د قرآنکريم د ځينو سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شميره ګټې

د البقره سورت وروستني دوه آیتونه (آمن الرسول … تر آخر د سورت پورې) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه» (البخاري – ۵۰۰۸)

ژباړه: څوک چې د سورت بقرې وروستي دوه آیتونه د شپې تلاوت کړي، ده ته به کافي وي (د هر شر او بلا د دفعې سبب ګرځي).

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تُقرأ فيه سورة البقرة» (رواه مسلم ۷۸۰)

ژباړه: له ابی هرېره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
تاسې خپل کورونه قبرونه مه جوړوئ، یقیناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کېږي، شیطان له هغه کوره تښتي.


د البقرې او آل عمران سورتونو فضیلت:

«…اقرَؤوا الزَّهرَاوَين: البقرةَ وسورةَ آلِ عمرانَ، فإنهما تأتِيان يومَ القيامةِ كأنهما غَمامتانِ، أو كأنهما غَيايتانِ، أو كأنهما فِرْقانِ من طيرٍ صوافَّ، تُحاجّان عن أصحابهما. اقرَؤوا سورةَ البقرةِ، فإنَّ أَخْذَها بركةٌ، وتركَها حسرةٌ، ولا يستطيعُها البَطَلَةُ». (رواه مسلم)

ژباړه: الزهراوین (البقره او آل عمران) سورتونه ولولئ، ځکه دا دواړه به د قیامت په ورځ داسې راځي لکه د وريځو ټوټې، یا سیوری، یا د مرغیو د کتار په څېر، او د خپلو لوستونکو شفاعت به کوي.
او فرمایي: سورت بقره ولولئ، ځکه د دې ترلاسه کول برکت دی، پرېښودل یې پښېماني ده، او اهلِ بطالت (ساحران) د دې طاقت نه لري.

د اهل بطالت نه مراد ساحران او جادوګر دي، یعنې څوک چې سورت البقره وايي، د هغه تلاوت ډېر برکت لري او د هغه په لوستونکي باندې سحر او جادو اغېز نه کوي.


د آیت الکرسي تلاوت کول:

له ابی امامه رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت»
(رواه النسائي، وصححه ابن حبان، او صحيح الجامع)

ژباړه: څوک چې د فرض لمانځه وروسته آیت الکرسي ولولي، هغه به د جنت له تلو څخه نه منع کېږي، مګر مرګ (یعنې کله چې وفات شي، جنت ته به ځي).

په بخاري شریف کې د ابی هرېره رضي الله عنه په روایت کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:

«إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) … فَإِنَّهُ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلَا يَقْرَبُكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ». (البخاري)

ژباړه: کله چې د خوب لپاره بستر ته ځې، نو آیت الکرسي له (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) تر آخره پورې ولوله، نو ته به ټوله شپه د الله په ساتنه کې وې او تر سبا پورې به شیطان تا ته نه نږدې کېږي.


د سورت الکهف فضیلت:

عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال، وفي رواية: من آخر سورة الكهف» (رواه مسلم)

ژباړه: له ابی درداء رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي:
چا چې د سورت کهف لس لومړني آیتونه یاد کړل، د دجال له فتنې به په امن وي، او په بل روایت کې راغلي چې د سورت کهف وروستي آیتونه.

او همدارنګه فرمایي:
«من قرأ سورة الكهف ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق» (صحيح الترغيب والترهيب / ۷۳۶)

ژباړه: چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ، د ده له کوره تر بیت العتیق (کعبې) پورې به رڼا وي، او په بل روایت کې راغلي: د دواړو جمعو ترمنځ به رڼا وي.


د شپې لخوا د تبارک الذي تلاوت کول (د قبر د عذاب نه د نجات وسیله ده):

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غُفر له، هي: تبارك الذي بيده الملك». (صحيح ابن ماجه – ۳۰۶۸)

ژباړه: په قرآن کې یوه سوره ده چې دیرش آیتونه لري، د تلاوت کوونکي لپاره شفاعت کوي تر څو وبښل شي، هغه سورت تبارک الذی (سورة الملک) دی.

په بل حدیث شریف کې راځي:
عن ابن مسعود رضي الله عنه قال:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «سورة تبارك هي المانعة من عذاب القبر».
(السيوطي: صحيح الجامع ۴۷۲۷ – السلسلة الصحيحة ۱۱۴۰)

ژباړه: ابن مسعود رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي.

او بل روایت کې وايي:
عن عبد الله بن مسعود قال:
«من قرأ تبارك الذي بيده الملك كل ليلة، منعه الله بها من عذاب القبر، وكنا في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم نسميها المانعة».
(رواه النسائي ۱۷۹/۶، وصحيح الترغيب والترهيب ۱۴۷۵)

ژباړه: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: چا چې هره شپه سورت تبارک الذی ولوله، الله (جل جلاله) به هغه د قبر له عذاب څخه وساتي، او موږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې دې سورت ته «المانعة» (یعنې د عذاب مانع) ویل.


د سورت الاخلاص (قل هو الله) فضیلت:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«(قل هو الله أحد) تعدل ثلث القرآن، و(قل يا أيها الكافرون) تعدل ربع القرآن». (صحيح الجامع ۱۴۷۷)

ژباړه: (قل هو الله احد) د قرآن کریم د درېیمې برخې سره برابر ده، او (قل يا أيها الكافرون) د قرآن د څلورمې برخې سره برابر ده (د تلاوت ثواب له مخې).

او د ابن عباس رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن؟ قالوا: وكيف يقرأ ثلث القرآن؟ قال صلى الله عليه وسلم: قل هو الله أحد تعدل ثلث القرآن». (رواه مسلم)

ژباړه: آیا له تاسو څوک په دې عاجز دی چې په یوه شپه کې درېیمه برخه قرآن تلاوت کړي؟
صحابه‌وو وویل: څنګه به څوک دا وکړای شي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: (قل هو الله احد) د قرآن د درېیمې برخې سره برابر ده.


د معوذتینو (قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس) فضیلت:

عن عائشة رضي الله عنها:
«أن النبي صلى الله عليه وسلم كان إذا أوى إلى فراشه كل ليلة، جمع كفيه ثم نفث فيهما، فقرأ فيهما: (قل هو الله أحد) و(قل أعوذ برب الفلق) و(قل أعوذ برب الناس)، ثم مسح بهما ما استطاع من جسده، يبدأ بهما على رأسه ووجهه وما أقبل من جسده، يفعل ذلك ثلاث مرات». (البخاري: ۵۰۱۷)

ژباړه: د بی‌بی عایشې رضي الله عنها نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت درلود چې هره شپه به چې د آرام لپاره بستر ته تللو، خپل دواړه لاسونه به یې یو ځای کړل، (قل هو الله احد)، (قل أعوذ برب الفلق) او (قل أعوذ برب الناس) به یې لوستل، بیا به یې په لاسونو پوک وکړ، او تر هغه ځایه چې یې کولای شول، په خپل بدن به یې راکش کړل. دا عمل به یې درې ځله تکراروه.

 


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب