د غاښونو تفصيل | تجوید ۴ لوست

عادي انسانان دوه دېرش غاښونه لري چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:

۱- مخامخ څلور غاښونو ته ثنايا وايي، پورتنيو دوو ته ثنايا عليا او لاندينيو ته ثنايا سفلی وايي.

۲- څلور غاښونه چې ښکته او پورته دثنايا  يو او بل څنګ ته دي، رباعيات بلل کيږي.

۳- ورپسې څلور تېره غاښونوته چې ښکته او پورته د رباعياتو يو او بل څنګ ته دي، انياب وايي.

۴- څلور غاښونه چې د انياب په يو او بل اړخ کې دي، ضواحک ګڼل کيږي.

۵- دضواحکو سره په يو او بل طرف کې ښکته-پورته درې-درې (دوولس) غاښونوته، طواحن وايي.

 ۶-  د دواړو زامو د پای دوه دوه غاښونو ته نواجذ وايي.

پوښتنې:

۱- د ټولو غاښونو شمېر څو دی؟

۲- مخامخ څلور غاښونو ته څه وايي؟

۳- ضواحک کومو غاښونو ته وايي؟

منبع :افغان بنسټ څخه په مننې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب