د غريب او شتمن د فکر تر منځ (6) توپيرونه
په دې لیکنه کې درسره د غریب او شتمن انسان د فکر کولو (۶) توپیرونه شریکوم. دا چې شتمن انسانان څه ډول فکر کوي، چې دومره شتمن شوي دي.
یوه خبره په یاد ولرئ، دا توپیر نه کوي چې تاسو اوس په کوم حالت کې قرار لرئ، بلکې مهمه دا ده چې تاسو څه ډول سوچ کوئ او په کومه لار روان یاست. ځکه همدا فکر او سوچ دی چې له تاسو یو شمتن انسان جوړولی شي.
۱. سخت او چالاق کار: غریب خلک دا فکر کوي، چې زیاتې پیسې یوازې د سخت کار په کولو لاس ته راځي. خو شتمن خلک بیا په دې باور دي چې زیاتې پیسې د سمارټ او یا هم چالاق کار کولو څخه لاسته راځي. ځکه که سخت کار د شتمن کیدو راز وای، نو نن به مزدور کاران او دهقانان تر ټولو شتمن خلک وای.
شتمن انسان هم سخت کار کوي، خو هغه خپل وخت او انرژي په داسې کارونو مصرفوي، چې هر څوک یې په اړه فکر نه کوي، او که فکر هم وکړي بیا یې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي. نو همدا لامل دی، چې د شتمنو خلکو عواید ورځ تر بله زیاتیږي او غریب خلک په دې فکر کې وي چې څه ډول د کور او برق بیل خلاص کړي.
۲. شخصي پرمختګ: غریب انسانان شخصي ودې ته ارزښت نه ورکوي، خو شتمن انسانان بیا په دې باور دي چې شخصي وده د شتمن کیدو یو لوی راز دی. شتمن انسانان تل د شخصي ودې، او د بریالیو خلکو د بریالیتوب کتابونه او رازونه مطالعه کوي.
خو غریب خلک بیا دا فکر کوي، چې ددې ډوله کتابونو مطالعه او یا هم سینمارونو کې ګډون هسې د وخت ضایع کول دي؛ په داسې حال کې چې هماغه وخت په کور کې د یو فلم په لیدلو او یا هم په فیسبوک استعمالولو تیروي.
۳. اندیښنه او امکانات: غریب خلک تل د پیسو په اړه اندیښمن وي، که څه هم د غریبو خلکو سره د پیسو اندیښنه زیاته وي خو بیا هم د پيسو په ارزښت نه پوهیږي. غریبو خلکو ته دا خبره په غوږو کې کیښودل شوې، چې په نړۍ کې پیسې ډيرې کمې دي، د پیسو ګټل ډير ستونزمن دي او د پیسو ذخیره کول بیا تر ټولو ستونزمن کار دی.
د دوی مشران او ښوونکي اکثره هغه خلک دي، چې هغوی په خپله هم پیسې نه دي ګټلي نو ځکه دوی ته هم د پیسو په اړه منفي فکرونه ورپیچکاري کوي.
شتمن خلک د پیسو په اړه اندیښنه نه کوي، بلکې هغوی په دې اړه فکر کوي، چې څه ډول له شته امکاناتو او کاروبار څخه زیاتې پیسې لاس ته راوړي او شتمن شي. شتمن خلک پوهیږي چې پیسې د هغوی دښمن نه دی. پیسې هيڅکله بدې نه وي، بلکې همدا انسان بد او یا ښه وي. پیسې یوه وسیله ده، انسان که وغواړي دا وسیله هر ډول استعمالوی شي.
۴. د خپل مسلک/کار سره مینه: غریب خلک خپل عواید له هغو کارونو څخه لاسته راوړي، چې هغوی ورسره مینه نه لري؛ خو شتمن خلک بیا خپل عواید له هغو کارونو څخه لاسته راوړي، چې هغوي ورسره مینه لري.
که تاسو یو ماشوم ته موبایل ورکړئ، نو هغه به د شپې تر ناوخته پورې هم په موبایل کې ګیم کوي، ځکه چې هغه ته ګیم کول خوند ورکوي. شتمن انسانان هم تل هغه کارونه ترسره کوي، چې هغوی ورسره له زړه مینه لري.
هغه کار ترسره کړئ، چې له زړه ورسره مینه لرئ. پیسې به بیا په خپله تاسو پسې منډې وهي. که یوازې د پیسو لپاره کار ترسره کړئ، نو بیا به تاسو پیسو پسې منډې وهئ.
۵. شخصي کاروبار او دنده: غریب خلک فکر کوي، چې شخصي کاروبار یا تجارت کې زیات خطر وي. خو شتمن خلک بیا په دې باور دي، چې شخصي کاروبار د شتمن کیدو یو مهم راز دی.
شتمن خلک په دې پوهیږي چې د یو څه د لاسته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. پښتو کې یو متل لرو چې وايي: ګټه په تاوان کیږي.
کیدای شي، د هغوی لومړی کاروبار ناکامه شي، او یا هم کیدای شي بریالی شي؛ خو که هر څه وي، شتمن خلک د کاروبار له ناکامیدو او بریالی کیدو څخه زده کړه کوي.
شتمن خلک زده کړه کوي، کوښښ کوي او مخته تګ کوي، همدا عادتونه دي چې هغوی بریالیتوب ته رسوي.
۶. کوچنی فکر او لوی فکر: د عام وګړو سوچ محدود وي، په همدې خاطر تل د وړو وړو مسایلو په اړه فکر او اندیښنه کوي. غریب خلک تل کوچنی فکر کوي او کوچني کارونه ترسره کوي؛ خو شتمن خلک بیا لوی سوچ کوي او لوی کارونه ترسره کوي.
ځکه همدا سوچ دی چې د انسان ژوند جوړوي. که تاسو فکر کوئ چې تاسو به تل غریب اوسئ نو ددې زیات امکان شته چې تاسو به تل غریب اوسئ.