د علوم القرآن د تدوين پيل کله و؟ د قرآن پوهنې لومړني کتابونه

علوم القرآن په عهد نبي صلی الله عليه وسلم ، عهد صحابه رضی الله عنهم او عهد تابعينو کې په شفوي شکل وو ، ځينو تابعينو لکه : مجاهد ، عکرمه او نورو په دې علم کې څه ليکنې لرلې .

ددې نه وروسته د قرآن ، حديث ، تفسير او علومو تدوين د ضايع کېدو له وېرې پيل شو چې په لاندې ډول دي :

لومړی کتاب چې د علوم قرآن څخه بحث کوي ” الوقف والابتداء” دی د هغه نه وروسنه کتاب د ” الناسخ والمنسوخ ” چې ابی عبدالله القاسم بن سلام ليکلی دی او د هغه وروسته کتاب د “غريب القرآن,” دی چې عطاء بن ابی رباح تابعي ليکلی دی او د هغه څخه وروسته لاندې کتابونه تدوين شوي دي :

کتاب د “فهم القرآن” چې حارث المحاسبي ليکلی دی .

کتاب د “التنبيه على بعض علوم القرآن” چې ابن حبيب النيساپوري ليکلی دی .

کتاب د “فنون الأفنان في علوم القرآن” چې ابن الجوزي ليکلی دی .

کتاب د “جمال القراء وكمال الإقراء” چې سخاوي ليکلی دی .

کتاب د “البرهان في علوم القرآن” چې لبدر الدين الزركشي ليکلی دی .

کتاب د الاتقان في علوم القرآن” چې سيوطي ليکلی دی .

او د هغه نه وروسته معاصرو علماؤ په نومړی علم کې ډير کتابونه ليکلی دي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب