د عمر بن الخطاب (رض) حکیمانه اسلوب
عمر بن الخطاب رضي الله عنه شپه کې خلک ولیدل چې اور یې بل کړی و، نو غږ یې پرې وکړ: اې د رڼا والو! (یا أهل الضوء) داسې یې ورته ونه ویل: اې د اور والو! (یا أهل النار) ځکه دا خبره لکه: اې جهنمیانو) داسې مفهوم افاده کاوه، نو هغه نه غوښتل هغوی په دې خبره خپه کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوږو لمسيانو: حسن او حسین رضي الله عنهما یو مشر سړی وليدی چې په ښه طریقه یې اودس نه کاوه، نو هغه ته یې وویل: مشره! موږ دواړه هر یو ستا مخکې اودسونه کوو او ته به فیصله راکوې چې د کوم یوه اودس صحي دی، کله چې یې مخکې دواړو اودسونه وکړل نو هغه سړي ورته وخندل او ویې ویل: ستاسو دواړو اودسونه صحي دي او زما اودس صحي نه دی.
امام الغزالي رحمه الله ته یو چا وویل: څوک چې لمونځ نه کوي د هغه څه حکم دی؟ ده ورته وویل: د هغه حکم دا دی چې هغه باید قانع کړو او له ځانه سره یې جومات ته بوځو.چا ته د ښو او خیر لاره باید په نرمه لهجه، ورین تندي او قانع کوونکي دلیل سره وروښیو، د هرې جملې په مهال د هغه انساني کرامت باید ملحوظ ولرل شي. لکه لوړو دریو کیسو کې مو چې ولیدل. او دا هغه حکیمانه اسلوب او طریقه ده چې الله یې امر کړی دی: ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ. د خپل رب لارې ته په حکیمانه طریقه او نېکه موعظه سره (خلک) راوبوله.