د فیل کال اود اصحاب الفیل کیسه

اوس نو ابرهه د کعبې شریفي د نړولو دپاره د یوه لوی لښکر د جوړولو امر وکړ. ویل یې: غواړم چې کعبه ونړوم. لښکر تیار او آماده شو، ابرهه د لښکر سره د یمن څخه د مکې مکرمې پر طرف رهي شو او خپل زوی یې پر خپل ځای د یمن حاکم پرېښود. په لښکر کې یې پر نورو فیلو سربېره یو بل ډېر لوی فیل هم را رهي کړی و، چې پر دغه فیل یې د محمود نوم ایښی ؤ او دا یې اراده وه چې په دغه فیل سره به کعبه ونړوم. په لار کې د عربو قبیلې د ابرهه مخې ته راووتلې، غوښتل یې چې دی د دغه کار څخه منع کړي، ځکه د عربو قبیلې د ده تر حکم لاندې نه وې.

د عربو د مشرانو څخه یو مشر چې نوم یې ذونَفَر ؤ، یو لښکر جوړ کړ او د جګړې دپاره د ابرهه مخې ته ور ووت. خو د ذونفر لښکر دومره نه ؤ چې د ابرهه سره وجنګېږي، نو د ذو نفر قبیلې ماته وخوړله او خپله ذونفر اسیر ونیول شو. ابرهه دی هم د خپل لښکر سره را رهي کړ. بیا په لار کې د خُثعم قبیلې ته دا خبر ورسېد چې ابرهه غواړي کعبه شریفة ونړوي. دوی هم لښکر جوړ کړ چې مشر یې نُفَیل ابن حبیب ؤ، خو تر لږ جنګ وروسته دې قبیلې هم ماته وخوړله او نفیل هم اسیر ونیول شو. خیر، ابرهه طائف ته ورسېد. اهل طائف چې د ثقیف قبیله وه، د ابرهه څخه وډارېدل چې خلک به مو ووژل شي او طائف به په خرابه بدل شي، نو یې ابرهه ته نفر ور ولېږه چې موږ په دې موضوع کې هېڅ دخل نه لرو، که ته کعبه نړوې، ویې نړوه. د دې لپاره چې دا درته ثابته شي چې موږ بې طرفه یو او ستا په کار کار نه لرو، یو نفر به هم در سره ملګری کړو چې تا ته لار در وښيي او کعبې ته دې ورسوي. د طائف د خلکو څخه یو نفر چې نوم یې ذو رُغال ؤ، په خپله خوښه د ابرهه ملګری شو چې لار ور وښيي. نور عرب کله په دې راضي نه وه او هېڅوک داسې نه وه چې لار دې ور وښيي، خو دا یو لوی خیانت ؤ چې ذو رُغال وکړ. ذو رُغال د ابرهه سره ملګری شو او د مکې مکرمې لار یې ور وښوده. کوم وخت چې دوی مکې مکرمې ته نژدې شول، ذو رُغال په لار کې مړ شو او هلته د مکې مکرمې او طائف په منځ کې ښخ کړل شو. د ده قبر د عربو دپاره د ډبرو وېشتلو ځای وګرځېد، یعنې: هر وخت چې عرب دلته تېرېدل د ده قبر به یې په ډبرو وېشت او ویل به یې: (دا د خپل قوم خائن دی). حتّی که عرب تر اوسه پورې د یوه خائن دپاره مثال راوړي نو وايي: فلانی ذو رُغال دی چې خپل قوم ته یې خیانت وکړ او دښمن ته یې لار ور وښوده.

زه نه پوهېږم چې نن ورځ به هم په موږ مسلمانانو کې د ذُورُغال پر قسم داسې خائنان خلک موجود وي چې د یو څو پیسو په مقابل کې دې دښمن ته د مسلمانانو د وژلو او نیولو لارې چارې ور وښيي که یا؟ د دغې پوښتنې جواب به تاسو ته پرېږدم.

ابرهه د مکې مکرمې و اطرافو ته ورسېد او هلته د مکې مکرمې ساربانانو د قریشو اوښان پېول. د ابرهه لښکر دغه اوښان واخستل او خپل د لښکر ځای ته یې بوتلل. په دې اوښانو کې (۲۰۰) اوښان د عبدالمطلب وه، چې دغه عبدالمطلب زموږ د پیغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ نیکه دی او په دغه وخت کې عبدالمطلب د مکې مکرمې عمومي مشر او رئیس ؤ.

دغه خبر و مکې مکرمې ته ورسېد چې ابرهه راغلی دی، غواړي چې کعبه شریفة ونړوي او د قریشو اوښان یې هم بوتلل. عبدالمطلب ورغلی غواړي چې د ابرهه سره وویني، خو ابرهه انکار وکړ، ویې ویل: نه غواړم چې په عربو کې د هېچا سره ووینم. عبدالمطلب و هغه ذو نفر ته ورغلی چې د ابرهه سره بندی ؤ او ویل: کومه داسې لار او طریقه نشته چې زه د دغه پاچا سره ووینم؟ ذو نفر وویل: لکه څنګه چې ته مې وینې زه بندی یم، خو بیا هم (أُنیس) چې د دغه محمود نومي فیل فیلوان او روزونکی دی او ابرهه ته نژدې دی، د هغه سره پېژنم.

هغه وخت فیلوانانو د پاچا په حضور کې دومره قدر او عزت درلود لکه نن ورځ چې د جنګي طیارو د ښه او تکړه پیلوټ قدر شته.

نو ذونفر وویل: زما او د دغه (أُنیس) فیلوان په لار کې یو څه تعلق او شناخت پیدا شوی دی، که دې خوښه وي زه به دغه انیس ته ووایم چې ابرهه ته دې ورولي. د عبدالمطلب خوښه شوه او ویې ویل: ښه ده ته ورته ووایه.

ذو نفر و أنیس ته وویل: دغه عبدالمطلب د قریشو د قبیلې لوی سردار او رئیس دی، که دې د ابرهه سره مخامخ او مقابل کړ، احسان به دې وي. أنیس یې واسطه شو او ابرهه هم عبدالمطلب ته د ملاقات اجازه ورکړه. عبدالمطلب چې ډېر ښایسته او د دبدبې خاوند ؤ، هیبت یې درلود، هر چا چې به لیدلی بې‌اختیاره یې د ده عزت کاوه. کوم وخت چې دی د ابرهه و مجلس ته ور داخل شو، د لومړي لیدلو سره د ابرهه په زړه کې د عبدالمطلب عزت او هیبت پیدا شو، لوړ او عزتمن شخص ورته معلوم شو. ابرهه پر یوه خاص او مخصوص تخت کښېناست. کوم وخت چې یې عبدالمطلب ولید، زړه یې ورته وویل چې عبدالمطلب هم پر دغه تخت ورسره کښېنوي، خو د نورو حبشیانو څخه وشرمېد، نو ابرهه د خپل تخت څخه راکښته شو او د عبدالمطلب د عزت دپاره د ده سره پر ځمکه کښېناست او پوښتنه یې ځنې وکړه چې څنګه او څه لپاره راغلی یې؟

عبدالمطلب وویل: ستا عسکرو زموږ اوښان بېولي دي او په هغه جمله کې زما هم (۲۰۰) اوښان شته. زه راغلم چې دغه زموږ حیوانات بېرته موږ ته راکړې.

د دې خبرې په اورېدو سره ابرهه ته ډېر قهر ورغی او ویې ویل: کوم وخت چې ما ته راغلې ته مې تر دې لوی او لوړ وبللې، ستا عزت مې وکړ، حتّی ستا د عزت دپاره پر ځمکه درسره کښېناستم، خو تا چې خبرې شروع کړې یوازې اوښان غواړې! ما دا فکر کاوه چې ته به د کعبې په باره کې زما سره خبرې وکړې، هغه کعبه چې ته او ستا قوم یې عبادت کوئ او معززه یې بولئ، د الله جل جلاله کور یې بولئ. ما فکر کاوه چې ته به ووايې: دغه کعبه مه نړوه، مګر ته وایې زموږ اوښان راکړه!

عبدالمطلب ورته وویل: یا ابرهه! زه د اوښانو خاوند یم، دغه د دنیا مال دی چې زه حکم پرې لرم او تصرف پکښي کوم. مګر کعبه! هغه خپل ځان ته مالک لري او خپل مالک یې ساتي. د کعبې په باره کې ته پوه شه او کار دې وکړه. که دا د الله جل جلاله کور دی، هغه الله جل جلاله یې ساتي. ابرهه ته دا خبره عجیبه ښکاره شوه او امر یې وکړ چې د قریشو اوښان بېرته ورکړي. بیا یې عبدالمطلب ته وویل: موږ د دې دپاره نه یو راغلي چې تا او ستا قوم ته آزار ورسوو، زموږ کار د دغه خونې سره دی، غواړو چې دغه خونه ونړوو. که ته د ځان او ستا د قوم لپاره نجات غواړې، نو تاسو د دغه ښار څخه ووځئ چې زموږ د آزار څخه وساتل شئ. کوم وخت چې موږ دغه خونه ونړوله، بیا تاسو بېرته مکې ته راشئ.

خیر، عبدالمطلب د ابرهه څخه رهي شو او مکې مکرمې ته ولاړ. د مکې مکرمې خلکو ته یې امر وکړ چې د مکې څخه ووځي. د مکې مکرمې خلک هم د ښار څخه ووتل او پر هغه نژدې غرو باندې کښېناستل، د هغه ځای څخه ورته کتل چې څه پېښېږي. د مکې مکرمې ښار د خلکو څخه خالي پاتې شو.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب