د عمر فاروق (رض) د لباس کيفيت

 

يوه ورځ پنځوس تنه صحابه کرامو – رضي الله عنهم – چې له مهاجرينو څخه وو، په مسجد نبوي کې راټول شول او د حضرت عمر فاروق – رضي الله عنه – د زهد ستاينه يې وکړه، وروسته يې يو له بل سره سلا وکړه٬ چې هغه څوک چې د کسری او قيصر سلطنت د هغه په منګولو کې دی او حکم يې په ختيځ او لويديځ کې نافذ دی او د عربو او عجمو مشران او سفيران د هغه حضور ته راځي، دا مناسبه نه ده چې له هغه سره په داسې حال کې ملاقات وکړي، چې جامو يې دولس پيوندونه خوړلي وي، بايد داسې ترتيبات ونيسو، چې اميرالمومنين حضرت عمر – رضي الله عنه – دغه جامې بدلې کړي او ښې جامې واغوندي، ځکه چې له ښو جامو څخه هم يو هيبت حاصلېږي او همدارنګه د خوراک لپاره هم مناسب نظم وکارول شي او د هرې ژمنې لپاره بشپړ دسترخوان چمتو شي او انصار او مهاجرين يې چې د ملاقات لپاره راځي په خوراک کې ګډون وکړي.

خو! د دوی له ډلې څخه چا دا جرات ونه کړ، چې ونه کړ چې دغه وړانديز اميرالمومنين ته وړاندې کړي، بالاخره ټولو وويل: ترڅو دغه موضوع له حضرت علي رضي الله عنه سره چې د هغه د ښځې پلار او ځانګړی سلاکار دی شريکه کړو، ترڅو هغه ورته ووايې د دې پريکړې په دوام ټول په يوه اتفاق سره د حضرت علي رضي الله عنه لوري ته راغلل او خپله پرېکړه يې ورته وړاندې کړه. هغه وويل: زه هغه ته دا ډول خبره نه کوم تاسې امهات المومنين ته ووايئ ترڅو هغوی ورته ووايي.

احنف بن قيس وايې: وروسته خلک د عائشې صديقې او حفصې رضي الله عنهما حضور ته حاضر شول، حضرت عائشې رضي الله عنها ومنله مګر حضرت حفصې رضي الله عنها وويل:نه يې مني. خو! د خلکو په ټينګار دواړو امهات المومنين تشريف يووړ او مفصل پلان او د مقدماتي مسائلو په طرحه کولو سره يې له هغه سره په خبرو اترو پيل وکړ. کله چې عمر فاروق رضي الله عنه د هغوی خبرې او وړانديزونه واوريدل په ژړا شو او د حضرت محمد – صلی الله علیه وسلم – د سختيو يادونه يې وکړه، هغوی يې هم په ژړا کړې، او ويې فرمايل واورئ ما دوه ملګري درلودل هغوی مې په څه حال کې ليدلي دي؟ که چېرته په ژوند کې د هغوی مخالف مسير وټاکم د هغوی دوستې به زما نصيب نه شي.

داميرالمومنين حضرت عمررضي الله عنه دلباس کيفيت داسې وو،چې په ټول کال کې دوه ځله له بيت المال څخه جامې ترلاسه کولې.

هغه هم له زيږې ټوټې څخه؛هرکله به چې څيرې شوې٬پيوند به يې ورکاوه، چې کله کله به له پوستکي څخه وو.

يوځل وشميرل شول چې ددواړو اوږو په منځ کې يې جامو څلور پيوندونه اوپرتوږ يې دولس پيوندونه درلودل.

حضرت زيدبن ثابت رضي الله عنه وايې مايې په جامو اوولس پيوندونه وشميرل؛کله چې دشام په طرف روان شو سپېڅلې ونه يې په پيوند_پيوند

جامو پوښلې وه، مسلمانانو وويل:نن ورځ ديهودو نصاراوو عالمان ستاسو ملاقات ته راځي اوتاته په سپکه سترګه ګوري اوپوهيږې مونږ ته څه وايې؟ويې فرمايل:زه دچا دبد ويلو پروا نه کوم،الله تعالی مونږ ته په اسلام باندې عزت راکړی دی نه په جامو.

په بيت المقدس کې داوسيدلو په وخت کې جامې يې سپېڅلې جامې

له شا څخه څيرې شوې وې،هغه يې چاته ورکړې،ترڅو ويې مينځي او پيوند ورکړي، هغه له نوې ټوټې څخه ښې جامې جوړې کړې اود نوموړی خدمت ته يې وړاندې کړې٬خو عمرفاروق رضي الله عنه په نويو جامو لاس تير کړ ويې فرمايل:زما هماغه مخکينۍ جامې ښه دي ځکه چې خولې پکې جذبيږي.

يوه ورځ دمعمول خلاف له کور څخه ناوخته را ووت او ويې ويل:جامې چرک شوې وې٬ومې مينځلې،کله چې وچې شوې په تن مې کړې اوبيرون راووتم(ځکه نورې يې نه درلودلې چې اغوستې يې وای).

د کتاب نوم: خلفاؤ راشدينوسيرت

ليکوال:عبدالشکور لکنوي

ژباړن:حسيب الله حکيمزي

صفحه:(٦٩_٧٣)

ليکنه: ابو مدثر مطمئن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب