د فتحې او شکست لامل (عمر رض خلافت کیسه)

عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه استازی راغی..

چې د قادسیې د فتحې او بریا زیری پرې ورکړي..

نو عمر الله ته پر سجده پرېووت.. د سجدې کولو چې را پاڅېد له استازي یې وپوښته..

جګړه کله پېل شوې وه؟

استازی: سهار له ساخت څخه وړاندې..

عمر: او کله ختمه شوه؟

استازی: د ماښام څخه وړاندې.

عمر رضي الله عنه سخت وژړل تر دې چې ږیره مبارکه یې لمده شوه..

استازی حیرانه شو ورته یې وویل: ای امیر المؤمنینه! مونږ تا ته د فتحې او بریا زیری در کوو او ته ژاړې؟

عمر رضي الله عنه وفرمایل:

قسم په رب باطل د حق په وړاندې دومره وخت نشي پاتې کېدای..

کېدای شي ما یا تاسو کومه ګناه کړي وي نو ځکه جګړه دومره وخت وځنډېده..

بیا یې وویل:

مونږ داسې امت یو چې په اسلحو او قوت نه بر لاسي کېږو؛ بلکې زمونږ د لږو ګناهونو او د دښمن په ډېرو ګناهونو بریا تر لاسه کوو..

خو چې کله زمونږ او د دښمن ګناهونه یو برابر شي نو بیا غلبه په اسلحو او جنګ ته په تیارۍ شي..!

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب