د غوره شخصيت جوړونې پنځه بنسټونه

لومړی: مور او پلار:

د مور او پلار غېږ د ماشوم د روزني لومړی ښوونځی دی، په دې وخت کې د ماشوم فکري کڅوړه تر بل هر وخت خالي وي څه چې له خپل پلار او مور څخه اوري او يا ويني هغه له ځان سره خوندي کوي، چې په همدې توګه دی مثبت او يا منفي وروزل شي.

تا ته به خپل مور او پلار د خبرو پر وخت بېلا بېل توري کاروي ، هغوی به درته وايي:

“ته خو ډېر لټ يي”.

“ته ولي هغه کار نه شي کولای چې پر تا لازم دی؟”

“ته بې نظمه يې، ته خو داسې ناغېړه او سست يې لکه فلانی”. . .

دوکتور “ټشاډ هليمسټر” په خپل کتاب (له خپل ځان سره د خبرو پر مهال ته څه وايه؟) کې وايي:

“د يوې روزونکي کورنۍ له خوا خپل ماشوم ته په لومړيو ۱۸ کلونو کې تر ۱۴۸۰۰۰ زيات ځله (نه) او (مه کوه) ويل کيږي. . او دی په همدې کتاب کې وايي: “او په همدې موده کې مثبت ځواب تر (۴۰۰) ځله زيات نه وي”

طبعا په داسې چلند کې مور او پلار ګرم نه دي، بلکې له بده مرغه دوی له اولاد سره د غوره چلند څخه ناخبره وي ، ځکه دوی خپله همداسې روزل شوي وي چې په همدې ډول دوی هم له ارادې پرته خپلو اولادونو ته منفي روزنه ورکوي ؛ خو سره له مينې.

دوکتور “ټاډ جيمس” او “ډياټ ووډ سمول” په خپل کتاب (دژوند ليکه) کې وايي: “کله چې موږ اووه کلنۍ ته ورسيږو؛ نو ۹۰سلنه کړه وړه مو په حافظه کې خوندي کيږي او کله چې يوويشت کلنۍ ته ورسيږو؛ نو زموږ ټول کړه وړه په عقل کې ځای نيسي او په همدې توګه موږ مثبت او يا منفي روزل کيږو.

هوښياران وايي: “ماشوم لويول د اوسپني نينې چېچل دي” ، هره کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې دنده په غاړه لري، که هغوی خپل ماشوم ته داسې چاپېريال برابر کړي چې د ماشوم د ښې روزنې لامل ګرځي؛ نو ماشومان به د خپل مور او پلار د هيلو سره سم وده کوي ؛نو ځکه مور او پلار بايد د ماشوم ورځني کړه وړه په دقيقه توګه و څاري، د هغوی سره په ورين تندي خوږې خبري وکړي او تل داسې توري ورته وکاروي چې دوی ته روحي ډاډ وربښي او په زړونو کې مېنه کري، او بايد د ورځې په يوه ځانګړې برخه کې د خپلو ماشومانو د کړو وړو پوښتنه وکړي تر څو دوی پوه شي چې زموږ هر ډول کړه وړه څارل کيږي، او که د دې برعکس يوه کورنۍ د ماشوم کړنو ته هيڅ پام نه اړوي او په لا پروايي سره يې خپل سري پرېښي وي؛ نو پړه به يې يوازې پر مور و پلار او د کورنۍ پر مشرانو غړو وي.

دوهم: ښوونځی:

ښوونځی هغه بنسټيزه تربيتي ځاله ده چې زده کونکي ته پکې د خپل راتلونکي پانګه برابريږي، په همدې ځاله کې زده کونکی د خپلو استادانو لارښووني ترلاسه کوي، د هغوی څخه روحي او معنوي انرجي اخلي ، د هغوی کړه وړه څاري او په خپله حافظه کې يې خوندي کوي؛ نو استاد چې له زده کونکو سره څه ډول چلند کوی هماغسې به دوی روزل کيږي، ډېرځله داسې هم کيږي چې زده کونکي په همدې ښوونځي کې له کومې ترخې خاطرې سره مخ شي، د بېلګې په ډول: که يو زده کونکی د خپل استاد په درس پوه نشي او استاد يې په ځواب کې ورته وايي:” ته تل په درس نه پوهيږي… او پوښتنې کوي؟” نور همصنفيان چې د زده کونکي دا حالت وويني؛ نو خاندي او په ده پورې ملنډي وهي؛ نو کوم زده کونکی چې زياتره وخت له داسې ستونزو سره مخ کيږي هغه به د منفي اغيزو ښکار وي، په حقيقت کې مدرسه په روزنه او شخصيت جوړه ونه کې دوهم بنسټ دی چې زياتره وخت مثبت او کله منفي هم وي. . .

درېيم: ملګري

ملګری په اساسي ډول پر خپل ملګري بشپړ اغيز لري، دوی له يوبل نه مثبت او منفي فکر خپلوي؛ نو که ستا د ملګري کړه وړه منفي وي پر تا به هم هرومرو منفي اغيز کوي لکه: سګريټ څښول، شراب څښل، ناوړه خبري کول، له ښوونځي تېښته کول او داسې نور . . . او که ملګری دې نېک وي او ښه اخلاق ولري؛ نو پر تا به هم ښه اغيز کوي او ته به هڅه کوی چې د ده نېک خويونه خپل کړې.

په حقيقت کې هر انسان د خپل ملګري چلند خپلوي په تېره بيا د ۸ – ۱۵ کلونه عمرونو ترمنځ، دا هغه عمر دی چې اروا پوهان ورته د نورو کړه وړه خپلولو موده وايي، په دې وخت کې ماشومان تقليدي فکر لري او د نورو خلکو سلوک خپلوي.

څلورم: خپروني

خپرونې راديويې دي که تلويزوني او که ورځپاڼې دي د اورېدونکو پر سلوک بشپړ اغيز لرلای شي، خپرونې د شخصيت په جوړونه کې کارنده ونډه لرلای شي، د دې پرځای چې په خپرونو کې هندې فيلمونه يا ناوړه ډرامې خپريږي بايد د عالمانو وېناوې او غوره مجلسونه او د ماشومانو د ښوونې او روزنې پروګرامونه خپاره کړل شي؛ نو ټولنه به له ډېرو فساداتو څخه وژغورل شي، په کومه ټولنه کې چې په دې اړه بې پروايي کيږي د هغوی ځوان نسل په ځانګړي ډول د ناوړه کړنو ښکار وي.

په امريکا کې يوه سروې و شوه چې معلومه کړې ځوانان څه ډول ژوند تيروي، په پايله کې يې ثابته شوه چې ځوانان په اونۍ کې ۳۹ ساعته يوازې د تلويزون په کتلو تېروي، او کله چې يوځوان په تلويزون کې يوڅه وګوري او ترې اغيزمن شي؛ نو هماغه څه کوي چې هلته يې لېدلي وي که څه هم هغه ډېر بد سلوک وي.

پنځم : ته پخپله:

د تېرو څلورو بنسټونو سره سم ته کولای شی خپل ځان ته په خپله هدف وټاکې او هغه څه وکړې چې ستا په ګټه وي او خپل راتلونکی پرې روښانه کړې. . .

يو ځل په يوه ناسته کې ما د شخصيت جوړونې په اړه وينا کوله؛ نو يوې ګډون والي مېرمنې راته شکايت وکړ چې مور و پلار يې ورسره هيڅ مينه نه کوي او په ټول ژوند يې د دوې دواړو مينه نه ده په برخه شوې او داسې يې انګېرله لکه چې هيڅوک ورسره مينه نه کوي او په دې پراخه نړۍ کې يې د يوازيتوب احساس کاوه چې له همدې امله يې ډېر بد خويونه خپل کړي ول، ډېره ډوډۍ به يې خوړله چې له امله يې د دې وزن زيات شوی و، عمر يې ۳۸ کلونه ته رسېدلی و؛ خو بيا هم په دې ګڼ مېشته نړۍ کې لا لهانده او سر ګردانه وه، غونډې ته په دې هيله راغلې وه چې که همدا ستونزه يې حل شي، له خبرو وروسته معلومه شوه چې دا خويونه دې له خپل چاپېريال څخه خپل کړي ول.

نو شونې ده چې له ځان سره فکر کول او ستا خپل کړه وړه ستانه يو نېکمرغه انسان جوړ کړي او ټولې هېلې دي پوره کړي او يا دې ستومانه او ناهېلی د بدمرغه ژوند کندې ته ور ټيل وهي، په همدې اړه دوکتور “هلمسټر” وايي: “ته چې کوم شی په خپل ذهن کې ساتي، ښه وي او که بد په پايله کې به هرومرو ورسره مخ کيږي”.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ