د قبض له ناروغۍ

د قبض ناروغۍ یوه اندیښمنوونکی ناروغۍ ګڼل کیږي کوم چې انسان په نورو مختلفو ناروغیو هم اخته کولی شي. باید کوښښ وشي چې ژر تر ژره د دغې ناروغۍ مخه ونیول شي.

 

قبض ولې زیانمنوونکی دی؟
په دې ټول پوهیږي چې قبض د انسان د روغتیا لپاره د سترې اندیښنې نښه ده. د قبض له امله ځینې مضر او زیانمنوونکي مواد بدن کې پاتې کیږي کوم چې کولی شي انسان په مختلفو ناروغیو اخته کړي چې له همدې امله په عربي کې دغې ناروغۍ ته ام الامراض (د ناروغیو مور) هم وايي.
په خیټه کې ګیس هم د قبضیت له امله پیدا کیږي کوم چې ساه اخیستلو پروسه له خنډ سره مخ کوي. د انګلستان روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ناروغي د انسان دفاعي نظام کمزوری کوي د کوم له امله چې انسان ډیر ژر په نورو مختلفو ناروغیو هم اخته کیدی شي.

له دغې ناروغۍ څخه خلاصون لپاره په لاندنیو لارښوونو عمل وکړئ:
۱- ساړه مشروباتو له استعمال څخه ځان وژغورئ.
۲- اومه سابه زیات استعمال کړئ.
۳- ډیر زیات پاخه شوي خوړو څخه ځان وساتئ.
۴- د غوښې پر ځای سابه تر ترجیح ورکړئ. په غوښې کې شته پروټین د هضم لپاره له ۲۴ څخه ۷۲ ساعتونو ته اړتیا لري.
۶- مصنوعي خواږه مواد لکه د چاکلیټ مختلفو ډولونو څخه ځان لرې وساتئ.
۷- له زیات نه زیات اوبه وڅښئ. اوبه د دغې ناروغۍ لپاره تر ټولو غوره او ښه اثر کوونکی درمل ګڼل کیږي.
۸- په ورځنۍ ډول ځانګړی اندازه ورزش وکړئ او په چکر ووځئ.
۹- له ذهني فشار څخه ځان لرې وساتئ.
۱۰- فایبر (Fiber) لروونکې خواړه له زیات نه زیات استعمال کړئ

داكتره مريم زينب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب