهال د تلاوت آداب او د خپل وس موافق د تجوید احکام په نظر کې ونیسي، او همدارنګه تفاسیر مطالعه کړي، تر څو څه نا څه د قرآن په معنی او مقاصدو پوه شي.
و الله سبحانه وتعالی أعلم